کره کتنه او زموږ په ټولنه کې د یې د نه شتون لاملونه

اوږۍ امانزۍ

432

تنقید یا کره کتنه په لغت کې محاکمه یا قضاوت کولو ته وایي او په اصطلاح کې هغه ځانګړې مرحلې ته ویل کېږي چې په ترڅ کې یې د یو اثر یا یو څیز ښیګڼې او نیمګړتیاوې رابرسېره کېږي . کره کتنه پراخه ساحه لري او یوازې ادبي اثارو ته ځانګړې شوې نه ده موږ کولای شو د ژوند په هره برخه باندې تنقیدي نظریات او کتنې ولرو او د اصلاح او سمون په موخه یې مسوولو کسانو ته ځیني سپارښتنې وکړو .
تنقید زموږ ذهن روښانه کوي.علمیت مو زیاتوي ، د علم د ترلاسه کولو تلوسه مو لا پیاوړې کوي ، د مفاهیمو ژورو ته مو ننباسي او د نویو معلوماتو، مفهومونو او موضوعاتو سره مو مخامخ کوي خو په هغه شرط چې کره کتنه د اصلاح او سمون لپاره وي، نه ، د یو چا د سپکولو ،توهینولو او کم ښودلو په موخه.
د نقادانو پېژندنه هم په مختلفو بڼو شوې خو د هغو په اړه میکالي وایي چې :
نقادان یا کره کتوونکي هغه پاچاهان دي چې لیکوالانو ته د هغو د لیکنیزو آثارو د کمیت او کیفیت په مطابق په خپل دربار کې ځانګړې درجې ټاکي او هغو ته د ناستې ځایونه ورکوي .
دا چې کره کتنه څه ده او د کومو پوهانو له خوا په مختلفو بڼو پېژندل شوې ؟ او یا کره کتوونکی څوک دي کومې ځانګړنې لري؟ څو ډوله ده؟ او اصول یې څه دي دا او دې ته ورته مسایل تاسې کولای شئ چې له نورو لیکنو او مقالو یې په تفصیل سره په ډېرې اسانۍ سره تر لاسه کړئ ځکه په دې اړه پراخې لیکنې شوي زه نه غواړم دلته یې په بیا بیا یادولو ستاسې سر په درد کړم زما موخه ددې لیکنې څخه داده چې په خپله ټولنه کې د کره کتنې د نشتوالي په یو څو عواملو وغږېږم.
کېدای شي په یوه ټولنه کې د کره کتنې د نشتون په عواملو ډېرو پوهانو ګڼې مقالې لیکلي وي حتی په ځینو ټولنو کې خو خپله د ټولنې پوه خلک د کره کتنې مخالفین دي لکه څنګه چې یو پوه په شعر او نظمي اثارو کې کره کتنه ښه نه ګڼي او خپل نظر په دې بڼه څرګندوي :
شعر د یو خوش الحانه مرغۍ په څیر ده چې په خپلو نغمو د خلکو د زړه حالات بیانوي او هر هغه څوک چې په شعر باندې کره کتنه کوي او په دې بڼه یې تر نیوکو لاندې راولي نو هغه داسې مثال لري لکه یو کس چې د مرغۍ غږ سره نه بلکې د هغې له غوښې سره مینه لري.
خو زما له آنده زموږ په ټولنه کې دریو عملده لاملونو له مخې په نشت حساب ده چې عبارت دي له:
۱ ـ د علاقې نه شتون
دا چې زموږ په ټولنه کې وګړي د کره کتنې سره علاقه نه ښیي زما په نظر دوه عمده لاملونه لري یو دا چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې کره کتنه د کره کتنې په موخه نه ده ترسره شوې او بل دا چې کره کتنه خلکو ته په داسې بڼه نه ده پېژندل شوې چې وګړي ورسره علاقه پیدا کړي برعکس داسې ترې زړه تورن شوي چې د کره کتنې له نوم سره یې بیخي حساسیت پیدا کړی دی .
۲- د کره کتنیزې د بنسټیزې پوهې نه شتون
