د افغانستان د بهرنۍ سواګرۍ،سوداګریزولارو  او اقتصادی حالت لنډه کتنه

پوهاند محمد بشیر دودیال

463

د افغانستان د بهرنۍ سواګرۍ، سوداګریزولارو  او اقتصادی حالت لنډه کتنه

له بده مرغه د افغانستان تجارت ښه وضعیت کې ندی، موږ نه د مازاد، نه د تعادل بلکې مطلقاً د کسر په حالت کې یاستو. تر دې هم بدتره دا چې له یو نیم کال راهیسې په تجارت کې بانکی انتقالات نشی کیدای. دې وضعیت تجارت او زموږ تجار فقط څو محدودو ساحو کی نقده تبادلی ته مجبور کړي، خو که له افغانستان څخه د پیازو، رومی بانجانو، میوې، سکرو او نورو اجناسو صدور او له هغی خوا د بی کیفیته غذایی او مصرفی موادو واردول وګورو، تقریباً  دبارتر شکل یې نیولی دی(!). که د ډمپنګ آفت ورسره وشمیرو، تشویش مو نور هم زیاتوي. دافغانستان تجارت خصوصاً د شرق بندرونو کې ډیر نامطلوب دی، د شمال او شمالغرب او غرب بندرونه څه ناڅه داخلی اړتیاوو ته ځواب ویلای شي. په دې ځای کې موږ د شمال د بندرونو اهمیت ته ځیر کیدای شو، خو مخکې له هغه باید د خپل هیواد موقعیت او حالت د بندرونو او  نړیوالو اوبو سره د نه  ارتباط  له پلوه وګورو:

افغانستان یو د هغو وچې پورې تړلیو محدودوهیوادو څخه دی چې تر ډیره بهرنۍ سوداګړۍ ته محتاج دی او نن ورځ د یو مصرفی هیواد په نوم نومول شوی. دا ځکه اوږدو جنګونو او ناخوالو د هیواد ټولی اقتصادی زیربناوی  له منځه وړي دي. د ټول هیواد زیربنا تخریب ، صنعتی فابریکی ویجاړې، د کرنی سکتور شاړ،  تخصص او تجربه بی اهمیته او پالیسی غلطه او ناکامه او داسی نورې بدبختی او ورانی راوړی دي، د هیواد د شرایطو په نظر کې نیولو سره مو بهرنۍ سوداګرۍ  لاندی ځانګړتیاوې لري:

  1. وچې پورې ایسارتیا

افغانستان په وچه کې ایسارLand-locked  غرنی، دسختو پیچومو او لارو لرونکی او پرمختیایی هیواد دی، سمندر سره مستقیمه اړیکه نلری، سره له دی چې د چابهار بندر ته هیلیې پیدا یشوی وی، خو نیمګړی پاتې شوی. په شمال کې موږترکمنستان سره (744KM) کلیومتره، ازبکستان (137KM) کلیومتره او تاجکستان (1206KM) کلیومتره، شمال ختیځ کې د چین (96KM) کلیومتره، په جنوب او شرق کې پاکستان (2412KM) کلیومتره، او په لویدیځ کې د ایران سره (925KM) کلیومتره سره سرحد لرو چې د دهمدغو ګاونډیو هیوادو په منځ کې د وچې پوری تړلی یاستو.

 

  1. د موټري ترانسپورټ تبارز

زموږ د تجارت او ترانسپورت بله ځانګړنه ده ده چې؛ لارې مو له غرونو تېرېږي، ریل پټلی انکشاف ونکړ، سره له دې چی تیرو لسو کلو کې ورته پاملرنه وشوه، خواف ، اقینه، حیرتان او آن د چین هیواد سره یې د تړلو پلان و، خو ټول نیمګړی پاتې شول.  دا دلیل د دی سبب شوی دی چې تر اوسه پوری د اموالو د انتقال لپاره يواځی د موتړی ترانسپورټ څخه استفاده کیږی. د سرمائی کموالی او د مسلکی کاری قوی نشتوالی له امله تر اوسه د ریل د ترانسپورت سیستم وجود نلری ځکه پداسی یو غرنی هیواد کې د ریل د پټلی د غزه ولو لپاره ډیری زیاتی سرمائی او فنی او مسلکی کاری  قوی ته ضرورت دی. بحری ترانسپورت نه لرو او هوایی کارګو ګرانه پرېوځي، نو يواځنی عمده وسیله موټری ترانسپورت دی چې په زیاته اندازه تری استفاده کیږی.  په هیواد کې د تحمیلی جنګونو له امله لویې لاری ویجاړی دي. کومی لوی لارې چې په دې تیرو شلو کلنو کې جوړی شوی وی هغه بېرته  د جنګ له امله تخریب شوی دی له بل پلوه د جنګونو او سرمائی د کموالی له وجی د مدرن ترانسپورتی وسائلو څخه استفاده نه کیږی. پدی ډول د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ یوه ځانګړنه دا ده چې دلته د اموالو د صادرولو او واردولو لپاره یواځی د موټری لت او غیر اقتصادی ترانسپورت څخه استفاده کیږی.

