د اروایي روغتیا نړۍواله ورځ

عبدالجلال امرخیل

232

شعار: اروایي روغتیا نړۍ وال بشري حق دی.
د اکتوبر لسمه د اروایي روغتیا نړۍ واله ورځ ده دا ورځ هر کال پۀ نړۍ واله کچه لمانځل کیږي ددې ورځې د لمانځلو موخه اروایي روغتیا ته د خلکو ډېر پام اړول دي. تر څو پوه شي چې ډېری ناروغۍ فکري او اروایي بڼه لري چې پۀ درملو سره د درملنې وړ ندي.
ډېری ستونزې پۀ مشاوره او اروایي درملنې سره حل کیږي د بېلګې پۀ توګه غوصه هېڅ درمل نشي سړولای تر څو یې چې لامل پیدا او حل نکړو!
ډېری ستونزې زموږ لۀ ماشومتوب سره اړیکه لري د ماشومتوب غوښتنې، عقدې، ګواښونې، رټنې او سپکونې زموږ د چلند برخه ګرځي چې کۀ پرې پوه شو ویې ارزوو او حل یې کړو ژوند کې مو لوی بدلونونه راتللای شی.
اروایي ګډوډۍ لرونکي کسان ځان، نړۍ او خلک تیارۀ او منفي ویني چې کۀ یې دا منفي او تیارۀ نظر رڼا کړو ناروغي د ختمېدو لور ته ځي او کس ورو ورو رغیږي.
دا هر څۀ د اروایي مشاورې لۀ لارې شوني دي او مشاوره کولای شي د لویو ستونزو لۀ راپیدا کېدو نه مخنیوی وکړي او همدارنګه لویې ناروغۍ حل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.