نتکۍ

حبیب الله رفیع

931

نتکۍ د پښتني پسول یوه ډېره باریکه او ښکلي برخه ده، نتکي په عمومي توګه د سرو زرو وي… یوه نرۍ ډنډه لري، جوړښت یې لکه لښتۍ غوندي دی خو ډېره باریکه او ملینه جوړه شوې وي، نتکۍ ته د پوزي د منځ دېوال سوری کوي او دا پکښې اچوي، نتکۍ د پښتنو پخوانۍ او لرغونی پسول دی او په پښتو ادب کې هم ډېره یاده شوې ده.
پښتون شاعر د نتکۍ ستاینه په څومره ښکلو الفاظو کې کوي.

ژړه نتکۍ، سور یې چار ګل دی.
پکښې پراته دي د سرو زرو ځنځیرونه.

مین چې د خپلي میني مخ ته ګوري، د نتکۍ ډنډر یې سترګي بریښوي، د خپلې ګرانې مینې مخ ته نه شي کتلای، نو ځکه ورته وایي:

مخ ته دې سم کتلای نه شم.
ستا د نتکۍ ډنډر مې سترګې بریښوینه.

کوم وخت چې مینه پخپل مین ناز خرڅوي او خپل زور ازمویي نو که دی هر څو غریب دی دا نتکۍ ترې غواړي او وایي:
ماته د زرو نتکۍ راوړه
که ته شړۍ په سر کوې څه دې کومه
هغه وخت چې مین له میني نه خوله اخلي، په شونډو یې له دې کبله چې نتکۍ ته زیان پیښ نه شي زور نه کوي او ددې لپاره چې خپله مینه د ځان منت باره کړي او دا ورته وښیي چې ستا د نتکۍ خیال ساتم، که نه نو زما د غاښو زور به دې لیدلی وای، ورته وایي’
که د نتکۍ خاطر دې نه وای
تابه زما د غاښو زور لیدلی ونه.

پښتنه مینه د خپل مین په مېړانه ډېره خوښېږي، حماسه، غیرت او د مین په غیرت ویاړ د پښتنو مېرمنو یوه طبیعي خاصه ده، نو له دې کبله پښتنه مینه وایي:

د نتکۍ لال به پرې خیرات کړم
کې مې آشنا په د ښمن مات کړل سنګرونه.

پښتنې مېرمني د پښتنو مېړنو په څنګ کې تل د غلیم په مقابل کې ودرېږي، خصوصًا چې جنګ کلي ته را لنډ شي، او د ماتې وېره پیدا شي، بیانو پښتني مېرمنې تر پښتنو زلمونه زیاته فداکاري او ټینګار کوي، نو ځکه وایي:
جنګ یې د کلي خوا له راووړ
نته یې ډال کړه په ګل کړه ګوذارونه.

هغه وخت چې د پښتون مین د خپلې میني د خولې اخیستلو له پاره بانه جوړوي نو د دې کار محرکه نتکۍ بولي:

ستا په نتکۍ کې ریبار ناست دی
هره شېبه مې ستا خولګی ته لمسوینه.
په دې بله لنډۍ کې تر کومه ځایه پښتنې حماسه موجوده ده:
زما نتکۍ د اټک پل دی
چې پرې تیریږي پښتانه کاږه برېتونه
څرنګه چې پښتنې میني ته نتکۍ ډېره ګرانه ده، نو دیار غمشریکي په دې توګه معلوموي:

د نتکۍ لال مې اوبو در وړ
په غم شریک لالیه نیسه ګودرونه.

******************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.