په افغان ادبي بهیر کې د پسرلي یاد غونډه

حنیف حیران

583

 په افغان ادبي بهیر کې د پسرلي صاحب یاد غونډه نمانځل کېده، بېګاه ماسخوتن ناوخته مې یوه لنډکۍ لیکنه پرې وکړه. ما و نه شو کړای چې بهیر ته ورشم، که د لوستو تاب یې لرئ، راځئ دلته یې راسره ولولئ.

لوی شاعر

لوی خلک به مومې له شهرت او نامه ها پلو
ډک جامونه ګوره له مينا او جامه ها پلو

لوی شاعران هغه څه ويني او حس کوي چې نور خلک حتی عام شاعران يې نه ليدلی او نه هم حس کولی شي. ساده، بې تکلفه او سهل الممتنع شعر به وي؛ خو خيال به يې آسمانڅکی، مضمون به يې نوی او د کلماتو اوډون به يې دومره هنري وي، چې هرچا ته ممکن اسانه وايسي؛ خو په عين حال کې ګرانه هم وي.ځکه خو وايي چې شاعري د کليماتو زرګري ده.خيبر اپريدی وايي:

شاعري تا ته هسې خبرې ښکاري
که څوک پوهيږي خبرې ګرانې دي

لوی شاعران د خپل خيال وسعت، تجربې، مشاهدې، مطالعې او خيال په مرسته پېچلي خيالونه ساده او ساده خبرې پېچلې او شاعرانه کوي. وايي چې شاعر دومره حساس وي چې پر تن پوستکی يا څرمن نه لري. دا درد تر يوې پېښې وروسته ممکن هر ښه او بد شاعر ته ورسيږي؛ خو د درد اظهار يې لوی شاعران په خپل هنر سره شاعرانه بيانوي. ايوب صابر وايي:

له زړګي چې وينه وڅڅوم بيت شي
زمانې زما نقصان ته خو خيال وکا

ارواښاد صديق پسرلی د دې دوو پېړيو هغه لوی شاعر و؛ چې موږ ورته په خاصو کې خاص شاعر ويلی شو او په خاصو کې خاص لوستونکي د دوی پر شعر پوهيږي. له حميد ماشوخېل، کاظم خان شيدا او حنان بارکزي راوروسته په پښتو کې د هندي سبک ليکوال او پېرويان کم يا هيڅ و؛ خو پسرلي صاحب په نوي جنم سره هندي سبک ته نوی روح وروباښه. دا سبک يې داسې وځلاوه چې ممکن د ډېرو شاعرانو له سره ورته خيالي خولۍ وغورځي
د پسرلي صاحب په ډېر نه مشهورېدو کې د دوی د شعر پېچلتيا چې عموما د هندي سبک ځانګړنه ده يادولو شو. څومره چې پکار وه نه خو دوی د شهرت وږي وو او نه هم دې پېچلي سبک خلکو ته سم وروپېژاند او نه يې هم سندرغاړو شعرونه زمزمه کړل؛ ممکن په دې کې زموږ د ويدو پښتنو د شعوري ويښتابه لاس هم وي، چې:

ژوندي مو نه کړل له خاورو پورته….
موږ اکثر له مړينې وروسته خپل اتلان ستايو، ګني دا خو جوته خبره ده چې پسرلی صاحب په ټوله مانا لوی شاعر و، داسې شاعر چې د هند د نيمې وچې د غالب په څېر يې بايد په نوم اکاډمۍ جوړې وای، څېړنې پرې شوې وای؛ خو له بده مرغه چې تر اوسه يې ټول کتابونه هم چاپ شوي نه دي او هغه چاپ کتابونه چې اوس نايابه دي؛ د هغو د بيا ځلې چاپېدو هم څوک نشته. ممکن دلته يې يو څه زامنو ته هم مخ ورواوړي؛ ځکه چې پسرلي صاحب علمي او ليکواله کورنۍ روزلې ده.
يو وخت پېښور کې ډاکټر درمل راته د پسرلی صاحب شعري ټولګه ( د نی کوڅه) ډالۍ کړه، وېل يې يو دوه کتابه مې په سختۍ پيدا کړي دي، ګني دا کتاب نن سبا بازار کې نه موندل کيږي، يو به ستا شي او بل مې يو بل شاعر ملګري ته ساتلی دی، بس په تاسو مې ولورېدل. ما تر هغې وړاندې هم پسرلی صاحب لوستی و؛ خو د درمل صاحب مينې او ټينګار راباندې استاد پسرلی لا ګران کړ. ورته کېناستم، بيخي يې له ځانه سره يوړم. ډېرو ځايونو کې به له پوښتنو سره مخ کېدم، له ډاکټر درمل مې اورېدلي و چې د پسرلي صاحب شاعري ځينې کوډونه لري، چې د هر چا سر نه پرې خلاصيږي، رښتيا هم داسې وه.
دويم کتاب يې ارواښاد عمردراز مروت ته ورکړی و، چې دا مې په تاسو پېرزو دی. مروت ډېر خوشال و، ځان سره یې مروتو ته وړی و، يوه مياشت کم و زيات يې ښه مطالعه کړی و، بېرته چې پېښور ته راغلی و، د اسد دانش صاحب په دېره کې ناست و، له چا يې پوښتنه کړې وه چې ډاکټر درمل مې پکار دی، لنډه دا چې درمل يې پېدا کړی و، پټ يې کتاب ورسپارلی و، پخپل مروته لهجه کې يې ورته ويلي و چې ډېره مننه امانت دې واخله، زه خو د دې کتاب په شاعرۍ هيڅ پوی نه شوم.
ممکن اوس هم د ډېرو لپاره د پسرلي صاحب شاعري همداسې ګونګه او پېچلې وي؛ مګر که څوک د پسرلي صاحب له ژوند سره بلد وي، کتابونه يې لوستي وي او څه نا څه يې له مجلسونو برخمن شوی وي؛ ممکن د شاعرۍ په کوډونو يې سر خلاص شي.
موږ بختور يو چې د دې لوی شاعر د زمانې خلک يو او تر ډېره يې په مجلسونو کې ناست يو، د افغان ادبي بهير غوندې يو فکري ښوونځی يې راته پرانيستی دی، موږ بختور يو چې پسرلی صاحب پښتون او افغان شاعر و، خو که نهيلي يو وجه يې دا ده چې که پسرلی صاحب د اردو يا دري ژبو شاعر وای، بيا به تر دې ډېر لوی شاعر و، بيا به يې عظمت ته ټول ګوته په غاښ وو. بيا به يې ټول کتابونه چاپ وو، ناچاپ اثار به يې نه وو او په چاپو اثارو به يې شننې او څېړنې کېدلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.