محبس او قفس – یوولسمه برخه

عبدالقیوم

362

محبس او قفس – یوولسمه برخه

احمد خان ( احمد شاه) بیا احمد شاه بابا

الف:ــــــــــ

     یوازي د احمد شاه بابا د نوم یادونه او یا د دې لوی ملي شخصیت د تصوېرو نو پورته او کښته کونه کفایت نه کوي، بلکي  د بابا د پېدا يښت، کورنۍ، لویښت، یتموالۍ، بند او وروسته واک ته رسېدنه اوبیا د یوې لوی امپراطورۍ جوړونه، فتوحات، بریالیتو بونه د دې هري مرحلې یوه روښانه څېړنه( د حقایقولیکنه) پکار ده، دا زموږ د هیواد تاریځ پوهان چي په تاریخ کي دوکتوراوي لري دا دهغوی مشؤلیت دي  باید په شریکه  سره یوه جامع څېړنه وکړي، خپل ملت ته یې ورکړي. تر کومه ځایه چي ما  د احمد شابابا د ژوند، مبارزو، جګړو او لاسته را وړنو په باره کي چاپ کړه سوي لېکني او نشر ته سپارل سوي ولوستې، ماته قانع کوونکي نه وې. که پخوا درنو تاریخ پوهانو د افغانستان پر معاصر تاریخ له څېړلو او لیکنو څخه ډده کول اوس پکار ده د افغانستان معاصر تاریخ له ابهاماتو څخه را واېستل سي، په کره د لایلو ثابت یو تاریخ ولیکل سي. البته د داسي یوه تاریخ لیکنه د شخص کار نه دئ، بلکي د لیکلوالو یوه ګروپ باید په شریکه دا کار وکړي.

احمد شاه بابا په کال ۱۱۰۱هجري شمسي یا۱۷۲۲م کال کي په هرات کي زیږیدلئ دئ. په ۱۷۴۷م یا ۱۱۲۶ هجري کال کي پاچا سو ۲۶ کاله يې د سلطنت د وره وه د ۵۱ کالو ۱۷۷۳م یا۱۱۵۲ هجري کال وفات سو. دې خبري ته مو باید پام وي چي دغه د پیدایښت، پاچهۍ او مرگ تاریخونو یوازي کلونه معلوم دي، میاشتي او ورځي يې ما معلومي نسوای کړای. نوکله نا کله په تاریخونو کي هم نیټې یوکال تفاوت سره لري. دلته تر نورو خبرو مخته یوه خبره ضرورده. هغه دا چي احمد شاه بابا د نورعادي خلگو په نسبت یې متفاوت شخصیت لاره،  دا ځکه چي د احمد شاه کورنۍ د خان خانۍ سلسله، د صفويانو سره د ده د کورنۍ اوږدې کله خرابې او کله ښې اړیکي ، بل دده  شخصي اراده، کړني، دده لاسته راوړني، د وخت څخه مناسب گټه پورته کونه، بریالیتونه او د یوې لوی امپراتورې جوړنه دا ټول کارونه د هر شخص تروس پورته وه.

 احمد خان (وروسته شاه) یو خانزاده وو چي په اصطلاح نیکه ګان یې تر اووه پښته د قدرت او صلاحیت خاوندان او په ټولو نژدې او لېري قبایلو کي پېژندلي خلګ وو او پر قومونو یې امر او حکم چلېدی.دا چي د شېرسرخ په جرګه کي د قبیلو مشرانو یوه پنځه وېشت کلن ځوان ته د وطن او خلګو اداره ور وسپارل دا کومه تصادفي پېښه نه ده بلکي د احمد خان شخصیت او شرایط ده ته دا مساعدت په برخه کړی ووچي ولس باور په وکړي او مشران اختیار وروسپاري. د ده قوم سدوزی یو لږکی وو او خانانو ته یې تشویش نه پیدا کاوه یا ده د پارس څخه ډېري پيسې را وړي وې او په هغو یې جرګه وال رانیول یو څه قابل تأمل خبره ده  او که یې وهم منو، نو احمد خان د انتخاب په چانس کي دوهمه درجه عوامل ګڼل کېږي او اصلي عامل یې دده قومي خاني بنسټونه او اعتبارات وه چي په جرګه کي یې ده ته بریالیتوب ور په برخه کړ. ص ۱۶ اکا ډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب.

