دفوټبال دنقل انتقالاتو په ډګر کې تودې اوازې

533

چلسي د ناکامې هڅې وروسته یوځل بیا د بنفیکا کلب دارجنټایني ځوان ستوري انزو فرناندز د رانیول لپاره هڅه پیل کړېده، چلسي، د یاد لوبغاړي د رانیولو لپاره د ۱۲۰ میلیونه یورو په ارزښت نوی پېشنهاد اماده کړی دئ.

ـــ د پرتګال مخکنی روزونکی فرناندو سانتوس به د پولنډ هیواد روزونکی وټاکل سي، شخصي موافقه ترسره سوېده، قرارداد به یې څلور کلن وي.

ـــ د بورسیا دورتموند ځوان ستوری جوډ بلینګام د دورتموند کلب سره د قرارداد د نوي کولو څخه ډډه کړېده، شاید په راروان دوبي کي د یاد کلب څخه جلاسي، ریال ماډریډ، لیورپول او منچسټرسیټي کلبونه یې جدي غوښتونکي دي.

ـــ ارسنال غواړي د یوونټوس امریکایي لوبغاړي مک کني سره قرارداد لاسلیک کي یوونټوس د هغه بیه ۳۰ میلیونه یورو ټاکلې ده.

ـــ لیورپول غواړي، د یوونټوس ځوان ستوري فډریکو کیه زا د خپل کلب د مسلمان لوبغاړي محمد صلاح دځایناستي په توګه قرارداد ورسره لاسلیک کي.

ـــ اولیویه ژیرو، به ډېر ژر د میلان سره قرارداد تمدید کي.

ـــ ناپولي او اټالانټا کلبونه د انګلستان د پریمرلیګ د ولورهمپټون کلب د لوبغاړي اداما ټرائوره، سره د قرارداد د لاسلیکولو پر سره یو دبل سره رقابت کوي، د هغه د قرارداد وخت ددې فصل په پای کي ختمیږي.

ـــ که چلسي ته مناسب وړاندیز وسي حکیم زیاش خرڅوي.

ـــ ټاټنهام او روم کلبونه د برایان ګېل او زانیولو د تبالې لپاره مذاکرات پیل کړي دي، شاید ددې فصل په پای کي زانیولو ټاټنهام ته او برایان ګېل و روم ته ولاړ سي، د روم روزونکي مورینیو د زانیولو د تګ سره جدي مخالم دئ.

ـــ اورټون کلب، فرانګ لمپارډ، له دندي ایسته کړ، د لمپارډ ځایناستی د برنلي کلب مخکنی روزونکی شان دایچ یادیږي شاید خبر یې ژر رسمي اعلان سي.

ـــ جرارډ رومرو، بارسلونا ته نژدې خبریال دئ، دده د خبر په اساس چي ویلي دي ( میسي نه غواړي د پاریس جرمن سره قرارداد تمدید کي، ده ویلي دي چي میسي هلته د هوادارانو د ناسم چلند، امباپې سره د اخلافاتو او د نړۍ وال جام د ګټلو په خاطر دده لپاره د ښه راغلاست د مراسیمو د نیولو مخالفت کول هغه څه دي چی هغه یې تګ ته مجبور کړی دئ.)

ـــ میسي په دې وروستیو د عربي کلبونو څخه لوی، لوی وړاندیزونه ترلاسه کړي مګر ده رد کړل، ځکه چي هغه غواړي په لوړه سطحه فوټبال ته دوام ورکي، که چیري رشتیا هم میسي د پاریس ژرمن څخه جلاکیږي نو بارسلونا یې د بیا ستنولو لپاره هر ډول جدي اقدام ته اماده ده.

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.