د لاسونو لړزه يا رېږدېدل او لاملونه يې

662

زياتره کسان د پرېشانۍ پر مهال د لاسونو لړزه لري او ځينې کسان بيا پرته له پرېشانۍ، د لاسونو لړزیدل بېلابېل ډولونه او لاملونه لري چې په دې ليکنې کې به ټولو ته اشاره وکړم.

د لاسونو لړزیدل څه دي؟
د لاسونو لړزه او خوځښت په داسې حال کې چې د انسان په کنټرول کې نه وي په طبي اصطلاح يې د ناروغۍ نوم: (د لاسونو لړزه) بلل کېږي. د لاسونو يا د بدن نورو غړو لړزېدل يوه عصبي ناروغي يا اختلال دی، چې په متفاوته توګه د انسان پر ورځني چارو او روان ډېرې اغېزې لري.

د لاس د لړزې لامل؛

د لاسونو لړزه يا رېږدېدل، يوه عصبي ناروغي ده، ځينې هغه عصبي ناروغۍ چې د لاسونو د لړزېدلو لامل ګرځي په لاندې ډول دي:

• مولټېپل سکلورېزس: د MS سره ډیری خلک د لړزې ځینې حالتونه لري. دا لړزه اکثراً هغه وخت پیښېږي کله چې ناروغي د مرکزي عصبي سیسټم په لارو کې اغېزمن رول درلودلی وي.

• د مغز سکته: دا ناروغي په عصبي ټولګي کې تر ټولو خطرناکه ناروغي ده، د مغز سکته هغه وخت پیښېږي کله چې مغز ته د وینې جریان کې د وینې خنډ رامینځته شي. دا حالت عصبي لارو ته د تلپاتې زیان لامل کیږي او د بدن د غړو د لړزېدلو يو لامل کېږي.

• عصبي رنځ: دماغ ته جسمي زیان کولی شي د همغږۍ حرکت کې دخیل اعصابو ته زیان ورسوي. کله چې د نوموړي ناروغۍ ناورين حالت ضربه پر اعصابو اغیزه کوي نو سمدلاسه دا د لاسونو د لړزېدلو لامل کېږي.

د پارکېنسون ناروغي: د عصبي ناروغۍ په برخه کې د ۲۵ سلنه څخه زيات وګړي په دې ناروغۍ اخته دي، دا ناروغي په هغه وخت کې د لاسونو لړزیدلو لامل کېږي چې د انسان احساسات را وپارېږي، يا هم په ساده ژبه(پرېښانه او افسرده شي، په قهر شي، يوه پېښه وشي چې د خپګان لامل يې شي.)

ځينې درملونه (دوا) هم د داسې ناروغيو لامل کېږي؛ لکه: امفتامين، کافيېن، کورتیکوا

دا درمل، په ځانګړې توګه د افغانستان هېواد کې، کله چې ډاکټران د ناروغ په ناروغۍ پوه نشي نو ورکوي يې، د ناروغ حالت نور هم برعکس خراب کړي چې لا هم بېچاره په نورو ډاکټرانو ګرځي خو پايله يې نه پيدا کېږي څو چې يو سم طبي او روغتيايي ډاکټر ته مراجعه کوي.

روغتيا او حل لاره څه ده؟
که چېرته ستاسو په کورنۍ کې داسې کسان وي، يا هم خپله په دې ناروغۍ اخته ياست نو مهرباني وکړئ يو وړ روغتيايي ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.