غني بابا يادوم ! غني ته د دوه روپیو رزاق مامون « غني خاین » وايي، بې پلاره بې موره عبدالله ورته « فراري » وايي، کرزی خان ورته « تښتيدلی» وايي، د سپاه پاسداران اسماعیل او عطا پوف ورته «فاشيست» وايي.
په نړيوال سټیج کې هم ډېر دښمنان لري. بايډن ورته «ډارن» وايي، مسکو ورته «دډالروغل» وايي، ټرامپ ورته «احمق» وايي، نور ډېر بی شعوره افغانان او افغانستانيان ورته « توهین » او « ښکنځلې » کوي.
شامحمود قريشي ورته د تيښتې پېغور ورکوي، ایراني چارواکو یې په تخریب او پرځولو کې برخه واخسته، خو اوس د غول په خوراک او پښېمانه دي.
خبره چرته وه، او ولې غني ته ټولو لاس يو کړ ؟ غني د لمړي ځل لپاره د سيمې د وصل ډکټورین وړاندی کړ.
غني وویل: « که مشهد، تهران،تاشکند، دوشنبه، کابل، کندهار ، لاهور او ډهلي سره وصل کړو، د سيمې څخه فقر ، بې وزلي او بې وزګاري کډه کوي، او په ځای يې د سيمې هېوادونه د نړۍ په تجارتي مرکز بدلېږي.
بیا به په سیمه کې نه ټروریزم وي، او نه به اسلام په خطر کې وي، نه به څوک په قتلونو خپل روزګار چلوي، بلکې تجارت به وي، ښيرازي به وي، تهران به له ډهلي سره وصل وي او ډهلي به له کابل سره. »
هغه مهال د کابل او ډهلي کلنی تجارت دري مليارډه ډالر وو.
غني غوښتل، چې دا تجارت دري سوه مليارډو ډالرو ته ورسېږي. د شیرشاه سوري سړک (جيټي روډ ) به وي، او انسانان به انساني ژوند وکړي.
کابل او ډهلي به سره ورور او خور شي، نه به پاکستان وږی وي او نه ایران، د سمرقند خوشبويي به په پيښور او ډهلي کې محسوسېږي.
د غني بابا دغې نقشې پلې کول ښاماران لکه چینایان، امریکایان، روسان، اروپايان او د دوبۍ او قطر شیخان راويښ کړل، او فیصله یې وکړه، چې غني يو خطرناک موجود دی، او د الجزیرې څخه نیولې تر بې بې سي ټولو لاس يو کړ ، او د غني د راپرځولو فیصله یی وکړه .
بل پلو د سيمې سیاسي شعور دومره ټيت وو، چې پاکستانیانو همدا اوس يو پوډري خپل صدراعظم وټاکه، ايرانيان همدا اوس د رئيسې په نوم يو شپږم پاس په لاس کنټروليږي، تاجکستان بېچاره د يو پفکې ببر په وسیله سمبالېږي.
نو ددغسی لوړ فکر انسان به د دومره وروسته پاتې هېوادونو په منځ کې خامخا رټل کېږي، شړل کېږي، او توهینيږی، ځکه دسیمې ولسونه لا د سړيتوب مرحلې ته ندې رسېدلې.
دوی ته د کابل جوړېدل، وصل کېدل، ابادېدل يواځې د پښتون افغان ولس آبادي ښکاري، او د افغان ولس آبادي ورته د خپل ځان تباهي ښکاري، او حقیقت دا دی چې دوی لا افغانان د سيمې د يو ځواکمن قوم په توګه نه مني.
په سترګو یې ګورو، چې د پټان په نوم فلم لا نه زغمل کېږي. له بل پلوه مذهبي تاوتريخوالی په سیمه کې خپل اوج ته رسیدلی ښايست او ښکلا ليدل ګناه بولي، او د ښکلو مخونو او رنګونو لیدل ورته فحاشي ښکاري، د خدای دین ورته په خطر کې ښکاري، او همداسې نور ډېر ليونتوبونه لري.
نو ځکه خو نن په اسلام برباد او تهران کې هم قحطي ده او هم ګراني ده. خدای دی تر دې لا هم ذلیله لري، چې د وخت سید جمال الدین ته یی د تښتېدلي پاچا لقب و
Comments are closed.