سهار وختي پاڅیدونکي په دغو ۱۱ سببونو بریالي وي

ژباړه: نسیمه محمدي

617

د زیاتو څېړنو د پایلو پر بنسټ، سهار وختي پاڅېدل زیاتو بریالیتوبو ته د لاسرسي عامل ګڼل کېږي. د دې ادعا د ثبوت لپاره چې سهار وختي پاڅېدونکي د نورو په پرتله د ډېرو بریاوو څخه برخمن دي، ۱۱ لاملونه شتون لري.

۱: کېدای شي په طبیعي توګه د هغو خلکو له ډلې اوسئ چې سهار وخته له خوبه ويښېږي د څېړنو پایلو ته په پام ۱۰٪ وګړي په طبیعي ډول سهار وختي له خوبه ویښېږي. که تاسې هم د دې ډلې وګړو څخه یئ، سهار وختي پاڅېدل تاسې سره مرسته کوي تر څو د خپلو فعالیتونو تر سره کول زیات او له ډېرو بریالیتوبونو څخه برخمن شئ.

۲: تاسې به په یو ښه شرکت کې په دنده بوخت شئ د کسب او کار او سوداګرۍ په چارو کې زیاتره بریالي وګړي سهار وختي له خوبه ویښېږي. د بېلګې په ډول اېندرانويي د پېپسي شرکت رییس د سهار( ۴ بجې)، ټیم کوک د اپل شرکت رییس د سهار (۴:۳۰) او ریچارد برانسون د سهار ( ۵: ۴۵) له خوبه ویښېږي.

۳: د یوې ښې سهارنۍ خوړلو لپاره به بشپړ وخت ولرئ

د هاردوارد پوهنتون طبي څانګې د څېړنو پر بنسټ، هغه کسان چئ سهارنۍ نه خوري د زړه د ناروغۍ له ګواښ سره ډېر لاس او ګرېوان وي. که سهار وختي له خوبه ويښ شئ د سهار ناشتا خوړلو ته به کافي وخت ولرئ.

۴: د بشپړې روغتیا درلودل د آمریکا د ارواح پوهنې د انجمن په مقاله کې ویل شوي سهار وختي پاڅېدونکي وګړي د زیاتې جسمي او روحي روغتیا څخه برخمن دي.

۵: د زیاتو فعالیتونو تر سره کول سهار وختي ویښېدونکي وګړي هم د نورو په څېر له غرمې وروسته خپله انرژي له لاسه ورکوي، مګر خپل سهار په لوړ کچه د غبرګون په ښودلو پيلوي.

۶: د نورو په پرتله به فعال اوسئ د هاردوارد پوهنتون د څېړنو پر اساس، هغه وګړي چې سهار وختي له خوبه ويښېږي زیات چټک او فعال وي او په پایله کې ډېر فعالیت لرونکي وي او له همدې امله به د زیاتو بریالیتوبونو درلودونکي وي.

۷: په ډېر وزن به نه اخته کېږئ د درکسل پوهنتون د څېړنو پایلې وايي، هغه وګړي چې سهار وختي له خوبه ويښېږي، نسبت هغو ته چې د شپې په اوږدو کې ويښ وي، د بدن د تناسب د کم شاخص درلودونکي دي.

۸: د ورځې په اوږدو کې به ډېر وخت ولرئ

که هره ورځ یو ساعت وخته له خوب ويښ شئ، د کال په اوږدو کې به ۱۵ اضافي ورځې په اختیار کې ولرئ، چې کولای شئ له دې وخت څخه د ورزش، مدېتېش او سهارنۍ خوړل، د اخبار لوستل یا بل هر کار تر سره کول، چې خوښ مو وي ځانګړی کړئ.

۹: په فکري تمرکز کې د اختلال د رامنځته کېدو کموالی

څرنګه چې د شپې په نیمایي کې ټېلفوني اړيکې، متني پیغامونه او د وګړو کموالی د انسان په تمرکز کې د اختلال سبب ګرځي، سهار وخته پاڅېدل هم د دې ځانګړتیاوو درلودونکی دی او شخص کولای شي ټول وخت ځان لپاره ځانګړی کړي.

۱۰: تاسې به د ځمکې د طبیعي روند سره توافق ولرئ

زیاتره څاروي خپل بدن په بیولوژيکي ډول د لمر راختلو او د لمر پرېوتلو سره عیاروي. هغه خلک هم چې سهار وختي پاڅېږي د دې رېتم سره هماهنګ کېږي.

۱۱: خوښ او خوشحاله خلک به اوسئ

د ټورنټو پوهنتون د څېړنو د پایلو سره سم، هغه وګړي چې سهار وختي له خوبه ويښېږي د پاتې نورو په پرتله خوښ او خوشحاله وي.

د چا زړه نه غواړي چې خوښ او خوشحاله واوسي؟؟

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.