د مور او پلار ټولنیز او اروایي فشارونه

زهیر ځواک

1,094

د ماشومانو پر وړاندې د مور او پلار د نامناسب چلند بل لامل بېکارۍ، فقر، کلتوري کمزورتيا او د کور نشتوالى دى، چې له ماشومانو سره د مور او پلار سختو بدو کړنو او د فشار تاوتريخوالى او بدني تنبيه سبب کېږي. هغوى نه پوهېږي چې له ماشومانو سره څه ډول چلند وکړي. دا ډول مور او پلار په بېلابېلو سنونو کې له ماشومانو څخه له واقعيت نه لرې هيلې لري، د کورني څرنګوالي د بدلون بل لامل د مور او پلار بېلتون او د يوه يا دواړو مړينه چې د اولادونو د ودې په څرنګوالي کې سترې ستونزې رامنځته کوي. په هلکانو کې شونې ده چې ددغو ستونزو پايلې د ټولنې ضد کړنو لکه: له ښوونځي څخه تېښته، په نشه يي توکو روږدي کيدل او د نورو پر وړاندې د کړکېچونو کړنو سبب شي او په نجونو کې شونې ده، چې د فساد، سخته کينه، د بدو الفاظو کارول او زور زياتي لامل شي…
په هغو کورونو کې چې تل ستونزې لري، له بېلوالي وروسته هم دا ستونزې په بل ډول دوام پيدا کوي، ډېر زيان يې د اولادو په برخه وي.د مور او پلار ترمنځ چې هر څومره ستونزې زياتې وي، په همغه کچه لږ کولاى شي چې ښه مور او پلار پاتې شي; ځکه هغوى په جنګ تاوتريخوالي او د يو بل ته په نه پاملرنه کې ښکېل وي او هڅه کوي اولاد يو د بل مخې ته ودروي. دا ډول کورنۍ د هغو کورنيو پر وړاندې هوسا وي او حتا يو له مور او پلار څخه پکې شتون ونلري، شونې ده چې پر ماشومانو ډېر منفي اغېز وکړي پر دې بايد تأکيد وشي چې کورنۍ يو له هغو لاملونو څخه ده چې د ماشوم پر وده مستقيم اغېز کوي. د ماشومانو د دا ډول ستونزو حل او سالمه ښوونه او روزنه بايد بنسټيز ډول له ودې سره په مرسته د مور او پلار د معلوماتو د کچې په لوړولو په موخه ترسره شي.
څېړني ښيي چې نجونې له نهه څخه تر يولسو کالونو پورې ډېر تيز ذهن لري، په ماحول کې يې هر څه ته ډېر پام وي. که تاسو فکر وکړٸ په کوم ځاى کې چې نجونې اوسېږي خپل ځاى، کوټه، کور او حتا ځان ته ډېره پاملرنه کوي، خو هلکان بيا بر عکس وي هر څه بابېزه تېروي د هېڅ څه غم ورسره نه وي دغسې سر شاره ګرځي. د دواړو په په مديريت او کنټرول کې کورنۍ( مور او پلار) تر بل هر چا ډېر مسٸول دي، چې دوى وڅاري له بېکاره ملګرو، کړنو او عملونو څخه يې را وګرځوي، او په دې برخه کې توصيه ورته وکړي.کله چې د ځوانۍ مرحلې ته رسېږي( تر اتلس کلنۍ پورې) ښه وروزل شول، دلته بيا د دوى فکر او عقل نور هم وده کوي او پوختګۍ ته رسېږي، بيا په هر څه پوهېږي چې څه مې په ګټه او څه په زيان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.