!شاه شېریني

نقیب احمد قریشي

493

په نڅا سه تر څلور دېواله واوړه

شاه شېریني! موږ یوو اور او اوبه دواړه

را تازه سه بې پوړوني په ګډا سه

خیالوري! له لسم منزل را تا سه

ژوند شروع له پایلوبۍ تر پایکوبیه

نن مي جام کړه نن را ګډه په اروا سه

ستا د کلي چنار چاته هوسېږي؟

ماینازي! ورته – ته شنه له خندا سه

تکي توري زلفي ونڅوه یار ته

شا شېریني! د شېرینو و دربار ته

ستا نظر دی د صیاد په ائينه کي

رنګ دي ښکاري نن د باد په ائينه کي

کندهار دي معطر دی په عطرونو

د کابل زړه د اعناد په ائينه کي

سازه سوې د آذر د غره له کاڼو

هم د وران هم د آباد په آئینه کي

ستړی کېږم نه؛ د لاري و کتو ته

شاه شېریني! هوسیږم دي راتلو ته

کلی ټوله انتظار دی زما شپېلۍ ته

نن به بیا هغه راخېژي و بلي ته

سروم پکي دردونه د عمرونو

که آسمان نه وړل ور وړم یې و سپوږمۍ ته

په پوهېږم چي نیمی به لولپه کړي

که صرف یو آه مي ور پو کړم و نړۍ ته

در روان یمه تش ستا د لاس ګل غواړم

شاه شېریني! په مزل یم منزل غواړم

راځه خم ته پر سجده نه؛ پر قیام سو

یا په ناسته تر سهاره تر ماښام سو

ګوندي ورسو و دربار ته د یارانو

د شرابو د عشق خدای ته و خیام ته

وچي شونډي به په سر شرابو سرې کړو

په مذهب به د  ساقي د ګل اندام سو

مولانا د شمس په لار کي پرېشان دی

شاه شېریني! د شعر هر لفظ در قربان دی

٧ ډسمبر ٢٠٢٢/کدهار

نقیب احمد قریشي

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.