  1. ترانزیت

دا چې په وچه کی ایسار او غرنی لارې لرو، سمندر ته مستقیمه لار نشته، نو د نړۍ له نورو هیوادو سره د خپلو صادراتی او وارداتی اموالو د انتقال لپاره اړ یاستو چې د ترانزیت په شکل ګاونډیو هیوادو د ځمکی څخه استفاد وکړو او د صادراتی او وارداتی اموالو انتقال د  ترانزیت په شکل عیار کړو، چې یو لوی مالی بار لاندې راځو. پدی ډول د افغانستان بهرنۍ سوداګرۍ له ګاونډیو هیوادو څخه پرته چې د نړی د نورو هیوادو سره ترسره کیږی، هغه د ترانزیتی سوداګرۍ شکل غوره کړی دی. پدی مانا چې کله افغانستان د ګاونډیو هیواد نه علاوه د نړی د نورو هیوادو سره سوداګریزی راکړی ورکړی وکړی نو مجبور دی چې صادرات او واردات د ګاونډیو هیوادو د ځمکی له لاری د دوی د بندرو په ذریعه انتقال کړی.

  1. د ګاونډيو هیوادونو له سياسي اړیکو څخه اغېزمنتیا

له بده مرغه  موږ د غوره جیوپولتیکی او جیو-اکونومیک ستراتیژیک موقعیت په لرلو سره سره، بیا هم نورو ته اړ پاتې یاستو. ډیر ځلې مو تجارت سیاسی اهدافو پورې وتړل شی.

  1. د کرنیزوخامو موادو صادرول او د مصرفی موادو واردول

 

خام توکی د پرمختیایی هیوادو اقتصادی محرکه قوه ده. افغانستان یو کرنیز هیواد او د معادنو لرونکی دی، اقتصاد ی وده يی په ټیټه سطحه کې قرار لری او د صنعت سکتور ضیعف دی، نو پدی اساس يی زیاتره صادراتی توکې خام کرنیز مواد، معدنی اومه او اوليه مواد جوړوی او بهرنې هیوادو ته د یی په نیمه بیه صادروي. د افغانستان عمده صادراتې توکې؛ وچه او تازه میوه، طبی او صنعتی بوټي، غالی او ټغر، پوستکی، کولمی، وړی، مالوچ او تخمونه دي. دا په داسې حال کې چې په بهرنیو مارکیټونو کې د کرنیزو خامو توکو بیی ډیری ټیټی دي،نو له صادراتو څخه ېې  په کافی اندازه عاید نه ترلاسه کیږی او تجارتی بیلانس مو کسر سره مخامخ دی.

زموږ صنعتی سکتور له پخوا څخه په ډیر ابتدائی حالت کې و،خو دشمسی اویایمو کلونو پورې یې يو اندازه تولیدات لرل. د جګړی د پیل څخه د مخه نساجی فابریکو کتان، شری،تافته، چرګان روزل، د سمنټ او کود تولید، غوړی او بوره، زغال سنګ، مالګه ، د بوټانو جوړولو فابریکو مختلیف ډوله بوټان، جاکټ، جرابی، شات، پلاستیکی لوښي، کلالی او نجاری او تر یوه حده فلزی توکی تولیدول، خوتیرو جنګونو صنعتی سکتور وران ویجاړ او بیخی د منځه یووړ. تیرو څو کلو کې بیا یو اندازه پانګه اچونه په کې وشوه، اوس په ډیر ابتدائی حالت کی دی او نشی کولائی د هیواد د وګړو تقاضا پوره کړی. ټیرو شلو کلو کې د نفوس دلګښت کچه او چته او بازارونو کی تقاضا زیاته شوه، اقتصادی وضع یو اندازه ښه شوی  وه، نو مختلفو استهلاکی، منسوجاتو، تولیدی ماشین الاتو او آن لکسو اجناسو ته تقاضا  زیاته شوی وه ، خو په ۱۴۰۱ کې هغه حالت له منځه ولاړ.

