د کیفي او کمي څيړنو تر منځ ځینې توپیرونه

عزت‌الله ادیب

618

د خلکو ورځني ژوند ته که ځير شو نو مالومیږي چې د خلکو تر منځ په چلندونو کې خورا زیات توپیر موجود دی، موږ ټول له پخوا څخه پروګرام شوي روبوټ ته ورته انسانان نه یو چې په هر ډول شرایطو کې یو ډول عکس العمل وښایو، بلکه زموږ عکس العمل د وخت، شرایطو او احساساتو پر اساس توپیر کوي. ددې توپیرونو په اړه د مالوماتو تر لاسه کولو، درک کولو او په سمه توګه پیژندلو لپاره له ټولنیزو څيړنو څخه کار اخیستل کیږي. د خلکو د چلند په اړه د مالومات او پوهې د زیاتولو په برخه کې څو حالتونه موجود دي:

  • له یو شخص څخه بل شخص کې او یا په عین یو شخص کې، خو د وخت او ځای په توپیر، د توپیرونو پیژندل او څرګندول، مثلا، د توپیرونو ماهیت او اغیزې یې مالومول او تشریح کول. دا له یو شخص څخه بل شخص کې توپیر کوي او یا په عین یو شخص کې د زمان او مکان پر اساس توپیر کوي.
  • د توپیرونو وجه‌تسمیه یا توپیرونه په نوم پیژندل، لکه احساسات، انګیزې، تصور وغیره، او
  • توپیرونه له کوم ځای څخه راځي، دوی څنګه یو له بل سره اړیکه لري، کوم عوامل د دوی پر پراختیا اغیزه کوي، او داسې نور

د مثال په ډول، معمولا لیدل کیږي چې په یو ټولګي کې د ماشومانو د ښې او چټکې زدکړې وړتیا له یو بل سره توپير لري، خو دا چې ددې ډول توپیر ماهیت څه دی؟، دا توپير له کومه پیدا کیږي؟، او موږ ددې توپیرونو په اړه څه کولی شو؟. کیفي او کمي کړنلارې د دې ډول پوښتنو د ځوابولو لپاره دوه مختلفې لارې چارې یا کړندودونه لري، او یا دې پوښتنو ته په مختلفو طریقو ځواب پیدا کوي. دا مالومه خبره ده چې په مختلفو رشتو کې د دې پوښتنو د ځوابولو لپاره مختلفې لارې چارې کارول کیږي. مثلا، ارواپوهان دا ځینې فکتورونو ته منسوبوي لکه ادراکي پروسې، انګیزه، چلند او ارزښتونه خو ټولنپوهان د ټولنیز اقتصادي حالت، اړیکو، جنسیت او داسې نورو باندې ټینګار کوي او له دې بعده دا مسایل څيړي او تحلیلوي (Cropley, A. J. 2021). یانې که په ساده ژبه ووایو، دا توپيرونه هر څوک له خپل دوربین څخه ګوري او ځواب یې پیدا کوي.

کمي تحقیق: کمي تحقیق د معیاري یا اسټنډرد او داسې متغیرونو پر مټ د خلکو تر منځ تفاوتونه څيړي، چې د خلکو په یو ګروپ یا په ټولو خلکو کې یو ډول وي، یا د خلکو پر ټول ګروپ يو ډول اعمال کیږي. که څه هم د نوموړیو متغیرونو کچه په ټولو خلکو کې یو ډول نه وي. د مثال په ډول، هوښیارتیا، ذکاوت یا د ستونزو پر وړاندې صبر او حوصله کول. که فکر وکړو چې هوښیارتیا یو متغیر دی، دا د څيړنې په ټول نفوس کې شته خو کچه یې فرق کوي، یانې ځینې خلک ‌ډیر او ځینې نور لږ یا کم هوښیار وي. دا بیا معمولا دا اندازه کوي چې د هر متغیر په مختلفو کټګوریو کې څومره خلک شامل دي، چې دا کار د معیاري ټسټونو او یا پوښتنلیک کارولو سره ترسره کیږي، او په پای کې دا هڅه هم کیږي چې د متغیرونو ترمنځ د علت او معلول اړیکه مالومه کړي.

کیفي تحقیق: کیفي تحقیق له پورته ذکر شوې طریقې (کمي تحقیق یا کمي فکر) سره توپیر لري. کیفي تحقیق پر دې فکر ولاړ دی چې واقعیت ذهني او موضوعي شی دی. هر انسان د خپلو اړیکو او تجربو پر اساس، د نړۍ او د هغه څه په اړه چې په ټولنه یا نړۍ کې واقع کیږي، یو فردي او شخصي نظر او لیدلوری لري، چې څيړونکي د یوې خاصې موضوع په اړه د خلکو نظریات راټولوي، تحلیل کوي یې او د یو واقعیت په شکل یې په نظر کې نیسي او له خلکو سره یې شریک کوي. دا په دې مانا چې د څیړنو نوموړې پایله د خلکو د شخصي برداشت، مفکورو، تاثیراتو، تصوراتو او احساساتو  ټولګه ده.

