رسنۍ یعنې څه؟

عبدالرحمن اتل

1,204

«نن ورځ هر انسان یوه رسنۍ دی.»، «رسنۍ دروغ وايي.»، «رسنۍ باید خپلواکې وي.»، «رسنۍ باید کنترول شي.»، «شااوخوا ټول هغه څېزونه چې موږ د نورو هېوادونو په اړه پوهېږو، د رسنیو تر اغېز لاندې دي.»، «کله چې ټولنیزې رسنۍ رامنځته شوې، نور دولتونه نه شي کولی،له سنتي رسنیو سره خبرونه په هر هغه بڼه چې غواړي روایت کړي.»، «موږ هڅه کړو چې خپله رسنۍ کې خبرونه په بې‌پرې ډول تر تاسو رسوو.»، «بې‌پرې رسنۍ شتون نه لري».
هره ورځ سلګونه ورته جملې زموږ تر غوږونو رسېږي او تر سترګو کېږي. په سایټونو، ټولنیزو شبکو، راډیو او ټلویزیون کې تل شنونکي، د رسنیو رول، ارزښت او مخینې په اړه خبرې کړي. یوه ډله دا پدیده ستایي او بله ډله تل هڅه کړي، تر څو خلکو ته ور په یاد کړي، چې د رسنیو قرباني نه شي.
دې مقاله کې به د رسنیو د کلیمې په اړه خبرې کړو. د رسنیو له تعریف یې پیلوو او د رسنیو او د هغې د کارونې تر ډولونو رسېږو. دا مقاله تحلیلي جنبه نه لري او تر ډېره د رسنیو اړوند اصطلاحاتو او پېژندنې ته ځانګړې شوې ده.

د رسنۍ کلیمه یعنې څه؟
د رسنۍ کلیمه په پښتو او دری/فارسي ژبو کې تقریباً نوې شمېرل کېږي. څنګه چې یې له نوم څخه ښکاري، د رسنۍ ماموریت رسونه ده: د خبرو رسونه، خلکو ته د یو کس یا یوې ډلې د لیدلورو او پیغامونو رسونه او … له همدې امله د رسنیو اصلي کړنې د اړیکو رامنځته کول بولي.
دې ته په پام سره، په پراخې مانا سره کولی شو په «دود سره نښه ورکول»، «د ګاونډي ښیښه په ډبره ویشتل»، « له ماهواره‌اي شبکو څخه تر ګټې اخیستنې» او «په ټولنیزو شبکو کې شتون» کولی له رسنیو څخه د ګټې اخیستنې مصداق وبولو. خو په طبیعي ډول کله چې ورځنیو خبرو کې له رسنیو خبرې کړو، یوه ځانګړې او محدوده مانا زموږ په ذهن کې ده، چې په دوام کې به خبرې ورباندې وکړو.

د رسنۍ تعریف څه دی؟
که د دې برخې د لوستلو حوصله نه لرئ او غواړئ له تعریف تېر شئ، اجازه راکړئ ټول بحث په یوه کلیمه کې خلاصه کړو:
«رسنۍ یعنې هر څه»
اوس چې مو د بحث خلاصه وویله، د رسنۍ پېژندنه د څو تنو نظرخاوندانو د لید لوري له مخې څېړو.

د دن لاګی له لیدلوري د رسنۍ تعریف
په ۲۰۰۷م کال کې د «رسنیو لیدلوري کې کلیدي موضوعات» تر نوم لاندې خپاره شوي کتاب لیکوال دن لاګی ته اړتیا وه چې د «رسنیو نظریه» تعریف کړي. په هر حال دا اصطلاح د کتاب پر پوښ راغلې وه. نوموړي باید د دوه کلیمو «رسنۍ» او «نظریې» په اړه توضیح ورکړې وی.
اجازه راکړئ داسې یو نوملړ ته فکر وکړو: تلوېزیون، فلم، راډيو، ورځپاڼه، اېنټرنټ او ورته نور… خو د نوملړونو دا ډول، د رسنیو ګډو ځانګړنو په توګه کوم ځانګړی څه نه‌ښکاروي.
ښايي مناسبه وي، چې رسنۍ د ټولو هغه تکنالوژۍ وګڼو، چې پیغامونه خپلو مخاطبینو ته د یوې سیمې، هېواد او یا نړۍ په کچه ورسوي.