کره کتنه ځان ته ځانګړې اصول او مقررات لري او هر هغه څوک چې دا دنده پر مخ وړي باید د کره کتنې سره په هره اړخیزه بڼه پېژندنه او بلدتیا ولري او په هرې لویې او وړې برخه یې تسلط او حاکمیت ولري .دا چې زموږ په ادب کې ددې برخې پېژندنه او شننه لا تراوسه هم تته پرته ده یو لامل یې دادی چې د کره کتنې بشپړه او کره پوهه له ډېرو کمو کسانو سره ده او د چا سره چې ده ، هغو هم په دې برخه کې کوم ګړندي ګامونه نه دي اخیستي او په کومه منظمه لاره یې ندي کارولي چې نن مو په زغرده ویلي وای چې په پښتو ادب کې د فلانکي پوه له اثارو څخه د کره کتنې منظمه لړۍ پیل شوه او تراوسه یې د کره کتنې د بشپړو اصولو سره سم، دغومره کتابونه نقد کړي دي او یا یې د پښتو اثارو د سمون منظمه لاره پرانیستې ده .
۳ ـ ډار او بې جرئتي
ځیني کسان که څه هم پوهېږي چې د فلانکي/فلانکۍ لیکوال اثر ډېرې ستونزې لري خو ددې لپاره یې نقدولی نه شي چې د کور وداني پر ځای خپل هغه نیک روابط چې د هغه لیکوال سره لري له لاسه ورکوي که کوم اثر ته واه واه وویل شي نو د هغه اثر لیکوال به دی تر ټولو نږدې ملګری وي خو که چېرې دې ورته یو څو نیمګړتیاوې وښودلې نو بیا دې یې دښمني خپله کړه نو د همدې له امله کره کتوونکی خصوصاً هغه وخت چې د لیکوال سره په یوکاری چاپېریال او یا یو تحصیلي ارګان کې اوسېږي د نوموړي/نوموړې د اثارو د کره کولو څخه ډار لري او په کلکه ترې ډډه کوي .
که چېرې سمه سروې وشي نو به کال کې حد اقل پنځه سوه یا لږ و ډېر کتابونه د مختلفو خپرندویو ټولنو لخوا د هېوا په بېلابېلو برخو کې د چاپ په ګاڼه پسولل کېږي خو په پنځو کتابونو کې هم نوي او د کار وړ مواد نشئ پیدا کولای .ښه مې یادېږی دوه کاله مخکې مو د سمینارونو په توګه د خوشال پېژندنې یوه لړۍ پیل کړې وه په دې سمینارونو کې مو باید د خوشال په اړه لیکل شوي کتابونه معرفي کړي وای څو کتابتونونو نه ته لاړم د نوموړي په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي و خو د محتوا له اړخه پکې یو پراګراف نوي معلومات نه پیدا کېدل .او کتابونو ته په المارۍ کې هیڅ ځای نه و . یا به مو کله چئ څېړنه کوله نو اړ و ډېر موخذونه وکارو ،موخذونه خو به ډېر و خو نوي معلومات مو ترې ترلاسه کولای نه شول نو اړ و چې د نویو معلوماتو ژباړلو ته مخه کړو . نپوهیږم زه ددې پوښتنې ځواب له چا نه وپوښتم چې ولې د افغانستان په سطحه موږ د کره کتنې یوه ځانګړې څانګه نه لرو؟څوک به ځان مسوول احساس کړي او ددې ځواب به ووایي ځکه دلته یوازې د کتابونو چاپ ته ډیره زمینه مساعده ده خو کره کولو او سمولو لپاره یې هیڅ منظمه پروسه نه لرو .څه فکر کوئ که چېرې مو کتابونه لومړی کره کېدلی او وروسته له هغه ، چاپېدلی نو نن به مو په پښتو ادب کې د چاپ شوي کاغذونو په نوم کوم څه لرل ؟
که د تکراري مساییلو د چاپ اجازه نه ورکول کېدلی ایا لیکوالانو به دا هڅه نه کوله چې خپل ادب ته نوي څه ورکړي؟
ولې به په بې کیفیتو اثارو کتابتونونه ډک و ؟
ډاډه یاست چی کال کی مو سلګونه کتابونه چاپېږي دا چاپېدل واقعاً د ژبې په پرمختګ او یا د نویو معلوماتو په رامنځته کولو کې ونډه لري؟
ددې اثارو کمیت،کیفیت، ښه والی، بد والی، اغېزمنوالی او نا اغېزمنوالی څنګه معلوموئ او د څه شي له مخې قضاوت کوئ؟
خبرې خو ډېرې دي خو په لنډه به یې ووایم چې کره کتنه د ژبې د پرمختګ او د یوې ټولنې په ذهني او فکري بیدارۍ کې ستر رول لري او نه شتون یې بیا په ژبه د ژبې د بربادۍ په معنا ده .

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.