فعلاً  د افغانستان عمده  صادراتی اموال میوه، سابه، زغال، کباړ وسپنه، قاچاقی لرګی، قاچاقی الوتونکی، و داسی نور تور- رسمی او غیر رسمی  بازار دی ، واردات مو ماشینونه او تجهیزات، نفتی مواد، خوراکی او کیمیاوی مواد، کاغذ، منسوجات، استهلاکی مواد، سګرت، څښاک، جامی، درمل، لوښی او نورډیر ضروی او ډیر هم نا ضروی  توکی دی، په دې کی لا پټاقی، جارو او فرشونه هم ورادوو ،حال دا چې دا خپله هم تولیدولای شو !

7 د کرنیزو تولیداتو د بارجامې،  لیبیل،  سورت او ستندرد نیمګړتیا

سمه ده چی موږ د صادراتو لپاره مناسب او با کیفیته کرنیز تولیدات لرو، خو سورت او ستندرد، بارجامې اودلیبل لګولو وړتیا او امکان یی نلرو. دمارکیټنګ ټوله پروسه نه ترسره کیږی ترڅو د تجراتی جنس  نهائی شکل غوره کړی، پدی اساس ناقص مارکیتنګ راته ګټور ندی.

د لارو په هکله هم ستونزی لرو:

8 زموږ بهرنۍ سوداګرۍ کې عمده لارې او بندرونه

څرنګه چې پوهیږو افغانستان په غرونو کې ایسار هیواد دی چې سمندر سره مستقیمه رابط نلری نو پدی اساس د افغانستان بهرنۍ سوداګرۍ کومه چې د ګاونډی هیوادونو پرته د نړی نورو هیوادونو سره لري، هغه د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان، ایران، او د منځنی آسیا هیوادونو سره د ځمکی له لاری د ترانزیت په شکل ده، یو ځل مو هڅه وکړه چی خپله تازه میوه اروپا پوری  ورسوو، یو امتحانی کاروان چی صرف  نهه لارۍ پکی وی، واستول شو، خو دوام یی ونه موند، د چابهار بندر له لاریی د غلی او درملو واردول او د میوی صادرول پیل اوښه امیدواری پیدا شوه، خو دا لاره هم د سیاست قربانی شوه. د جلغوزی صادرات او هوایی دهلیزونه په ناکا خیال بدل او پردیو راته پیغور وګرځاو اوس زمو عمده تجارتی شریکان دادی: پاکستان، ازبکستان، ایران، ترکمنستان، تاجکستان او تر یو حده چین. موږ ونشو کولای د خلیج هیوادو او هند سره ګټور تجارت ته رونق ورکړو، وروستیو پېښو او د بانکی انتقالاتو بندیدو ستونزه نوره هم زیاته  کړه.

ځوانانو ته بویه چې پورته اته فکتورونه په پام کې ونیسی. لا هم فرصت شته. موږ ډیر امکانات لرو. اوس هم موږ د حل لارې موندلا شو:  د سوت ( SWOT) په روش تهدیدونه، فرصتونه، دقوت او ضعف ټکی په نښه کولای شو. سره له دی چی موضوع سیاست سره رابطه لری،  د سیاست اصلاح هم زموږ په لاس  کې ده.

هیوادوال مو بد اقتصادی حالت کې دي، متاسفانه  دا وضعیت د راپاتی زیرمو په له منځه تلو نور هم خرابیږی. هر اقتصادي رکود او رونق ډیر ورو پیل کیږي، خو څه موده وروسته مکمل را څرګندیږی. اوس موږ له بده مرغه د  رکود د پیل په حال کې یاستو.

بهرنی تجارت یوه ستونزه پرانیستونکی لاره ده. موږ کولای شو په موجوده  خنډونو دفکر کولو له لاری وضعیت مثبت لوری ته بدل کړو.  موږ باید د دوو مولدو سکتورونو( کرنی او صنعت ) د انکشاف لپاره یوه غوره پالیسی جوړه او په دی سره تجارت او خدماتی سکتورونه پیاوړی کړو.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.