د کمي او کیفي تحقیق دا توپير علمي توپير بللی شو، خو دا چې د څيړنو د ډيزاین، نمونه اخیستنې، او تحلیل له اړخه څه توپير لري، لاندې یې په لنډو ټکو تشریح کوو:

  • د څیړنې هدف

کیفي تحقیق: دا د یوې ځانګړې پیښې، یا پدیدې د لاملونو سپړلو، تشریح کولو یا څرګندولو لپاره کارول کیږي. د مثال په ډول، په ۲۰۲۲ کال کې د فساد په نړیوال شاخص کې، فساد سره د مبارزې په برخه کې، د افغانستان پرمختګ. او یا په اوسنیو حالتو کې کوم لاملونه موجود دي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې افغانستان پرمختګ کړی دی.

کمي تحقیق: کله چې د یوې مشخصې پدیدې یا پیښې په اړه ډاټا،  کمي تحلیل او اندازه‌کولو ته ضرورت ولري تر څو مالومات یا موندنې په لوی نفوس تعمیم کړای شي. د مثال په ډول، په افغانستان کې د فساد د موجوده حالت په اړه د خلکو نظریات تر څو دا مالومه شي چې آیا په تیر یو کال کې فساد زیات شوی او که کم شوی دی. دلته د فساد د کمښت یا زیاتیدو په اړه دلایل نه تحلیل کیږي، بلکه یوازې د فساد د کچې په اړه د خلکو نظریات په داسې ډول تحلیل کیږي چې په ټول نفوس د تعمیم خاصیت ولري.

  • د تحقیق ډیزاین

کیفي تحقیق: د څيړنې ډیزاین توصیفي یا تشریحي دی، پر نرمښت ولاړ او د تفسیر او فرضیې یا انګیرنې لپاره ځای پکې موجود دی.

کمي تحقیق: ډیزاین ځانګړی جوړښت لري، د اندازه کولو وړ متغیرونه لري چې د هغوی د ازمایښت او د ازمایښت د میتودونو په اړه لا له وړاندې فکر کیدای شي.

  • نمونه اخیستنه

کیفي تحقیق: یوازې یوه کوچنۍ نمونه بسنه کوي ځکه چې اړین مالومات باید د ځینې اوږدو او انعطاف مننونکو پروسیجرونو پرمټ استخراج او تر لاسه شي.

کمي تحقیق: یوه لویه او د اندازې وړ داسې نمونه باید واخیستل شي چې پایلې یې په ټول نفوس د تعمیم وړ وي او د ټول نفوس سم استازیتوب وکړي. په کم وخت کې تحلیل کیدای شي، او پر ټول نفوس د پایلو د تعمیم په برخه کې د اشتباه امکان کم او د اندازه کیدو وړ وي.

  • د اطلاعاتو یا ډاټا را ټولول

کیفي تحقیق: د اطلاعاتو او مالوماتو راټولولو ځانګړنه عمیق او د متقابل بحث وړ وي، د غیر منظم څیړندود پر مټ ترسره کیږي. په راټولو شویو اطلاعاتو او مالوماتو کې لفظي او غیر لفظي ځوابونه شامل وي، او د دې ډول کړنلارې د عملي کولو لپاره ښه روزل شویو او تجربه لرونکو څيړونکو ته اړتیا وي.

کمي تحقیق: مالومات او ارقام د یو مشخص جوړښت لرونکې وي، ځوابونه د مشخص لست څخه د ځواب ویونکو لخوا انتخاب کیږي چې یوازې لفظي ځوابونه شامل وي. دا ډول کړنلاره ډيرو تجربه لرونکو یا تربیه شویو څيړونکو ته اړتیا نلري.

  • د ډاټا یا اطلاعاتو تحلیل

کیفي تحقیق: د اطلاعاتو تعریف او تحلیل عمومآ کیفي او متن وي چې احصائیوي میتودونو ته هومره اړتیا نلري. خو دلته یوه خبره مهمه ده چې د کیفي څيړنو د تحلیل ځینې میتودونه شمیر ا واحصائیوي تحلیل ته ضرورت لري.

کمي تحقیق: د ارقامو او ډاټا تحلیل لپاره له مختلفو او څو پړاویزو احصائیوي میتودونو او ازمایښتونو څخه کار اخیستل کیږي.

دلته مو یوازې د کمي او کیفي څيړنو په اړه ساده فرق ته اشاره وکړه تر څو دا موضوع هم له علمي او هم د ډيزاین او عملي کار له نظره لا روښانه شي. د کمي او کیفي څيړنو تر منځ د فرق او توپیر د تشریح کولو لپاره باید ډيره زیاته مطالعه وشي، او له هر اړخه د دې دواړو کړنلارو په فرق ځان پوه کړو. که چیرته څیړونکي د دواړو میتودونو تر منځ په واضح ډول فرق ته متوجه نشي، او د څيړنې هدف ته په کتو یوه کړنلاره د بلې پر ځای وکاروي، نو څيړونکی هیڅکله خپل هدف تر لاسه کولی نشي.   (Hawking and Mlodinow, 2010)او (Thomas & Thomas, 1928).

کیفي څېړنه / تحقیق – DawatMedia24

د کیفي څيړنو طبعیت – DawatMedia24

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.