زما یوه لنډه قصیده (درځم) پخوا په میډیا کې خپره شوې وه، اوس یې د نوي عیسوي کال په مناسبت څو بیتونه یو ځل بیا:
لــــه ځـــانـــه وزمـــه پــه تـا پـسې درځم
لـه شـره ستــــړی یـــم وفــــا پـسې درځم
زړه سـوي وفـا تـه مې څـوک و نه میندل
زه در روان یـــــمـــه صــفــا پسې درځـم
مــــراد مــې تـــه یـــې درپــسـې یـمـه زه
بـل څـوک نـه غـواړمه پـه تـا پسې درځم
د کــابـــل غـــرونـــه دېـــوالــونـه وسول
ښـار لــه لـوگـو ډک دی هـوا پسې درځم
زمــوږه کــلـی لـــه نـــاپـــوهــو ډک دی
د تـــاسـې خـوا تـه پــه دانـا پـسـې درځم
دلـتـه هــم حسن، کـلی، کـور لـوټ شوي
ښکلا دې غــواړمــه پـه غـلا پسې درځم
د نــاپــوهـۍ تـورتـم کـې ډوب دي خلک
غـواړم رڼــا شي، پـه بـرېښنا پسې درځم
دومـــــره دروغ راســــره وشـول دلــتـه
د تـــاسـو کــلي تــه ریـښـتـیا پسې درځم
دلـتـه جـگـړې هــــر څــه بــدرنگه کړلو
چا تــه غـږ وکړم چـې ښکلا پسې درځم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.