په افغانستان کې د ښځې سياسي ارزښت

سهیلا اصغري

647

له کلونو راهيسې چې پاچاگردشۍ وينم نو د ښځو د نامه په سياسي قوت مې يقين لا پياوړی شي. خو دا هم وينم چې له همدې قوت څخه نارينه څنگه د ځان په گټه قوي، خو د سياست لپاره ضعيفه استفاده کوي. همدا ده چې د همدې ضعيف سياست له وجهې ټولنه نه دا چې وروسته پاتېږي بلکې لا هم په شا ځي.

لا امان الله باچا د ښځو د نامه په قوت له تخته وغورځول شو چې د مېرمنې يې بربنډ فوتو شاپ عکس خپور کړ او ښوونځي، درس او تعليم ته د نجونو په استولو يې تکفير کړ. د ظاهر پاچا د ديموکراسۍ په کلونو کې هم د نجونو په مخونو او لنگيو تيزابونه وپاشل شول. د خلق گوند د حکومت په دوران کې هم تر هرڅه لومړی تور دا وو چې فحشا ترويجېږي او د ښونځيو د نجونو ترانې او سندرې به د ښکاره مثال په بڼه وړاندې کېدې. په داسې حال کې چې د مجاهدينو د راوستو په درشل کې دوی هم تر هرڅه لومړی په ښځو د ټکريو اغوستل پيل کړل.
د مجاهدینو په راتگ سره لومړني بنديزونه په مېرمنو راغلل. په هر ځای او هره اداره کې به په دوی د ټکري او کاليو له امله نيوکې کېدې. د دوی د پوهې څخه د ټولنې په گټه هيڅ کار وانه‌خيستل شو. خو هر مجاهد د څلورو څلورو مېرمنو خاوند شو.
د طالب د حکومت پر مهال خو ټولې ښځې او نجونې په کور کېنول شوې. په عام مظهر کې په لښتو ووهل شوې او لا هم د دوی له لوري د شرعيت خلاف سنگساريږي.
دا وسله په سياست کې که څه سپکه خو په کارولو کې درنه ده.
هغه ټولنه چې نه په اسلامي لحاظ، بلکې تر ډېره د ټولنيز فرهنگ له لحاظه د ښځې د نامه له اخيستو سره حساسه ده، په کَچَه او بې‌خونده خام سياست کې په ډېره سپکه بڼه د ښځې نوم په بدو الفاظو اخلي.
نړۍ له سياستوالو ښځو ډکه ده او د ښو او يا ناسمو کارونو يادونه او نيوکه يې کيږي. خو د شخصي اړيکو او اخلاقو يادونه يې څوک نه کوي. بدبختانه په افغانستان کې چې فرشته ښځه هم په سياست کې سر راپورته کړي، د ځپلو لپاره يې لومړنی گوذار پر پاکه لمنه دی. دا وسله د نارينه سياستوالو پر شمله هم لا کاري ده چې د ښځو او د شاوخوا مېرمنو په تورنولو يې ووهي.
خو د شملو په هېواد کې دا شمله‌ور څنگه دا ټیټ کار کولای شي! دا شمله‌ور چې ښځه د خپل ناموس په نامه يادوي څنگه د بل د بې‌ناموسۍ په ښکاره‌کولو د همدغه وطن ښځې تورنولای شي!؟
د افغانستان په سنتي او مذهبي ټولنه کې، چې د سواد او پوهې کچه هم په پرگنو کې لا اوچته نه ده، ښځه په مذهب او رواجونو پورې تړلې ده. ښځه لا هم نه د يوه خدای‌پيداکړي انسان بلکې د نارينه د لاس متاع او مال په څېر ارزول کيږي. حتې د ديموکراسۍ د نندارې په روانو کلونو کې هم ځينو نارينه‌وو ځان ديموکراسۍ ته ژمن باله او ښځې ته یې د خور او مور په نامه درناوی ښوده خو د يوه خپلواک انسان په توگه يې نه پيژندله او نه يې هم حق ورکاوه او آن دا چې د سياست په ډگر کې يې لومړنۍ استفاده له همدغې وسلې کوله. په نړيوالو کنفرانسونو کې به د ښځو څو نومونه واخيستل شول چې په دا يا هغه څوکۍ کار کوي او د گدايي څادر به راډک شو. خو د افغانستان ښځې لا هم له رنځونو او کړاوونو سره لاس او گرېوان وې.
نن په داسې حال کې چې په وطن کې له نجونو او مېرمنو د دوی لومړني انساني حقوق اخيستل کېږي، د دوی په پاکه لمنه تور هم لگول کېږي چې گواکې اسلامي اصول د دوی لخوا نه وو مراعات شوي. اما د دې سپيناوی نشي کولی چې قدرت ته رسيدلي هر طالب دوهم، دريم او يا څلورم واده ولې وکړ!
ولې نارينه په کور نه کېنوي چې نجونو او مېرمنو ته په بدو سترگو گوري او خپل نفساني شيطان نشي دفع کولی.
خو “غوا توره او پۍ يې سپينې”، دا فشارونه په نجونو او مېرمنو په دې لحاظ راوستل کېږي چې له تېرو اشغالگرو د سوال څادر بيا راډک شي.
د دوحې په مذاکراتو کې امريکې ته په وړاندې شوې وينا کې اوسنيو حکومتوالو تعهد کړی وو چې ښځو ته به د دوی اسلامي او عنعنوي حقونه ورکړل شي. د دې “راه گنجشکک” په باب ما لا هغه وخت اعتراض وکړ او دا دی نن خپلو فرمانونو ته اسلامي پرتوگونه گنډي چې “پرتوگاښ” هم نه لري!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.