لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۱۹۷

آصف بهاند

686

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلواوه نویمه برخه

زما دې هرڅه راتباه کړل

غاړه دې ماته شه ټوپکه څه دې کړمه

 

د بادچاهي تخت دې چپه شه

چې د وطن نجونې مکتب ته نه راځينه

 

ولي به نه ژاړم عالمه

له کابل جان د باروتو بوي را ځينه

د لنډیو د دې برخې لپاره دا لاندې لنډۍ برابرې شوې دی:

واورو ته مه وایه چې اوري

واورې به څه کړو اوبه نورو ته ورځینه

 

د یار مې خیال راباندې نه شته

خوشې مجنون له ځانه ولې جوړومه

 

‏پرون په ړنګو مېنو راغلم

د يار کرلي گلان وچ له تندې وونه

 

پر زړه مې زر زخمونه جوړ دي

سوال دې مرگي خدای ته کوم نې قبلوینه

 

چې اینې کې راښکاره شم

پوره خفه شم بیا ښېـرې درته کوومه

 

زما دې هرڅه راتباه کړل

غاړه دې ماته شه ټوپکه څه دې کړمه

 

که در یادېـږم سلام اخله

ته راسره یې هرپل ستا په نامه ږدمه

 

زړه مې له یاره نه صبرېـږي

که د تاویز پر ځای ملا په غاړه کړمه

 

زما همدا په وس پوره وه

د مخه ښې خندا د زړه له زوره وینه

 

پر زړه مې زر غمونه بار دي

د مخه ښې خندا مې روح ازاروینه

 

د بادچاهي تخت دې چپه شه

چې د وطن نجونې مکتب ته نه راځينه

 

بیگا په کور کي ټول راټول وو

مورې ته نه وې ما دې وکړل ارمانونه

 

ولي به نه ژاړم عالمه

له کابل جان د باروتو بوي را ځينه

 

پکار دې نه وم درنه ولاړم

اوس گټه نه کړي که سل زر وکړې عذرونه

 

ځواني د عمر پاچاهي ده
دا نور وختونه پکې نه حسابومه

 

ټوپک به خرڅ قلم به واخلم

د امن درس به زه نړۍ ته ورکومه

 

لالیه ښاد شې خود مختار شې

د قام سردار شې چې بیرغ درپسې وړمه

 

ته به بیا راشې که رانشې

زه به دې ټول عمر په تمه ناسته یمه

 

جانانه لږ ــ لږ رانه هیر وې

کوم ځوانیمرګ شپېلۍ وهي غرقه یې کړمه

 

ما به خندل، نه مې منله

یار په رښتیا له کلي کډې باروینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.