د کاري مرکې لارښوونې

ډاکټر هارون صافی

577

متوجه اوسه ادارې ته دننوتو سره سم ستاسو انټرویو شروع شوه، ځکه چې ماهر او تجربه کاره کسان ستا حرکتونه دلومړي سره څاري او تجربو ښودلي ده چې مخکې له پوښتنې یو کس %30 ظاهراً ارزیابي کیـــږي٠
ارامه او ډاډه کښېنه، مخکې له مخکې ځان
ځوابــــونو تــــــه برابر کړه٠
پوښتنې او ځوابونه:
لومړۍ پوښتنه:
که د ځان په اړه راته ووایئ؟
ځواب:
• د خپل نوم او تخلص څخه يې پيل کړئ
• د خپل استوګنځي په اړه معلومات ورکړﺉ
• د خپل تعليم په اړه لنــــډ ټکي وړاندې کړﺉ
• د خپلو تېرو دندو په اړه لږ معلومات ورکړﺉ
• د خپلې کورنۍ په اړه لــــنډ وضاحت ورکړی
بـېلـګـه:
نوم مې پلانکی دی، د ننګرهار ولایت اوسیدونکی یم، د لسانس تر کچې مې په دغه برخه کې زده کړې تر سره کړي، اوس مهال د په پلانکي ځان کې دنده لرم.
په بېلابېلو ادارو کې مې اوږد مهاله او لنډمهاله دندې تر سره کړي چې فی الحال له خپلې کورنۍ سره په ننګرهار ښار کې اوسېږم.

دوهمه پوښتنه:
ولې غواړې دنده د تغير کړې؟
ځواب:
• دا چې د پخوانۍ دندې څخه مو څه زده کړي لنډه تشریح ورکړئ٠
• د دندې د تغيرولو علت مو بيان کړئ
• د ځان راتلونکي موخې مو بيان کړئ
بـېلګـه:
زه مې له خپل پخواني کارځای غړو او مسؤولینو څخه نړۍ مننه کوم، ځکه چې نوموړي ادارې زما د وړتياوو په جوړولو کې هر اړخيزه هڅې کړي دي. زما په آند هر کس د خپل راتلونکي د جوړولو او د خپلو کاري وړتياوو د لا پراختيا په موخه اړ دی تر څو په بېلابېلو ځايونو کې دنده تر سره کړي، ځکه نو زما د پوهې د ډېرښت، مالي ځواکمنتيا او ځاني ډاډمنتيا لپاره ستاسو اداره تر ټولو غوره ټاکنه ده.

درېمه پوښتنه:
ستاسو پياوړتيا په څه کې ده؟
ځواب:
• د کـــــاري چاپېريال سره توافق او همغــــــږي
• د سخت او درانه کار په وړاندې د دریدلو وړتيا
• په هر حالت کې هرچاته په مسکا ځوابي
• د حالاتو سره ژر ځان برابروونه
• ايمانـــــداري او امانـــــت داري
• ازاد خــــياله او مــثبت ګــــرايه
• د دنــدې په تړاو د ځان هڅوونه
• خوش طبعیته او زیات دوستانه
• ژر تصميم نيونه

بـېلـګـه:
که په ځان ښودنه کې ونه شمېرل شي نو ځان راته
ايمانداره، خپل ځان پخپله هڅوونکی، د سخت او درانه
کار توان لرونکی، په هر حالت کې که ډیر خسته هم وم پر شونډو مسکی او د خپل کارځای او کاري ډلې په وړاندې آزاد خياله او د هر ډول تعصب او کرکې څخه خلاص بریـــــــښي.

څلورمه پوښتنه:
که تاسو پر خپلو نيمګړتياوو هم راته وغږیږﺉ ؟
ځواب:
• رډ او حاضر جوابه يم٠
• بې حوصلې يم٠
• ډېر حساس يم٠
• ډيرې خبرې کوم٠
• پر خلکو ډېر ژر باور کوم٠
• کله مې چې ملګري مرسته رانه
وغواړي نو هيڅکله يې ناهيلي کولای نشم٠
• کله چي نابلدو ته خبرې کوم نو زياتره وختونه غوسه کېږم
بـېلـګـه:
کله چي راڅخه کوم کس مرسته وغواړي نو ناهيلی کولای يې نه شم او له هغه چارو سره چې مينه نه لرم په ډېر ځنډ او خنډ سره يې مخ ته وړم.

