عربي اماراتو تر دوو زرو ډېر افغانان توقيف کړي

300
9 ساعتونه مخکې

د بشري حقونو د څار ټولنې د متحدو عربي اماراتو پر چارواکو تور لګولی دی چې تر دوو زرو ډېر افغانان یې په خپل سري توګه توقيف کړي چې د مهاجرو په توګه د منل کيدو او يا په بل ځای کې د مېشتېدنې قانوني لاره نه لري.

د «هيومن راېتس واچ» يا بشري حقونو د څار ټولنې د چهار شنبې په ورځ په خپل دغه رپوټ کې زياته کړې ده چې د اماراتو «د بشر دوستانه مرستو په دغه کمپ» کې له ساتل شويو زرونو کسانو څخه یې ډېر شمير په ژور خفګان او نورو رواني ناروغيو اخته شوي او هیڅ ډول قانوني مشاورت ته لاس رسی نه لري.

دې ټولنې همدا راز زياته کړې ده چې د دوی ماشومانو ته هم د زده کړو هيڅ مناسب خدمات نه دي چمتو شوي.

د ياد سازمان رپوټ په ابوظبي کې د دغه کمپ په اړه وايي: «د ژوند شرايط په څرګند ډول خراب شوي دي چې د توقيف شويو په وينا کمپ له حده ډېر ډک دی، زېربناوې یې خرابي دي او د حشراتو له کبله ميکروبي ناروغۍ رامنځته شوي.»

په رپوټ کې ويل شوي دي چې د بشري حقونو د څار ټولنې په دې اړه د متحدو عربي اماراتو د کورنيو او بهرنيو چارو له وزارتونو سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغوی په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د رپوټ په حواله د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت دفتر چې د افغانانو د بيرته ځای پر ځای کولو مسئوليت لري، د يوه ليک له لارې یې د څار سازمان ته ويلي دي چې د متحده عربي اماراتو په کمپونو کې د ميشتو افغانانو په ګدون د ټولو مستحقو افغانانو بيرته ځای پر ځای کولو د امريکا هوډ «تل پاتې» دی.

اماراتي چارواکو تر دې د مخه ويلي ول چې متحده عربي اماراتو د هغو په زرونو افغان مهاجرو د موقتي کوربتوب وړاندیز کړی وو چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کیدو وروسته تخليه شوي ول.

زياته شوې چې عربي اماراتو ژمنه کړې وه چې تخيله شوي افغان په خوندي توګه په امنيت او ابرو سره ژوند وکړي او د ابوظبي چارواکي له امريکا سره په شريکه د هغوی د بيرته ځای پر ځای کولو هڅه کوي.

د تخلیې خصوصي ډلو او د اماراتو پوځ له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو پر وخت په څو پروازونو کې په زرونه افغانان انتقال کړي ول. يو شمير خصوصي ډلو د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هم په چارتر الوتکو کې د افغانانو انتقال ته دوام ورکړی وو.

له افغانستانه انتقال شوي دغه کسان د عربي اماراتو «د بشري مرستو په کمپ» او همدا راز د «تيساميم کارګرو کمپ» کې ژوند کوي. دا د استوګنې يوه ودانۍ ده چې د مهاجرو د اوسيدو په ځای بدله شوې ده. دلته له انتقال شويو افغانانو څخه یې ډېر امريکا متحده ايالاتو، کاناډا او نورو هېوادونو ته انتقال شوي دي.

د ۲۵۰۰ او ۲۷۰۰ ترمنځ افغانانو په نورو ځایونو کې د ځای پر ځای کيدو شرايط نه وو پوره کړي او له جنورۍ مياشتې راهېسې هلته پاته دي چې په دې رپوټ کې د «خپل سري توقيف» په توګه ياد شوی دی.

د بشري حقونو د څار ټولنې څیړونکې جوی شيه، په دې اړه وويل: «په زرونو افغان پناه غوښتونکي له پنځلسو مياشتو زياتې مودې راهېسې تر ناوړه شرايطو لاندې په داسې حال کې بنديان دي چې په خپلو قضيو کې د پرمختګ هيڅ هیله نه لري.»

۱۶ تنو افغانانو چې تېر کال یې له دې ټولنې سره مرکې کړې وې، ويلي ول چې دوی په آزاده توګه له دې ځایه د وتلو اجازه نه لري او روغتون او يا بازار ته د تلو پر وخت چې مخکې له مخکې بايد اجازه واخلي، ورسره امنيتي ساتونکی او يا مسئول کس مل وي او څاري یې.

په رپوټ کې ويل شوي چې اماراتي چارواکي د پناه غوښتونکو او کډوالو سره د چلن په اړه نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو لارښوونې نه دي عملي کړي او «خپل سري» پريکړې کوي.

متحدو عربي اماراتو د ملګرو ملتونو د مهاجرو کنواسيون نه دی لاسليک کړی.

د هيومن راېټس واچ يا بشري حقونو د څار ټولنې پر متحده عربي اماراتو غږ کړی دی چې افغانان دې ژر تر ژره آزاد کړي، هغوی ته دي د مهاجر د حيثيت او محافظت د ترلاسه کولو اړتياو ته د لاس رسي له پاره د «رڼې او انفرادي» پروسې اجازه ورکړي او د قضيې تر حل کیدو پورې دوی ته د خپلې خوښې په ځای کې د اوسيدو زمينه برابره کړي.

د څار ټولنې د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو پر وزارت غږ کړی دی چې د افغانانو د آزادولو له پاره خپل اغیز وکاروي او د پناه د ورکړې او يا په بشري اساس عريضو ته د لاس رسي پروسه چټکه کړي.

امریکا متحده ایالاتو تر اوسه تر ۸۸ زرو ډېر هغه افغانان چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په ترڅ کې او تر هغه وروسته تخليه شوي ول، بيرته ځای پر ځای کړي دي. خو په زرونه هغه افغانان چې د امريکا له حکومت سره یې کار کړی وو لا په افغانستان کې انتظار باسي څو یې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته غوښتنليکونه بررسي شي.

دویچه ویله

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.