د پاکستان د دفاع وزیر: د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کارول کېږي

440

د پاکستان د دفاع وزارت خواجه محمداصف ویلي چې له اسلامي امارت سره د شوې هوکړې خلاف د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر له جیو‌نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت حکومت پاکستان سره ژمنه کړې چې خاوره به یې د دغه هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو اسلامي امارت تورن کړی چې د پاکستان تحریک طالبانو غړیو ته یې پناه ورکړې او دوی هم د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.

بل‌خوا د پاکستان د ملي امنیت شورا هم په یوې ناسته کې ټينګار کړی چې هېڅ هېواد اجازه نه لري، څو ترهګرو ته پټن‌ځایونه جوړ او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشري د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د ناستې په اړه په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت خوندیتوب لپاره له خپلو حقوقو استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثنالله هم ادعا کړې وه چې د پاکستان تحریک طالبان غړي په افغانستان کې حضور لري او د اړتیا پر مهال به د دوی د ځپلو لپاره عملیات وکړي.

د اسلامي امارت حکومت تراوسه د پاکستان د دفاع وزارت دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی ، خو د دفاع وزارت بیا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې هغه پاروونکې او بې‌بنسټه بللي او ویلي یې دي چې پاکستاني طا لبان افغان خاوره کې شتون نه‌لري.

دغه وزارت د روانې اوونۍ د مرغومې په یوولسمه په یوې خبرپاڼه کې له پاکستان غوښتنه کړې چې هر ډول اندېښنې دې د خبرو له لارې هوارې کړي. دفاع وزارت ټينګار کړی چې افغانستان بې‌څښتنه نه دی.

دغه وزارت لیکلي: «غوښتنه مو دا ده چې هر ډول اندېښنې او ستونزې د خبرو له لارې حل شي. افغانستان بې‌څښتنه نه دی، موږ د تل په څېر د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپواکۍ څخه د دفاع لپاره اماده یوو او د هېواد دفاع کې له هر چا ښه تجربه لرو.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.