که پر خپل ځان باور ونه لرئ، نو نور خلک پر تاسوهیڅ باور نه شي کولای

795

پر ځان باور یو لوی هنر دی، هر هغه څوک چې پر ځان باور ولري، دوی کولای شي، د خپل ژوند د پرمختګ لپاره لوړ اهداف وټاکي.

تاسو کولای شی چې دغه هنر په ځان کې وروزئ او بالاخره ځانونه دغې ته اماده کړئ چې ځان، کورنۍ او ټولنې ته لوی کارونه وکړئ.

ډیری خلک چې په چارو کې ستونزې لري او آن نه شي کولای چې د ژوند ډیرې عادي چارې هم په ښه توګه سرته ورسوي، علت یې د وړتیا اوفرصت نه شتون خبره نه ده، بلکې د دوی پر ځان د باور نه لرلو غټه ستونزه ده، دا ومنئ چې که چېرې دوی پر ځان د باور قوي حس ولري نو دوی به هغه څه تر لاسه کړي چې کیدای شي دوی یې په اړه فکر هم ونه کړي.

څه ښه وایي؛ چې که چېرته تاسو پر ځپل ځان باور ونه لرئ، نو نور خلک پر تاسو هیڅ باور نه شي کولای، دا خپله ستاسو پر ځان د باور نتیجه ده چې ټول خلک پر تاسو د یوه باوري او قوي انسان باور کوي، ډیرخلک په عملي ډول په کارونو کې له لوړو ستونزو سره مخ کیږي؛ که چېرته دوی پر ځان کافي باور ولري نو دوی به ډیر ژر پرمختګ وکړي.

د یوه ښه کارکوونکي لپاره ضرور ده؛ چې د کافي معلوماتو د لرلو تر څنګ په ځان کافي باور ولري؛ یو عالم وایي چې ویره او شک د بریا او پرمختګ ترټول غټ دښمنان دي؛ هر کله چې موږ په کارونو کې ډار او وېره لرو نو حتما د ځان د بې باورۍ د ستونزې سره مخا مخ کیږو، پرځان باور د ټولو بریاوو او پرمختګونو اساس دی؛ عادي خلک یوازې هیلې او امیدونه ساتي خو پرځان باور لرونکي خلک بیا یوازې هیلې او امیدونه نه لري بلکې همدغو هیلو ته د رسیدو لپاره لوی اهداف ټاکي، په مسلسل ډول کار کوي او بالاخره ددې زمینه برابروي چې تر څو خپلو اهدافو ته ورسیږي.

پر ځان باور څه ته وايي؟

په نفس باور هغه احساس دی چې موږ یې د ځان په اړه لرو؛ کله چې مو احساس ښه وي، نو مورال مو لوړیږي، په کور او کار دواړو کې مو اړیکې هم ښې کیږي ؛ نړۍ راته ښکلي ښکاري او دلیل یې هم دادی چې زموږ د احساساتو او چلند تر منځ نېغه اړیکه موجوده ده.

پر ځان باور یو داسې عادت دی، چې که تاسې یې په لرلو تظاهر وکړئ، یعنې داسې وښیئ چې تاسو یې لرئ نو وده او پرمختګ کوي.

د ژوند په هر ډګر او هره چاره کې پر ځان باور شرط دی، ډیر خلک اوس هم ددې منفي احساس له کبله چې پرځان باور نه لري، سخت کړیږي او په روحي لحاظ د ژوند دکارونو څخه په اندیښنه او ډار کې دي، دوی له کارونو تېښته کوي او یوازې د نورو خلکو د کارونو د کولو څخه د یوه ننداره چي په حیث خوند اخلي.

دا چې څنګه کولای شو پر ځان باور پیدا کړو ډیره مهمه خبره ده خو دا بیا یوه ډیره اوږده موضوع ده چې باید بحث پرې وشي، خو په لڼډ ډول به دومره ووایو چې د ډار او شک لرې کول او په ډاډ او اطمینان هر کار ته ورتلل پر ځان د باور کولو حس پیاوړی کوي او تاسو ته قناعت درکوي چې هر کار کولای او پر مخ بېولای شئ.

مثبت فکر خپلول، ځان ته د ارزښت په سترګه کتل ، هڅه کول او کار کول او له ناکامۍ وېره نه کول، ناکامۍ ته نه تسلیمیدل او ځینې نور هغه څه دي چې تاسو ته ورو ورو پر ځان د باور کولو قدرت درکوي او بالاخره ستاسو روحیات او باطن روزي او ددې لپاره مو جوګه کوي چې په باوري توګه لا پرمختګ وکړئ.

 

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.