په آلمان کې د یوه افغان مهاجر د برياليتوب راز

587
21 ساعتونه مخکې

یو افغان ځوان چي په آلمان کي يې خپل ځان ته مستقل کاروبار جوړ کړی، وايي د کار د مهارتونو زده کړه او منظم پلان د کار په بازار کي د بریالیتوب کیلي ده. هغه د یوڅو نورو ځوانانو له پاره هم د کار زمینه چمتو کړې ده.

دوه کاله کيږي چي رامین عزیز د آلمان په ګلدبخ ښار کي یو ریسټورانټ لري چي ترکی ډونر کباب پلوري. رامین او همکاران يې له سهاره تر ماښام ناوخته پوري په ډونر پلورنځي کي کار کوي.

رامین ۳۴ کلن دی، هغه په افغانستان کي انګلیسي ژبه لوستې وه، هیڅ فکر يې نه کاوه، چي یوه ورځ به په خارج کي ډونر خرڅوي، خو نوموړی برخلیک دلته راوست او اوس له خپل کار څخه خوښ بریښي.

د کډوالۍ پرېکړه

رامن په افغانستان کي د انګلیسي ژبي ښوونکی و، وروسته هغه د کورنیو چارو وزارت په ملکي برخه کي د ژباړن په حیث کار کاوه. کوم وخت چي رامین له افغانستان څخه کډوال کیدی ۲۴ کلن و او په افغانستان کي يې خپل راتلونکی نه لیدی، د رامین په خبره: «زموږ په هیواد افغانستان کي، چي هرڅومره خواري او زحمت وکاږې څوک دي کار ته په درنه سترګه نه ګوري.»

نوموړي په ۲۰۱۳م کال کي پرېکړه وکړه، چي خپل ټاټوبی پرېږدي، د ده موخه آلمان و. رامین له ډېرو ستونزو ګاللو وروسته د ۲۰۱۳م کال په وروستیو کي آلمان ته راغلی او د پنا اخیستلو غوښتنلیک يې ورکړ.

دغه کډوال ځوان په آلمان کي ډېري ستونزي ګاللي دي، که څه هم ده په انګلیسي ښې خبري کولای سوای، خو باید آلماني ژبه يې زده کړې وای، د الماني ژبي زده کړه المان ته د نویو راغلیو کډوالو له پاره په ټولنه کي د ادغام له پاره د بریالیتوب یو رمز دی.

پلان جوړونه، د بریالیتوب کیلي

رامین وايي، که چیري څوک په آلمان کي بریالیتوب پلټي، «باید د خپل ژوند د هري ثانیې، هر ساعت او هري ورځي له پاره یو منظم پلان او برنامه ولري.» رامین د دې له پاره، چي په آلمان کي باوري اسناد ولري، په ۲۰۱۵م کال يې د هوټل دارۍ په مسلکي رشته کي زده کړه پیل کړه، نوموړي د دې دورې د پای ته رسولو سره سم دوه کاله په یو رسټورانټ کي کار وکړ.

په دې وروستۍ لسیزه کي یو زیات شمیرو افغان ځوانان د بېکارۍ او ناامنۍ له امله هیواد پرېښولو ته اړ سوي دي. دغه افغان ځوان وايي، مسلکي زده کړه د دغو ځوانانو له پاره د کار په بازار کي ډېره مهمه ده: «دلته، چي هر کار وغواړي زمینه يې چمتو ده، نو هرځوان ته ښايي، چي خپل ځان په یوه رشته یا کار کي مسلکي کړې.»

المان/ یو افغان ځوان په خپل شخصي رسټورانټ کي د ډونر، چي یو ډول ترکي خواړه دي د چمتو کولو پرمهال
المان/ یو افغان ځوان په خپل شخصي رسټورانټ کي د ډونر، چي یو ډول ترکي خواړه دي د چمتو کولو پرمهالانځور: Parwaneh Alizadah/DW

نوموړي د ۲۰۲۰م کال په وروستیو کي پرېکړه وکړه، چي خپل ځان ته یو شخصي کار جوړ کړي، نو یو ډونر پلورنځی يې پرانیست. دغه کار چندان اسان نه و، خو ده په زغم سره وکولای سوای، چي په خپل دغه نوی کار کي بریالی سي.

رامین وايي: «خپل شخصي کار لکه کوچنی، ډېره خواري غواړي، نو که چیري ډېر کار او زحمت ورته وکاږې بریالیتوب مو په برخه کیږي.»

نوموړی اوس په رسټورانټ کي یو څو کار کوونکي لري او غواړی خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي. رامین ډېر مشتریان لري. د ده ځیني مشتریان همیشني دي او ځیني نور يې بیا هغه کسان دي، چي د ده له دوکان سره پر سړک تیریږي.

رامین وايي د ډونر په پخولو کي له افغاني داروګانو «مصالحه جاتو» څخه کار اخلي، چي ډونر ته یو ځانګړی خوند ورکوي.

دغه افغان ځوان، چي اوس له خپلي مېرمني او دوو زامنو سره ژوند کوي، په دې اند دی، چي باید له ستونزو سره مبارزه او په عین حال کي د ځان له پاره یو منظم پلان او برنامه هم اړینه ده: «که بریالیتوب غواړې، زحمت به ګالې.»

ژباړه : محمدابراهیم سپېڅلی – دویچه ویله

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.