نوی زیږیدلی ماشوم او زیړی

1,861

 زیړی د ماشوم د زيږيدنې وروسته د ماشوم په وينه کې د طبيعي کيمياوي موادو د زياتوالي له امله رامينځته کيږي او د ماشوم په پوستکی ، سترګو او وریو باندی زیړتیا نښی نښانی لیدل کيږي .

 په ساده الفاظو : ډیری ماشومان ډېر زیړ نه وی یعنی زیړی کم وی . هغوی په خپله خپل وخت سره ښه کیږی . یعنی ډیر زیان نه وینی او ماشومان یوازې ښه پاملرنې ته اړتیا لري ، مګر ډېری ماشومان چې زیړی ډیر لیدل کېږی بیا سمې درملنې ته اړتیا لري .

 که چرته ستاسو ماشوم دا لاندی نښې ولري نو د ورځې یا شپې په جریان کې تاسو باید خپل ماشوم د زیږون څانګې ته ورسوی . هغوی پرته له کومې ستونزې باید د ماشوم درملنه وکړي . ځینې ماشومان ممکن د وینې ټیسټ ته اړتیا ولري او SBR ورته هم کېږی او شاید د راډونو لاندی هم واچول شی .

1 – په رنګ کې تغیر لکه ډیر زیړ یا بنجانی رنګه .
2 – ساه اخستلو کی ستونزه یا ګړندی ساه اخیستل .
3 – جټکه راتلل او لاسونو او پښو ته منظم حرکت نه ورکول .

نوټ : مهربانی وکړئ خپل ماشوم مُستقیم لمر ته مه وړئ . خپل ماشوم په منظم ډول تغذیه کړئ.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.