رواداري سازمان په څلورو ولایتونو کې ۵۳۳ هدفي وژنې ثبت کړي

513

یو بشري سازمان ويلي دي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست نه د ۲۰۲۲م کال تر نومبر پورې په څلورو ولایتونو کې ۵۳۳ کسان په هدفي توګه وژل شوي دي. وژل شوي کسان ملکیان، د پخواني حکومت پوځیان، سلفیان او د «ملي مقاومت جبهي» غړي ښودل شوي دي.

د رواداري په نوم یوه نوي جوړ شوي سازمان د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې دغه ډول «هدفي او له محکمې پرته وژنې» د ۲۰۲۱م کال د اګست څخه د ۲۰۲۲م کال تر نومبر مياشتي پورې په کندهار، ننګرهار، پنجشیر او سرپل ولایتونو کې اروزل شوي دي.

دغه سازمان چې مشري ېې د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانۍ مشره، شهرزاد اکبر او د بشر حقونو یو شمیر نور فعالان کوي، موخه ېې څرنګه ېې چې پر خپلې ویب پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د بشري وضعیت څارنه ده. د یادولو ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، یوه له هغو ادارو څخه ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاواکمنیدو وروسته لغوه شوې ده.

رواداري سازمان ويلي دي چې د دغه ډول قتلونو پيښې، په دغو څلورو ولایتونو کې ډیرې شوي، په همدې دليل دغه رپوټ يوازې په همدغو ولایتونو کې د شوو هدفي قتلونو څيړونو ته ځانګړی شوی دی.

د دغه رپوټ پر اساس، ۳۲۰ کسان په کندهار، ۱۱۳ په پنجشير، ۱۰۰ په ننګرهار او ۱۰۰ نور په سرپل ولایت کې په هدفي توګه د طالبانو او یا هم ناپيژاندو افرادو له خوا وژل شوي دي.

دغه بنسټ د کندهار ولایت په هکله وايي چې په یاده موده کې په دغه ولایت کې د «۷ ښځو او ۱۰ ماشومانانو په ګډون ۳۲۰ کسان په هدفي توګه او له محاکمې پرته وژل شوي دي.» په رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې د ۱۲ ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون ۹۵ کسان نور ټپیان شوي هم دي. زیاته شوې ده چې په وژل شوو کسانو کې ۲۳ ېې د تير حکومت پوځيان دي چې ۱۹ ېې پولیس او ۴ ېې د کندهار د ملي امنیت ادارې کارکونکي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د شدیدو محدودیتونو او د ارقامو په راټولولو کې د ستونزو د موجودیت په دلیل، «ممکن په کندهار ولایت کې د وژل شوو کسانو شمیر تر دې په کراتو لوړ وي.»

په رپوټ کې راغلي دي چې که څه هم طالبانو د واکمنيدو په لومړيو ورځو کې اعلان وکړ چې نور جګړه پای ته رسېدلې، خو څو ورځې وروسته ېې په ننګرهار ولایت کې د داعشیانو د نیولو په موخه پراخ عملیات پيل کړل چې د داعشیانو علاوه ېې د پخواني حکومت پر يو شمیر کارکونکو او امنيتي ځواکونو حملې وکړې او وې وژل.

د روادري د رپوټ پر اساس، په دغو تاوتریخوالو کې ښځې او ماشومان هم قرباني شوي دي.

دغه رپوټ همدارنګه طالبان په پنجشیر ولایت کې د جنګي اسیرانو او نیول شوو کسانو پر شکنجې او وژنې تورن کړي دي او ویلي دي چې طالبانو تر اوسه د دغو قتلونو د عاملانو پر وړاندې هيڅ اغیزناک اقدامات نه دی کړی.

په رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو د بیاراګرځېدو راهیسې، داسې یو میکانیزم چې هغوی د بشر حقونو او د نړیوالو بشردوستانه حقونو رعایت ته مکلف وګرځوي، شتون نه لري.»

رپوټ وايي چې طالبانو د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې پر ملکي افرادو په حملې کولو سره هغوی ېې وژلي دي.

دغه بشري سازمان له طالبانو غوښتي چې د هدفي او له محکمې پرته قتلونو ته د پای ټکی کېږدي او د دغه ډول پېښو عاملان دې محکمه او مجازات کړي. دغه بنسټ ویلي دي چې طالبان «بايد د بشري حقونو سازمانونو او رسنيو ته د بشر حقونو د سرغړونو د پېښو د څېړنو او ارزونو له پاره بشپړه د لاسرسي زمينه برابره کړئ، څو له دې لارې په هيواد کې د بشر حقونو د سرغړنو د مواردو د مستقلې او هراړخيزې مستندسازۍ امکان برابر شي.

د بشر حقونو دغه نوی جوړ شوی بنسټ همدارنګه له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې «د قربانيانو کورنيو ته د خسارې جبران امکان برابر کړئ.»

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دویچه ویله

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.