مارسل دانسي او د رسنۍ تعریف

حتی د مارسل دانسي په څېر کسان چې د کلیمو له کارونې سره ډېر حساس دي او تل هڅه کړي د هر څه لپاره کلیمې په ساده‌ګۍ سره ونه کارول شي او مانا یې ورکه نه شي، د رسنیو برخه کې نه دي توانېدلي، چې خپل قوانین رعایت کړي. نوموړی د رسنۍ په تعریف کې وایي: «هر هغه تګ‌لاره، وسیله او توکي چې د اړیکې لپار وکارول شي، رسنۍ ده.»
د مایکل نیومن کتاب کې د رسنۍ تعریف
مایکل نیومن یو کتاب لري، چې د «د رسنۍ د څېړنو توکي» تر نوم لاندې په ۲۰۲۲ کال کې خپور شوی دی.
که فکر کړئ چې د رسنیو په اړه د نیومن تعریف د رسنیو په اړه له پخوانیو تعریفونو په پرتله واضح شوی، سخت تېروتلي یاست. د (دن لاګي) لومړي تعریف او مایکل نیومن د تعریف ترمنځ پینځلس کاله فاصله ده. خو په پایله کې نیومن هم همغې پایلې ته رسېدلی دی، چې نور له هغې وړاندې رسېدلي دي.
د نوموړي د کتاب په سریزه کې لولو:
له هغې ځایه چې کالونه کالونه، هر هغه څه چې د کلتور او ټکنالوژۍ نوي شکلونه څرګند شوي، د رسنۍ کلیمې تر چتر لاندې راغلي، د رسنۍ کلیمه د ماناګانو پراخ طیف تر پوښښ لاندې راولي.
سل کاله وړاندې یې د رسنۍ لپاره له Press کلیمې ګته اخیسته. ځکه رسنۍ تر ډېره چاپي وي او د پرس کلیمې د چاپخونې دستګاه ته اشاره درلوده.
د پرس کلمه چې اوس هم د یو شمېر پخوانیو خبري آژانسونو په پای کې کارول کېږي، لکه Associated Press چې په ۱۹مه پېړۍ کې جوړ شوی، له همغې ریښې اخیستل شوې ده. البته دا څرګنده نه ده، چې ولې په یو شمېر هېوادونو کې، د هغه رسنیو سره، چې په ۲۱مه پېړۍ کې جوړې شوې ډي، د Press کلیمه ذکر کېږي، حال دا چې یادې رسنۍ له چاپخونو سره هېڅ اړیکه نه لري.
جالبه دا ده، چې پښتو او فارسی/ دری کېد مطبوعاتو کلیمه هم د عربي ژبې «طبع» کلیمې له ريښې ده، چې د پرس د دستګاه په مانا ده.
نیومن زیاتوي:
له ۱۹۴۰م کالونو چې څه زموږ سره پاتې دي، هغه دا چې کتابونه، نندارتونونه، فلمونه، داستانونه، سندرې، ویدیوګانې او لوبې ټول یوه ډله کې راتلل او هغه «رسنۍ» وه.
په قطعي ډول د دې ټولو ترمنځ خورا ډېر توپيرونه او ناورته‌والي شتون لري. خو موږ بیا هم دوی له یوې ډلې ګڼو.
نن د یوویشتمې پېړۍ د پیل په کالونو کې، ورته وخت کې چې خبریالي او ژورنالېزم د رسنیز کار تر چتر لانډې حسابېږي، خو رسنۍ په پورې نه محدودېږي او ډېری څیزونه حتی د مبایل اپلکېشنونه په ځان کې رانغاړي.
د رسنۍ کلیمه نن ټولو کانالونو او پلټفورمونو ته چې «محتوا» موږ ته راکوي، او هغه شرکتونه چې هغه اداره کوي او یا هغه محتوا ته لاسرسی چې په موږ پلوري، اشاره کوي.
ځينې وخت داسې برېښي چې هر څه رسنۍ دي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.