محبس او قفس – اتمه برخه

عبدالقیوم

361

 محبس او قفس

اتمه برخه

سلطان محمود غزنوي

د ۸ ۹۹ څخه تر۱۰۳۰م

سلطان محمود غزنوي دیوويشت کلو او په بل عبارت د او ویشتو کلونو په عمروو چي د پلار پر ميرا ث کښينستۍ د نیشاپور څخه يې د پاچهی اعلان وکړی. د نوموړی ورورا سمعیل په بلخ کي د پاچهې آ وا ز جگ کړه ژر دوه وروڼه  سره په جنگ سوه د قدرت پر سرجگړه ده، ځانوته د پاچهې په لاس راوړل يې هدف وو،  نه د اسلام مینه او نه د هیواد سره د میني مسئله نه وه، خو ولسونه  ددوی تر منځ په جگړو کي غرق سول. په زرهاوو کورنۍ په غم اخته سوي څوا سمعیل نیول کیږي، د سلطان محمود په آمر وژل کېږي او دی سلطان محمود پاچا کیږي. په نه حفګان سره پښتنه ستاسو مخته ږدم؟ ایا کوم قهرمان پېژنۍ چي قتلونه دي یې نه وي کړي؟

په ۳۷۶ هجري، شمسي کي پاچا سوو، خپل ورور او د هغه طرفداران يې ووژل . ۳۸۱ هجري، شمسي کي يې توس، غرجستان او سیستان ونیول. ۳۹۰ هجري، شمسي کي یې غور په ۳۹۶ه، ش کي یې خورزم، په ۴۰۲ کي يې سومنات ونیوئ او په ۴۰۳ هجري، شمسي کي تر جیحون ورتیر سو و لنډه يې دا چي هرڅه يې په جنگ پیدا کول . طبي خبره ده چي په جنگ کي خپل او پردي وژل کیدل، مگرپا چا د انسانانو دوږلو څه پروالرل . دالا دوی وايې چي زموږد ښو پاچهانو څخه وو. ددري ژبي څلورسوه شاعران يې په دربار کي لرل بلې دري ژبي ته يې خدمت کړی دئ .

   د خپل ځان لپاره يې د بغداد خلیفه څخه د لقب غوښتنه وکړل، د بغداد خلیفه ورته د( ولی امیرالمومنین) لقب ومانه. خو سلطان محمود غزنوي د بغداد د خلیفه څخه یو الف په سل زره درهمه رانیوئ او د خپل لقب سره يې اضا فه کړ لقب يې داسي جوړ کړئ (والي امیرالمومنین ). د خپل ورور او خلگو حلالول د قدرت او چوکۍ د پاره. ولې د قرآن (م) احکامو درسول د خدای کړونو او تصمیم، د اصحابو کړو ته پاملرنه ونه سول . نو دا به ملوکیت وو که خلا فت ؟.

تا سي پورته ولوستل چي خلافت څه ته وائې او ملوکیت څه ته وائې. د۵۹۵کالو په عمر مړسوو. دده تر مرگ وروسته يې او لادونو هر یوه محمد او مسعود سره وخوړل مسعو د خپل ورور محمد بندي او ړوند کړئ. مسعو د سر پر سر (۲۷) پیمانې شراب چښل. د ناستي تخت يې میلونونه، میلنونه طلا ارزښت لاره. څلور زره د طِلا کمربند وال غلام بچه گان يې لرل. ټولي قیصي يي دلیکلو نه دي .

    په دې ډول علاوالدین جهان سوز، چنگیزخان او گورگاني تیمور چي موږ ته تاریخو نو په ظالمو او       وژونکو را پیژندلي دي، د هغو کړه نې به نو څه ډول وي؟غزنويا نو، سلجوقیانو،غوریانو، خوارزمشاها نو، مغولیانو، تیموریانو، شيبانیانو، ا شترخانیان، خزرنانیان، صفويانو، بابریانو په یوه خبره یو له دوی څخه دې په مخه نه درځي. یوه امپراطور، پاچا او امیرمو د ولس او هیواد سره مینه نه لرل .

خپل ولس پرگران نه وو، ولس يې د نوکراو مرئیې په حیث خوښ وونه دبشر،انسان، مسلمان او ورور په حیث. پرچا چي وطن او ولس گران وې، گران ته باید یو خدمت وکړی، ولس او وطن ته خدمت، جوړونه، د علم او پوهي رواجونه ده، چي دا کارخو دوی نه دي کړي. سقراط څه ښه وايې:”د افرادو سعادت د ټولنې په سعادت کي پروت او نغښتې دئ “. مگر موږ او تاسي وينو چه په هیواد کي مو ټولي پیښي داسي راغلي دي، چه زورواکو خپلو ځانونوته ژوند جوړکړي، ولس يې خوار، ترټلي او ټولنه يې خرابه کړې ده.