د احمد خان( وروسته شاه) نیکه دولت خان د خپل یوه زوی نظرمحمد خان سره یو ځای دوخت صفوي حاکم گرگین و وژل لکه څنګه چي تاسو پورته ولوستل، کله چي صفوي ګورګاني د احمد خان ( وروسته شاه) نیکه او کاکا ووژل، صفویانو د دولت خان بل زوی( زمانخان) یا د احمد شاه پلاریې ونه واژه بلکي په کرمان کي یې له ځاان  سره ګروګان وساتۍ، څه وخت چي  د هرات د ابدالیانو مشر(اسدالله خان) د میرویس خان  د زوی سره  د دلارام په جګړه کي  وژل کېږي نو صفویانو هغه په ګرو کي ساتلۍ زمانخان د احمدشاه پلار را وړي او د هرات مشر(رئيس) یې ټا کي. احمد خان چي د پلار تر مړیني  وروسته وزېږيدئ د مشر ورور ذالفقارخان چي د پلار تر مړني وروسته د هرات رئیس وو دهغه  پر لاس وروزل سو، استعداد پکښې وو چي د وخت په تیریدوسره له ده څخه لوی زبر ځواک داسي زبرځواک چي  انگرېز هم ځیني بیريده جوړسو.

دده په وجود کي د هغه وخت پراخه پښتونخوا د اوسني پاته کوچنی افغانستان پولي چي د هوتکيانو ترسقوط وروسته څوکاله دصفویانو ترقبضي لاندي او د منځه وړل سوي وې، احمد شاه داځل دې خاوري ته حدود معلوم او پراخه کړه په جهانيانو يې هیواد او ځان وپېژندئ .

   دا لویه خبره ده چي احمد خان ځان د قومي مشرانو په مرسته د احمد شاه مقام او دده تر مرگ وروسته خلگو د بابا مقام ته لوړکړ. احمد شاه ابدالي چي د سد وزو د سلطنت د بانی په نوم يې ظفرکاکا خیل په خپل تاریخ “پښتانه د تاریخ په رڼا کي “. داسي راپیژني: “د ملک زمانخان زوی او د هغه ملک سدوپه او لاده کي وو چي هغه ته د شاه عباس اعظم ایرانی دلوري نه دهرات او کندهار د سړک د یوې حصې د حفاظت ذمه واری ورته سپارل سوي وه.

مگر د احمد شاه بابا د نصب شجره بیا سيال مومند داسي لیکي: د زمانخان زوی، د دولتخان لمسئ، د سرمست خان کړوسئ، د شیرخان کوسئ او د خواجه خضر خان کودئ. خواجه خضرخان د ملک سدو زوی ښئي. په هرصورت احمد شاه بابا د افغانستان په شاهانو کي او نسبت خپلي او لادې د امیرکبیرڅخه تر رهبر کبیر پوري يې جوړه نه ده لېدل سوي .

احمد شاه بابا یو نوميالۍ،غښتلۍ پاچا او امپراطورتیرسوی دئ. ډېرجنگونه يې کړي دي، تر  ټولو بریالئ راو تۍ دئ . دغه لاندي یې د جګړو او حملو شمېره او کلونه وه.

اول: په ۱۷۴۸م کال یعني یو کال وروسته تر جرګې، له کندهاره حرکت وکړه غزنی، کابل، پېښور د اباسند تر غاړو یې دا مځکي په خپلو حدودو کي شاملي کړې.

دوهم:  ۱۷۴۹م احمد شاه هرات ته ولاړ د اشرف الوزرا شاولیخان تر مشرۍ لاندي یې یو لښکر شمالي ولایاتو ته واستاوه، شمالي ولایات بیله جنګه د احمدشاه مرکز ته تابع سول. خپله احمد شاه او میر افغان تر مشهده ولاړه هلته یې ټول بغاوتونه و ټکول  د احمد شاه په امر یې هلته شاهرخ میرزا یې پاچا کړه.

