Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
د یوې متدینې او موحدې مظلومې فرخندې ژوند – DawatMedia24

د یوې متدینې او موحدې مظلومې فرخندې ژوند

370

دافغانستان په ناپوهه او افراطي ټولنه کې بغیر له دې چې څوک یې حقیقت وپوښتي داسې په وحشیانه توګه له منځه ولاړه.
اته کاله وړاندې!
یوه دینداره پېغله راپاڅېږي او د ټولنې د ژغورلو په موخه د منکراتو پر خلاف غږ پورته کړي، د یو تعویذ لیکونکي مخې ته ودرېږي او هغه د ټولنې له بېلارې کولو او لوټلو څخه منع کوي.
تعویذ لیکونکی چې مکر، فریب او دوکه یې مسلک دی، پر خپل شیطاني فکر او جسم یې د تقوا او دیندارۍ جعلي څادر غوړولی او د ټولنې په نبض هم پوه دی، سم له واره غوغا جوړه کړي او پر حجاب پوښلې متدینه پېغله د قران کریم پر بې حرمتۍ تورنه کړي، پېغله چې په خپلې ایماندارۍ باوري، خو د احساساتي ټولنې په ناپوهۍ او افراطیت ناخبره ده، هېڅ د ویرې احساس یې ونه کړ او لا په خپله خبره ټینګه ودرېده.
…ګڼه ګوڼه جوړه شوه، د فرخندې غږ چې مخکې یوازې تعویذګر اورېده، اوس یې هېڅوک نه اوري او ورو ورو په مرۍ کې وچېږي، فرخندې که هر څومره د (حق) چغې ووهلې، خو هېچا یې غږ وانه ورېده، ټولو د تعویذګر خبرې ته ارزښت ورکړ او د فرخندې پر سر یې د تیږو باران جوړ کړ.
فرخنده چې په حجاب پوښلې وه، له سره یې څادر لوېږي، له مخه یې حجاب تار تار کېږي، پر معصومه او بېوسه مخ یې د سرو وینو ویالې رابهېږي، هر طرف ته د سوال او زارۍ لاسونه نیسي، لوېږي، بیا راپورته کېږي، بیا په کاڼو ویشتل کېږي، ان تر دې چې د بیا راپورته کېدو تاب په کې ختمېږي.
د شاه دو شمشېره واټ د (الله اکبر) انګازې ونیسي، د خلکو احساسات له اسمان سره سر لګوي، په جوش راغلې وینه، د هوش نوم په خوله نه اخلي، فرخنده له خپلې نا اورېدلې خبرې، بې وسۍ او ناهیلۍ سره د تورو کاڼو په ډېرې کې ډوبه شي، بدن یې ټوټه ټوټه پروت وي، خو روح یې د ارام ساه واخلي او له یو پنډ ګيلو سره د حساب او کتاب اصلي څښتن ته ورشي.
وحشیانه چلند لا هم پای نه وي موندلې، د تورو کاڼو له ډېري د یوې، متدینې، مهذبې او باحیاء پېغلې جسد په بې حیایۍ راوباسي، په دې دنیا ورته جهنم تیار شي، سرې لمبې پورته شي، د فرخندې د وجود ټول نښانونه د سرو لمبو په تورو لوګیو کې د هوا پر لور پورته شي، خو نوم یې تلپاتې شي او د مظلومیت الګو شي.

افغانان په اسلام سر ورکوي خو په اسلام سر نه خلاصوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.