سالم او ښایسته وېښتان

1,213

د سالم او ښایسته وېښتانو په اړه ځينې مهمې لارښوونې:

د سر وېښته زموږ د بدن د ښکلا مهمه برخه ده. خو موږ زیاتره وخت په خبرۍ یا ناخبرۍ کې ځينې داسې تېروتنې کوو چې وېښتو ته پرې زیان رسېږي. په دې لیکنه کې موږ تاسو ته ځينې لارښوونې کوو چې څه باید وکړئ او څه باید ونه کړئ؛ تر څو وېښته مو سالم او ښکلي پاتې شي. لومړی په ځينو بدو عادتونو یا تېروتنو باندې غږېږو چې زیاتره کسان یې ترسره کوي.

١_ له کیمیاوي موادو زیاته استفاده کول: زموږ په ټولنه کې زیاتره کسان شامپو، صابون، تېل او داسې نور د خوشبو له مخې اخلي. لومړی یې بوی کوي، که بوی یې خوند ورکړ، اخلي یې، کني نه. موږ هېڅکله د یوې شامپو، یا تېلو ترکیبات نه ګورو چې په دې کې څه څه شامل دي. هغه شامپوګانې چې تېزه خوشبو لري، یا نور کیمیاوي مواد پکې ډېر کار شوي وي، له کارونې څخه یې ډډه وکړئ. ښه خو دا ده چې وېښتو باندې ډېر کیمیاوي مواد ونه وهو، لکه جیل، واکس، ځلا، تف، خوشبوداره تېل او داسې نور. که وهئ یي هم؛ نو باید شپې تر ویده کېدو مخکې یې پرېمینځئ.

٢_ وېښته نه غوړول: دویمه تېروتنه چې نن سبا یې زیات وګړي کوي، هغه وچ سر ګرځېدل دي. وېښته غوړول ډېرې ګټې لري؛ خو باید چې په سمه توګه یې غوړ کړئ، یانې د غوړولو چل یې درته زده وي. که غوړ وېښتان لرئ؛ نو کولای شئ چې په اونۍ کې یو ځل مو وېښته غوړ کړئ. که وچ وېښته مو وي؛ نو اونۍ کې دوې-درې ځلې هرومرو وېښته غوړ کړئ. غوړو وېښتو والا دې تر لمبا یو ساعت مخکې وېښته غوړ کړي، بیا دې ومینځي او وچو یا سپېرو وېښتو والا دې شپې غوړ کړي او سهار دې ومینځي. بله مهمه خبره دا ده چې کوم تېل باید وکاروئ؟ که مصنوعي، خوشبو دار تېل کاروئ، دا د ګټې پر ځای زیان در رسوي. تل هڅه کوئ چې طبعی تېلو باندې سر غوړ کړئ، لکه د شړشم تېل، کوپرې، زیتون، بادام او داسې نور.

٣_ لانده (لامده) وېښتان: کله چې وېښته لانده وي، د ماتېدو امکان یې زیات وي. تر لمبا وروسته، پر لاندو وېښتانو ږمنځ مه وهئ. لومړی مو وېښته وچ کړئ او د وچولو پر مهال هم ځان پاک په سر کلک کلک مه سلوئ. مازې لمس یې کړئ او کرار کرار یې وچ کړئ. ځینې د شپې له لندو وېښتانو سره ویده کېږي، داسې بېخي مه کوئ، ځکه چې وېښته مو ماتېږي.

٤_ ډېره ګرمي: زیاته تودوخه د وېښتانو لپاره زیانمنه ده. هغه که مصنوعي تودوخه وي، که طبیعي. هره ورځ مو وېښته د ډرای په ماشین مه وچوئ او مه یې هره ورځ اوتو کوئ. په اوړي کې زیات وخت لوڅ سر لمر ته ګرځېدل هم زیانمن دی. دغه راز په ډېرو ګرمو اوبو مو سر مه مینځئ.

٥_ اندېښنه: څومره چې ژور خپګان او اندېښنه لرئ، هومره مو د وېښتانو د تویېدو امکان زیاتېږي. ډېره ستړیا، دمه نه کول، هر څه ته بېړه کول مو پر وېښتو هم اغېز ښندي. ورزش وکړئ، ملګرو سره چکر ته لاړشئ، خوښ او خوشحاله ژوند وکړئ او له اندېښنو ځان لیرې وساتئ.

که غواړئ چې وېښتان مو روغ پاتې شي، دغه راز خپلو خوړو ته مو هم پام وکړئ. غوړ خواړه او الکولي مشروباتو څخه ځانونه وژغورئ. خوراک او څښاک مو پر وېښتو هم اغېز کوي. زموږ وېښته له پروټينو جوړېږو، نو ښه ده چې ورځنیو خوړو کې مو پروټينو ته هم پام وکړئ. وچې میوې، سلاد، نخود، لوبیا وغیره وکاروئ.
بله دا چې هره ورځ مو شامپو باندې وېښته مه مینځئ. اونۍ کې دوه ځلې شامپو وکاروئ. همدارنګه هر وخت مو پر وېښتو لاس مه وهئ. د ځينو کسانو عادت شوی وي چې هر وخت په ویښتانو کې لاس وهي، اخوا دیخوا یې اړوي یا پورته یې کشوي، له دې سره په ویښتانو فشار راځي او همداراز زموږ لاسونه تل پاک نه وي او له بې شمېره میکروبونو ډک وي، کله چې وېښتو باندې لاس وهو، وېښته هم ناولي کوو.

که غواړئ روغ او ښایسته ویښتان ولرئ نو باید چې پورتنۍ ټولې خبرې په پام کې و نیسئ!
ستاسو د روغ صحت په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.