پنځمه پوښتنه:
د معاشاتو په اړه څه نظر لرې؟
ځواب:
• د لومړۍ دندې پر مهال هيڅکله پر معاش ټينګار مه کوﺉ٠
• که په همدې دنده کې مخينه (تجربه) ولرﺉ بيا که لږ کلک هم شﺉ نو کومه ستونزه نشته٠
• د دندې په تړاو د کمپنۍ د نورمونو (قوانينو) په وړاندې تل مثبت فکر ولرﺉ او هر قانون ته يې ښه راغلاست ووایﺉ٠

بېلګه:
دا زما لومړۍ دنده ده، ځکه نو زما لپاره معاش لومړنی غوراوی نه دی. ستاسو اداره به زما د مهارتونو او وړتياوو په جوړولو کې رغنده رول ولري او غواړم د دې موقع څخه په غوره توګه ګټه پورته کړم. څرنګه چې پيسې پر هيچا هم ډيرې نه دي ځکه نو زما د توانايې او ظرفیت په تناسب ستاسو څخه د وړ او مناسب معاش هيله لرم تر څو د خپلې کورنۍ ورځینۍ اړتياوې ورباندې پوره کړی شم.

شپږمه پوښتنه:
د راتلونکي لپاره مو موخې څه دي؟
• اوږد مهاله موخې؟
• لنډ مهاله موخې؟
بېلګه:
زما لنډمهاله موخه داده تر څو په يو داسې سازمان کې دنده تر لاسه کړم چې خپلې وړتياوې پکښې په کار واچوم او خپل راتلونکي ژوند ته يو څه نور هم ور زيات کړم. او اوږد مهــاله موخه مې داده چې په همدې بخش کې يـوه ورځ پر يوه لوی او عزتمن پوسټ باندې وګمارل شم.

اوومه پوښتنه:
ولې باید تا وګمارو؟
ځواب:
• چې خپله پوهه د نورو سره شريکه کړم
• چې کاري تجربه تــــــــــــــــر لاسه کړم
• چې د دندې په تړاو مهارتونه قوي کړم
• چې خپلو راتلونکو موخو ته ورسېږم
بېلګه:
صاحب زه په دنده تازه پيل کوم، ما هر څه نظري لوستي دي، مګر باور لرم چې د خپل کارځای لپاره به زياته خواري ګالم او د خپلې ادارې هر اړخيز پرمختګ ته به لومړيتوب ورکوم. په خپلې رښتينولۍ سره به د آمر له لوري راکول شوی خدمت په غوره توګه پر ټاکلي وخت سرته رسوم.

اتمه پوښتنه:
ولې غواړې زموږ سره دنده تر سره کړې؟
ځواب:
• د ادارې په اړه چې مو هر څه خوښ وي هغه بيان کړئ٠
• همدا خپله خوښه مو د خپل راتلونکي سره وتړﺉ٠
بېلګه:
صاحب! هر څوک غواړي چې ستاسو غوندې په يوه مشهوره او بريالۍ اداره کې دنده ولري، کله چې مې د دې دندې په اړه ستاسو اعلان وليد ځکه مې نو وپتیله چې ستاسو د لوري غوښتل شوي معيارونه او وړتياوې به مې پوره کړي وي او وبه توانېږم تر څو د ادارې په پرمختګ کې خپـــله پوهه او تخنيکي مهارتونه په کار واچوم.

نهمه پوښتنه:
وروستیو کې زموږ څخه څه پوښتنه لرې؟
ځواب:
• د انټرويو اخيستونکي څخه مننه وکړئ
• د معاشاتو د پروسې په اړه یې وپوښتﺉ
(څومره معاش دی؟ هفته وار دی؟ ساعت وار دی؟
مياشتنی دی؟…)
• د دندې د کاري وختونو په اړه پوښتنه وکړﺉ
(سهار دی؟ ماښام دی؟ نيمه ورځ دی؟ مکمله ورځ دی؟…)
• د دندې د موقعت په اړه پـــــــــوښتنه وکړﺉ
(په ښار کې دی؟ ولسوالۍ کې دی؟ لمر ته دی؟
سیوري ته دی؟…)
• د اضافه کارۍ په اړه وپوښتﺉ
• د ټرانسپورټ په اړه وپوښتﺉ
بېلګه:
دا چې ماته مو د مرکې لپاره وخت راکړ ستاسو څخه نړۍ مننه کوم. صاحب، غواړم د دندې د وخت، د ټرانسپورټ د اسانتيا، د دندې د موقعیت او د دندې لپاره د ټاکل شوي معاش په اړه پوه شم.
دځوابونو له اوریدو وروسته بېدون له ویرې په ډیر وقار او احترام سره داسې چې پر خپل ځان مو پوره باور وي چې د دغې دندې لپاره تاسو مقرر شوي یاست ورسره خدای په اماني وکړﺉ٠
نوټ: نورې خبرې مه کوﺉ سمدلاسه له ادارې بهر شﺉ، هیڅ نوعه چاپلوسۍ ته ضرورت نشته، کانه ترلاسه کړي دنده به مو له لاسه وتلي وي٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.