درې یم: ۱۷۵۰م کال کي یوځل بیاپه  خراسان کي  بغاوتونه را پیل سول، شاهرخ  یې لېري میرعلم ځان پاچا کړه. داځل هم احمدشاه د خپلو لښکرو سره نیشاپورته ورغلۍ میر علم یې مات او بیا یې شاهرخ هلته پاچا کړ.

څلرم:   ۱۷۵۰ او ۵۱ م کي کله چي د پنجاب صوبداري میرمنو و احمد شاه ته د مالې له لږدولو انکار وکړه.بیا احمد شاه د خپلو لښکرو سره ورباندي حمله وکړه، میرمنو شکت وخوړ، مالیه یې ټوله کړه، کشمیر، پنجاب او ملتان یې هم ونیول.

پنځم: ۱۷۵۲ـ ۱۷۵۷- ۱۷۵۹ م  کله چي میرمنو صوبداره مړه سول  احمدشاه دهغې وړ زوی محمد امین یې صوبدار وټکی. چي په دغو کلونو کي ډېر ځله سرکښۍ کېدلي….

 شپږم:  ۱۷۵۸م .کال کي په پنجاب کي د افغاني حکمرانانو فشار سکان را ټول او غازي الدین جسان راجپوتان پر ډهلي راوستل، سردارجان خاناو د احمد شاه زوی تیموشاه چي په پنجاب کي وظیفه داران وو تر خطر لاندي سول.په داخل کي یو شمېر نور مشکلات پېښ سول…… یو د نصېر خان بلوڅ بغاوت وو……..ته

 اووم:  د ۱۷۶۰ او ۱۷۶۱م احمد شاه پر هند ورروان سو او تر ډهلي پوري یې په مخکي ټول بغاوتونه وټکول.بلا اخیره د پاني پت پر میدان د درو لکو(۳) لکو مرهټه لښکرو سره مخامخ سو.د احمد شاه سره (۶۰) زره تنه ملګري وو. مرهټان یې مات کړه، (۲۲) زره اسېران، (۵۰۰) پنځه سوه پیلان، (۵۰) زره آسان، (۲) لکه غواوي څوزره اوښان ولجه یا غنیمت پلاس را وړل…..

اتم : ۱۷۶۹م کال کي یوځل بیا د خراسان وضعه خرابه سوو، احمدشاه سره ددې چي ناروغه وو، ورغلی یاغیان یې وټکول او بیا یې هغه پخوانی شاهرخ خان پاچا کړه، سره دي چي شاهرخ د رقیبانو له خوا ړوند

پوهاند غلام جیلاني (عارض) لیکي :  د احمد شاه بابا په سلطنت کي دغه ځایونه : ۱- کندهار، ۲- هرات، ۳- کابل، ۴- مزار شریف، ۵ – د خراسان ولایت، ۶- بدخشان، ۷ – کشمېر، ۸ – فراه، ۹ – میمنه، ۱۰-بلوچستان، ۱۱- لغمان، ۱۲ -پېښور،۱۳- غزنی، ۱۴- د دېره اسماعیل خان سېمه، ۱۵- د دېره غازي خان سېمه، ۱۶- د ښکارپور سېمه،۱۷- د سیوۍ سېمه، ۱۸- د سېندسېمه، ۱۹- د چچ هزاره شېمه،۲۰- د(لیه) سېمه، ۲۱- د ملتان سېمه، ۲۲- د سرهند سېمه. د کندهار او پښتونخوا تر ادارې لاندي وه.

 احمد شاه بابا تر دې بریالیتوبونو وروسته غوښتل د عثماني (امپراطوري)خلافت له د ربار سره ښه اړیکي ولري، د خلیفه سلطان مصطفی خان په نوم یې یو اوږد لیک واستا وو.ویل کېږي چي لیک اوس د استنبول د آرشیف په همایون (۳) نمره کي شامل دی. داسي هم ویل کېږي چي دا لیک (۱۵۰) مخه دئ. ولي د بابا دغه لیک او په هغه کي غوښتني، ولي زموږ لیکوالو دغه لیک او د بابا غوښتني  نه دي خپرې کړي؟ په لیک کي څه غوښتل سوي وه ایا عثماني خلیفه د احمد شاه بابا لیک او غوښتونو ته  کوم جواب لیکلۍ  دئ که یا؟………..

