د اضطراب لپاره د لارو چارو موندنه

لیکوال: مصطفی ملکیان  - ژباړه: صلاح الدين حمید 

652
ژوند داسې نه دی جوړ شوی چې تاسې وکولای شئ خپلو ټولو غوښتنو ته ورسیږئ، له همدې امله پرته له غوراوي بله چاره نه لرئ.
پخوانيو فیلسوفانو ویل د طبيعت عالم د خواری عالم ده. که وغواړئ یو څه ته ورسیږئ باید له یو څو څیزونو تیر شئ. دا بحث له ارسطو څخه پيلېږي. په ژوند کې ټولو غوښتنو ته د رسېدو لپاره باید بیه پري کړئ او بیه يې دا ده چې له څو نورو څیزونو بايد تیر شئ ترڅو نوموړي موخې ته ورسېږئ. څیزونه ټول له يو بل سره د جمع کیدو وړ نه دي.
عارفانو ویل ژوند په ریاضت پورې تړلی ده. رياضت یا sacrifice دا ده چې که غواړې کوم څه ته ورسیږي باید له ځینو شیانو تیر شي.
ټول نشي کولای يوځای لاس ته راوړي.
🔹زمونږ د اندیښنو یوه برخه د باطلو ګمانونو په خاطر ده چې فکر کوه کولای شو په ژوند کې هرڅه ولرو او نه پوهېږو چې که انسان کوم څه ته د موخې په توګه رسيدلي دي په دې خاطر ده چې څو شیان یې د موخې له اوسېدلو خلع کړي دي. کولای شئ يوې موخې ته ورسېږئ او په پایله کې یې څو نورو فرعي موخو ته هم ورسېږئ. باید د موخې او پايلې په منځ کې توپير وکړو. خلک په ژوند کې هغه وخت بریالي دي چې د خپلو موخو کچه په دوامداره توګه کموي. کیرکیګور ویل بریالی کس هغه څوک ده چې یوازې او یوازې یوه موخه په ژوند کې ولري.
هره موخه چې وی. نورې موخې کیدای شي هماغه موخې ته د رسېدو په پایله کې تر لاسه شي.
خو داسې نشي کیدای چې نورې موخې د اصلي موخې په څنګ کې اووسي.
🔹امکان لري د يوه چا موخه یوازی پوهه وی، ممکنه ده وروسته چې یو عالم ستر شخصيت شي له دې لارې بډاینې ته هم لاسرسي ومومي یا ټولنیز حیثیت پیدا کړي خو هغه فرعي پایلې وې. خو که چېرې له لومړۍ ورځې یې غوښتل چې هم علم هم ټولنيز حیثیت او هم شهرت خپل هدف وګرځوي، نه یې شو کولای څ ورته ورسېږي. هرڅومره چې د موخو کچه یا اندازه راټيټه کړو بریالی يو. که هغې موخې یا هغو موخو ته ورسیدو نورې پایلې هم ورباندې راټولېږي چې کولای شو هغه هم ولرو.
🔹خو مونږ یو توهم لرو چې کولای شو خپلو ټولو موخو ته ورسيږو. کیرکیګور یو کتاب لري د زړه خلوص یا د زړه صاف والی بشپړ. عنوان یې دا ده چې د زړه صاف والی یا د زړه خلوص يعنې په ټول ژوند کې یوازې یو څه غوښتل. په دې کتاب کې غواړي ثابته کړي چې د هستي اضطراب د هغو کسانو برخليک دی چې په ژوند له یو څه نه ډیر غواړي. که ونه غواړو دا خبره هم ومنو، دا چې زیاتي موخې ولرو او زمونږ اضطراب زیاتیږي په دې دلیل ده چې له خپل ځان څخه د هغه څه تمه لرو چې د لاسته راوړلو وړ نه دي.
🔹 انسان نشي کولای ټولو شیانو ته ورسیږي، بله چاره نه لري پرته له دې چې لاس په غوراوي پورې کړي. په خپل ارزښتناکه نظام کې ووینئ چې کوم څه نباید قرباني کړو او نور یې قرباني کړو. په ساده او د ارواپوهنې په ژبه مونږ یې په ژوند کې داسې نه یو جوړ شوي چې وکولای شو کوم څه ته اهمیت ور نه کړو، او داسې هم نه یو جوړ شوي چې وکولای شو هرڅه ته ارزښت وکړو.
🔹بله چاره نشته پرته له دې چې یو له دې دوو شيانو په ژوند کې راته مهم اوسي او نور پریږدو. ګمان وکړئ چې غواړم چې یو ښه ښوونکی اوسم او وغواړم ستاسې وخت ضايع نکړم غوره محتويات وړاندې کړم او له زده کوونکو سره په عادلانه توګه چلند وکړم نورو شیانو ته پاملرنه نه شم کولای.
که تل ټول کارونه یوځای سره ترسره کړم یا ټولو شیانو ته په یوه وخت کې اهمیت وکړم يعنې د معلمي انګیزه په ما کې قوي نه ده
که تل نشو کولای ټول کارونه سره يوځای ترسره کړو. نباید له خپل ځانه زیاته تمه ولرم.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.