منفي احساسات څۀ کوي؟

عبدالجلال امرخیل

531

احساسات د مقناطیس بڼه لري داسې چې خندا، خندا؛ غوصه غوصه او خپګان خپګان را پاروي.
کۀ تاسو پۀ یو چا غوصه شئ نو هغوی هم باید درباندې غوصه شي خو دا د اروایي ستونزې نښه هم ده هغوی چې د غوصې پر وړاندې بې پروا وي لۀ اروایي اړخه روغ دي او خپله د ځان ملاتړ کوي. کۀ لۀ مقابلوي غوصې وروسته زړۀ کې کرکه ساتو نو دا هم زموږ وخت ضایع کوي او انرژي مو بې ځایه لګیږي.
منفي احساسات لکه غوصه، خپګان، درد، بېزاري او کرکه تر ډېره منفي لاملونه لري. کۀ همغه لاملونه پۀ ذهن کې حل شي، خالي شي، کار پرې وشي او عادي شي منفي احساسات خپله لۀ منځه ځي.
د بېلګې پۀ توګه نن موږ یوه تېروتنه کړې رئیس مو چې د شکرې ناروغي هم لري پر موږ سخت غوصه کیږي ناسمې کلیمي کاروي، بد رد وایي او آن موږ پۀ ګوښه کولو ګواښي. موږ ټوله ورځ ذهن کې همدا خبرې تېروو او پۀ دې سره کرکې، خپګان او غوصې ته غذا ورکوو او پۀ دې سره خپله احساسات پۀ ژوره توګه منفي کوو او خپله انرژي بې ځایه لګوو، کله چې انرژي تمامه شوه نو نو هره خپره بده راباندې لګیږي دننه غوصه بهر راوځي او لۀ نورو سره پر لفظي او فیزیکي شخړو بدلیږي او کۀ پر همدې مهال لۀ اړوند کس سره مخ کېږو ښایي هغۀ ته مشکل جوړ کړو او یا حمله پرې وکړو.
کۀ همدا مسله پۀ نظر کې ونیسو او اوږدمهاله نظر پرې واچوو نو پۀ اوږد مهال کې یادې نښې نورې هم ژوریږي او پۀ لاشعوري عادتونو اوړي یعني هماغه کرکې چې دننه پاتې دي او هره ورځ زموږ پۀ څېره او چلند منفي اغېر کوي ورو ورو د همدې کرکو او انتقامونو لۀ امله مدیریت شوی چلند پۀ عادت اوړي او بیا موږ نۀ پوهېږو چې زموږ منفي چلند د څۀ لۀ امله دي.
کۀ غوصه، خپګان او نور منفي احساسات دې حالت ورسیږي بیا یې نو لۀ منځه وړل ارواپوه (روانشناس) ته اړتیا پیدا کوي چې ډېری کسان بیا درملو ته مخه کوي چې هېڅ سمه لاره نده هغه عقدې، کرکې او منفي احساسات خالي کېدو او عادي کېدو سره یاد مسایل لۀ منځه ځي او دا پرته لۀ ارواپوهنې ناشونې ده.
څۀ باید وشي:
۱- د غوصې پر وړاندې غوصه د ناروغۍ نښه ده نو د غوصې پر وړاندې باید عادي اوسو او فکر وکړو چې مقابل لوری مو ناروغه دی او موږ روغ یو.
۲- د غوصه کوونکو کسانو پر وړاندې نرمښت غوصه سړوي او د همدې چلند تکرار یې یوارینۍ درملنه ده.
۳- عقدې، خپګانونه، کرکې، کینې او انتقامونه باید پۀ بښلو سره حل کړو یاني لۀ هغو خلکو چې خپه یو، کرکه ورڅخه لرو، کینه ورسره لرو او غواړو بدل ورڅخه واخلو بایذد همدا نن یې وبښو ځکه دا احساسونه لۀ یوې خوا زموږ انرژي ضایع کوي او لۀ بل لوري د غوصې، بد خلقې او تند چلند سرچینه ده.
۴- ضد، غوصه پاروونکې کړنې، کنایې باید همدا نن پرېږدو ځکه پۀ ټولنه کې د غوصې ډیوې بلې ساتي.
۵- د منفي عادتونو بدلولو لپاره باید مهالوېش جوړ کړو او هره ورځ یوه منفي چاره پرېږدو.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.