اروایي اختلال یا ناروغي څه ده

سایره علي خېل

677

هغه ناروغي یا ستونزې ته چې عصبي اړخ ولري، د عصبي نیورونونو او سلولونو نقش پکېې وي، رشدی عصبي ناروغي وایو او هغه موارد چې د اعصابو او نیورونونو ونډه ډیره مطرح نه وي او یاځینو وختونو کې هیڅ مطرح نه وي، خو د انسان په کړو وړو، ژوند چارو، فکر او ذهن کې بدلون رامنځته کوي، دې ستونزې ته اروایي اختلال یا ګډوډي ویل کېږي.

اروایی اختلال یا ګډوډی څنګه وپیژنو؟
کله چې موږ وویل چې اروایي ګډوډیو کې اعصاب او یا نیورونونه ونډه نلري، نو هغه څه چې موږ اروایي ناروغي یا اختلال یادوو، څنګه رامنځته کیږي او څنګه یې پیژندلای شو؟
د انسان په ذهن کې یو څه د پیژندګلوۍ، احساساتو او هیجانونو په نوم دي، کله چې په یادوشویو برخو کې ګډوډي رامنځته شي او یا یې سلامتي تر پوښتنې لاندي راځي او انسان په فکر کولو، پریکړو او ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ کیږي، دې حالت ته مختلېدل ویل کیږي.

پر دې مختلیدلو د ښه پوهیدلو لپاره کولای شو د یوې اروایي ناروغۍ یا اختلال یادونه وکړو، د بیلګې په ډول وسواس، دا یو ډول اروایي ګډوډي ده چې په دې حالت کې انسان یو عمل څو څوځله ترسره کوي مثلا په مسلسل ډول لاسونه مینځي، پدی باور چې لاس یې پاک شوي نه دي یا هم دروازه قلفوي، خو بیا یې هم زړه کې شک وي، چې ګواکې دروازه به خلاصه وي. دا هغه حالت دی چې د انسان په اعصابو او بدن کې کوم خاص توپیر نه دی رامنځته شوی، بلکې صرف د ده په ذهن کې یو مشکل رامنځته شوی. دا چې فکر کوي لاس یې په سمه توګه پاک نه دي او باید بیا بیا یي ومینځي، په دې سره پوهیدلای شو چې اروایي ناروغۍ کې د انسان په ذهن او فکر کې ستونزه او ګډوډی رامنځته کیږی او دا په خپلواک ډول یوه ناروغي ده چې بدني او عصبي لاملونه پکې ونډه نه لري.

د اروایي ګډوډیو مشهوره ډولونه وسواس، استرس، ژور خفګان او همداسې نور دي.
بل مهم مطلب په دې ګډوډیو کې د ساریتوب مسئله ده، دا چې آیا دا ناروغي له یو کس نه بل کس ته لیږدیدلای شي یا نه؟
هغه څه چې موږ یې په ورځني ژوند کې تجربه کوو یا وینو دا چې که موږ له داسې یو کس سره وخت تیر کړو چې وسواس ولري، کیدای شي موږ ته هم ځینې کارونه د عادت په ډول وګرځي یا هم که موږ له خفه انسانانو سره اووسو موږ ته به هم دا حالت پیدا شي.
خو ارواپوهان په دې باور دي چې اروایي ګډوي یا اختلالونه ساري نه دي، خو د خپرېدو امکان یې شته. د بیلګې په ډول که نن زموږ په کورنۍ کې یو کس په ژور خفګان اخته وي، کیدای شي کال ته دوه کسان پرې اخته شي، د دې لامل دا نه د چې دا ګډوډي ساري ده، بلکې پرمختګ کولای شي.

اروایي ګډوډي د انسان په ژوند کي څه زیانونه رامنځته کوی؟
اروایي ګډوډي د بلې هرې ګډوډۍ په څیر د انسان په ژوند کې بیلابیل بدلونونه رامنځته کولای شي، کوم چې د ورځني ژوند چارې له خنډ سره مخ کوي.
اروایي ناروغي انسان او د انسان اړیکې په شدید ډول متاثره کوي.
دا ګډوډي داسې یو حالت رامنځته کوي چې ناروغ نپوهیږي چې په اروایي ناروغۍ اخته دی، له همدې امله مرسته هم نه غواړی او ارواپوه ته ورتګ هم ورته د منلو نه وي.
اروایي ناروغي داسې یو حالت دی چې هر څوک یې د پیژندنې یا تشخیص وړتیا هم نه لري، یعنې د دې ګډوډیو د تشخیص لپاره له مسلکي لارو او ټیسټونو څخه کار اخیستل کیږي، کیدای شي موږ د یو چا له خبرو کولو یا چلند نه دا پریکړه وکړو چې نوموړي کس وسواس یا ژور خفګان لري، خو د دې لپاره چې سم تشخیص ترسره کړو باید له مسلکي لارو او تیستونو کار واخلو.
بله برخه چي کولای شو په اړه یې ووایو داده چې د دې ګډوډیو د پیژندلو لپاره تر ټولو معتبر اثر چې د هرې ګډوډۍ نښې، لاملونه او د درملنې لارې چارې وړاندې کوي، د د Dsmکتاب دی چې اوس یې پنځم ورژن یا ټوک راوتلی، چې ارواپوهان ورنه ګټه اخلي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.