د کیفي څيړنو طبعیت

عزت‌الله ادیب

369

که د کیفي څيړنو په اړه لا ډيره مطالعه وشي، ښه وپيژندل شي، او له هدف یې په سمه توګه ځان خبر کړو، نو ویلی شو چې د کیفي څېړنو ځانګړنه دا ده چې خلک د خپل حقیقي ژوند او تجربو په اړه  په خپل ذهن کې موجود احساس چې په کومو الفاظو بیانوي ، د هغو تحلیل او شننه کوي. کله چې له خلکو څخه د هغوی د ژوند د ځینې اړخونو څخه د دوی د درک په اړه پوښتنه کیږي، نو دوی معمولا د ورځنیو مفکورو په کارولو سره په ساده ژبه ځواب ورکوي. له دغو ځوابونو څخه چې کوم مالومات یا اطلاعات تر لاسه کیږي، څيړونکی همدا مالومات تحلیل کوي او خپل هدف ته رسیږي. خو ددې برعکس کمي څيړنې یوازې د خلاصو مفکورو او اصطلاحاتو څخه کار اخلي، متغیرونه اندازه کوي او یا د متغیرونو په مقدار یا اندازه کې توپیرونه، تر منځ یې اړیکې او لاملونه یې څرګندوي.

ډير وخت پخوا کیفي څيړنو ته هومره اهمیت نه ورکول کیده، لکه اوس چې مختلط میتود ته ځینې خلک زیات اهمیت نه ورکوي، خو اوسمهال کیفي کړنلارې په هره برخه کې کارول کیږي، او کله خو له کمي سره یو ځای هم کارول کیږي چې د یوې بلې بشپړونکې او یا د مختلط میتود په بڼه کار کوي. یو څه وخت پخوا، او ان په ځينې هیوادونو کې اوس هم د تجارت په برخه کې یوازې له کمي کړنلارو څخه کار اخیستل کیږي، خو اوسمهال په پرمختللې نړۍ کې په مختلط میتود تکیه کیږي، او دواړه یو ځای کارول کیږي. د کیفي څيړنو د تحلیل په برخه کې ټیکنالوژیکي پرمختګ هم د یادونې وړ دی، ځکه اوسمهال ډیری داسې سافټ‌ویرونه شته چې د کیفي څيړنو د اطلاعاتو د تحلیل لپاره کارول کیږي، لکه ATLAS TI او NVIVO چې همدا سافټ‌ویرونه د مختلط میتود د تحلیل لپاره هم کارول کیږي.

ډیر وخت پخوا په کیفي څيړنو یوه نیوکه دا وه چې د دې څيړنو پایلې د تعمیم وړ نه دي ځکه نمونه یې ډيره کوچنۍ او په تصادفي ډول نه وي اخیستل شوې، خو اوسمهال د کیفي څیړنو د ګډون‌کونکیو انتخاب لپاره داسې میتودونه رامنځته شوي دي چې د پایلو د تعمیم کولو په برخه کې هم رول لري او پایلې د تعمیم وړ بلل کیږي.

د کیفي څيړنو تاریخ

دلته یوازې د کیفي څيړنو تاریخ ته یوه لنډه او سرسري کتنه کوو. ټولنیز علوم په عموم کې د کیفي میتودونو د کارولو اوږده مخینه لري چې د ټولنیز ساینس ترڅنګ د ارواپوهنې په برخه کې هم کارول کیږي. په ۲۰مه پیړۍ کې د ارواپوهنې او ولسي ارواپوهنې په برخه کې د تجربوي میتودونو ترڅنګ د کیفي او توصیفي میتودونو کارول هم عام شول، Wunt 1928  چې د کیفي څيړنو د پلار Paul Felix لخوا د یو خورا مهم میتود په حیث وکارول شو. همدا ډول په دې موده کې په امریکا او اروپا کې په پراخ ډول له کیفي میتودونو څخه ګټه واخیستل شوه، چې د ټولنپوهنې په برخه کې د امریکا د شیکاګو پوهنتون په دې برخه کې ډير لوی او تاریخي کارونه ترسره کړل.

نن ورځ، کیفي کړنلارې د ټولنیزو څيړنو په برخه کې خاص ځای لري چې د ژبپوهنې، ټولنیزو علومو، ارواه پوهنې، او نورو ټولو برخو کې ډیره کارول کیږي. کیفي کړنلاره، د خپل طبعیت له مخې یو چټک او د تعامل وړ خاصیت لري، چې د وخت په تیریدو سره د سوداګري په شمول په نورو بیلابیلو برخو کې د پیچلو پوښتنو لپاره د ځواب موندنې لپاره کارول کیږي. دا په دې مانا چې دا کړنلاره په مختلفو برخو کې په ډول ډول طریقو کارول کیږي ((Bonß 1982.

کیفي څيړنې د نني عصر اړتیا

په ټولنیزو علومو کې د څيړنې د میتودولوژۍ اړوند عصري پرمختګونو کې کیفي میتودونه ځانګړی ځای لري، چې د لیکوالانو او د ټولنیزو علومو ساینس‌پوهانو دې برخې ته ډيره پاملرنه کړې، او ځینې لیکوالان کیفي څیړنې او میتودونه او د دې برخې پرمختګونه یو انقلاب یادوي. ځینې خلک پر دې باور دي چې په ټولنیزو علومو کې کمي کړنلارې ډيره مخینه لري، خو په اصل کې کیفي میتودونه د کمي میتودونو لپاره کارول شوي دي، او یا کیفي میتودونه د کمي هغو په څير یو ډول کارول شوي دي. په ۱۹مه پیړۍ کې کله چې ساینس ډير پرمختګ وکړ، په دې برخه کې له کیفي میتودونو څخه ډير زیات کار اخیستل شوی وو، یانې که له کمي میتودو څخه زیات نه وو، کم هم نه وو.  یو ښه مثال یې، ځان‌پېژندنه، ده، په کوم کې چې څيړونکي خپل ذهني تجربې ازمایي تر څو پوه شي چې خلک د خپل ځان او ټولنیز ژوند په اړه څه احساس کوي، او ولې داسې احساس کوي. په دې اړه د شلمې پیړۍ په پیل کې لا پریمانه مالومات او متون موجود وو. په عصري وخت کې د کیفي څیړنو اړتیا او په ټولنیز ساینس کې د کیفي میتودونو مخینه له دې ځایه ښه مالومیږي، او په دې اړه ښایسته ډير مالومات د ټیتچنر ۱۹۱۲ په کتاب کې موجود دي، (Titchener 1912).

کیفي څېړنه / تحقیق – DawatMedia24

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.