   پر دې خاوره چي موږيې اوس د افغانستان په نوم سره پیژنو ډېرو نورو اقوامو هم حکمرانی کړي دي، د وخت حکومتونه غوښتل چي په تاریخ کي ددې خبري ذکر وسي، خلگ خبرسي او يا دي د مکتبو شاگردان خبر کړي، چي راتلونکي منورین دي د خپل وطن په تاریخ سم پوه نه سي. ددې خاوری پر زیاته برخه په خاص ډول شمالي برخو باندي څه کم۲۰۰کاله ازبکوشاهانوهم حکومتونه کړي دي. لکه شيبانیان، اشترخانیان او خزرخانیان. وگورئ د منشي محمد یوسف شبرغاني تاریخ مقیم خاني کتاب. په دې هم باېدو پوهيږو چي ولی تیرو حکومتوغوښتل دابیان او دا دوه سوه کلن تاریخ د افغانانو پټ کړي وو. د نور جهانه خو دا خبره پټه نه وه. تاریخ پوهان باید دا خبره روښانه او عوامل يې بیان او عاملین يې په خپلو لیکنو کي وترټي.

بابریان: د ظهرالدین محمد لقب بابر وو. بابر د ميرزا عمر شيخ زوی وو، ميرزا عمرشيخ د تیموریانو د حکومت پرمحال د فرغانې حاکم وو، په اصل او نسب کي ترک وو . د مور لخوا د چنگیز په کورنۍ پوري تړلۍ وو. کله چي ازبکو ظهرالدین د ماورالنهر څخه وشاړه نودی د هندوکش د لاري کابل ته راغلی . چيري چي دده اکا الغ ميرزا حکو مت کاوه.

ظهرالدین بابر د اکا الغ تر مرگ وروسته پر تخت کښینستي. په دې وخت کي کندهار د ارغون په لاس کي وو. د ارغون او بابر تر مینځ جگړه وسوه کندهارد بابر لاسته ورغلی په ۱۵۰۷ م کي بابر بیرته کابل ته راغلی په کندهار کي يې خپل ورورناصر ميرزا، پريښود. ډېر ژر ازبک شيباني بیگ پر کندهار حمله وکړل او د ناصر ميرزا څخه يې کندهار ونيوی.

    په ۱۵۲۲م کي بیا بابرکندهارنيسي. هغه قوم چي د وی يې د ارغو په نوم راپیژني هغه د کندهاره شړي. پدې ډول په هندوستان کي لویه امپراتوري جوړوي. په ۱۵۳۰ م کي د ۴۸ کالو په عمربابر مري هلته په اگره کي يې ښخوي، خو لس کاله وروسته يې خاوري سوي هډونه کابل ته راوړي.

   زوی يې همایون چي د دیرلسو – ۱۳ – کالو وو پاچا کیږي. همایون په – ۱۶۰۵م مري د هغه زوی اکبر وو اکبر پاچا کیږي. کله چي صفويانو کندهار د جلال اکبر څخه ونيوئ نوئې د پو پلزو د قوم دابدالي پښېي مشر چي د صفویانو سره يې مرسته کړې وه. د شاه عباس صفوي لخوا استخدام سو د کندهار او هرات ترمنځ د سړک د حفاظت چاري يې ورته وسپارلې.

سلجوقیان، غوریان، خوارزم شاهان، چنگیز، تیمورگوگانې،، سوریان، یپتلیان، کوهشانیان، صفویان او نور ټول ډېري پیچلي کيسې لري چي یوه يې د ولس په خیر قدم نه دئ پورته کړئ. څنگه يې قدرت او حاکميت لا سوته ورغلی یا غصب کړیدئ؟ د قدرت او حاکميت پروخت يې د ولس په گټه او ضرر څه کړي دي ؟. په جنگ، وژنو، قتلونو دسیسو د قدرت لاسته راوړل او د خوراملت زورونه بل څه پکښي نسته .

دغه چي ومي لیکلې او يايې لیکم دا ټولي غټې او مهمي خبري وي. داچي افغان یم د خبروحق ځانته خپله ورکوم. نومي لږتماس ور سره ونيوئ، دا بیان همد لته پرېږدم. او غواړم د خپل طاقت او امکاناتو سره برابر د معاصر تاریخ څوپاڼی راواړه وم. “عادلانه قدرت د هغوخلگودرضایت څخه رازېږي چي حکومت باندي کیږي” وبه گورو.

 د اتمي برخي پای

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.