بلې احمد شاه  داسي نوې اداره او نوی نظام جوړ کړ، الفـ:ــــ:مهم مقام دیوان اعلی ( مالیه) چي مشرته یې (دېوان بېګی) ویل. ب: ـ د(هرکاره) یا اطلاعاتو اداره چي مشرته یې هرکارباشي ویل کېده، ت:ــــ (دیوان انشأ)  چي مشري یې محمودالحسیني یا ددربار منشي وو. د:ـــ قاضي القضات اداره وه. ج: ــــ کلانتر هم یوه  مهمه اداره وو. په نظامي برخه کي لویه اداره (غلامخانه) یا د پاچا د ساتني کارډ وو. د توپ ساتلو ټولګی ته یې (توپچي باشي) ویل، بله اداره د نسقچي په نامه چي مشرته یې (نسقچي باشي) ویل کېده.بل شاهنچي باشي دېر لوړ مقام لاره، همدار نګه (جبهه خانه) یا قورخانه چي مشر یې (قورخانه باشي وو، وروستی یې یو تن قاضي لاره.

 احمد شاه د خپل واک ساتلو په مقصد ډېر پېران همایه کولو چي مشهور یې دادي: الف:ــ میا عمر دپېښور دڅوکنو پېر. ب:ـ شاولي الله دهلوي. د:ــــ میا فقیر الله جلا ابادی. د غو پېرانو ډېر لوی لوی  لنګرونه لرل د هر یو لنګر د ورځي مصاریف په سلګونو پسونه او سلګونه غوایې وه چي دا مصارف ټول د احمدشاه لخوا ورته تهیه کېده.

 خدای بخښلۍ اکاډمیسن محمد ابراهیم عطائي زیاتوي: “څرنګه چي له یوې خوا په کلتوري او سیاسي صحنه کي یوه نوې امپراطوري را زېږېدلې وه  او دهغې دودي او پراختیا له پاره نوی اجتماعي  مؤسیسات باید ایجاد شوي وای، خو څرنګه چي په ټولنه کي د فرهنګ مؤسیسه کمزورې  او د سیاسي جریاناتو سره هم آنګه نه وه، نو امپراطوري یوازي د نظامي قدرت پرستنو تکیه پاته شوه، هغه مهال چي نظامي قوتونه له سیکه ولوېده نو ټولنېز او سیاسي بنسټونه چي د فرهنګ پر اصلي خښتونه وو تکیه نو په لوېدو او رژېدو یې پیل وکړ.”

خدای بخښلی محمد نادر ایوبي کندهاری د پاچهانو څه کول؟ کتاب په ۴۷۴ص کي داسي لیکلي” احمدشاه بابا د خپل لوی هیواد د خپلواکۍ د ساتني او ادارې لپاره ډېر زیار وایست، مګر د ملت لپاره یې د پنځه ویشتو کلو سلطنت په دوران کي د مدرسو او ښوونځیو د تاسیسولو لپاره اقدامات ونه کړه، چي په نتیجه کي د ملت لویه فیصدي تر اوسه نسل پر نسل بېسواده پاته سوه اوبل دا چي احمد شاه بابا خپل درېیم زوی (تیمور) په وصیت سره ولیعهد وټاکی او په دې توګه یې په کورنۍ کي پاچهي مېراثي سوه.” د ښاغلي محمدنادر ایوبي صاحب انتقاد ځای لري، چي واي” احمدشابابا باید د خپل ولس دپاره ښوونځی او مدرسې جوړي کړي وای، دا ځکه د د نادر افشار امپراطوري او د دهندوستان خاوره لېدلې وه.

پر احمد شاه بابا به لیکل سوي وي،  لکه  د احمد شاه د دربار منشي محمودالحسیني چي په دوه جلده کي ” تاریخ احمدشاهي” دپېر سباک ” تواریخ حافظ رحمت خاني”  او نور….. مگر زما په فکر لیکني ګونګي دي  باید نور روښانه  پر ولیکل سي. یو څه چي ما هم و نه سوای کولای پیداکړم هغه دا چي د خپل مشر، بابا د کورنۍ سم، درست، روښانه معلومات وه مثلاً: د یولسمي برخي الف پای………

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.