د فرخندې تراژيدي او حجابونه یې

یونس نګاه

792

فرخنده دا مهال له یوه فرد ورهاخوا په یوې تاریخي او ټولنیزې پديدې بدله شوې ده. وګړي د خپل سیاسي درک او دریځ ته په پام، یوه فرخنده په ذهن کې لري. له همدې امله د هغې په اړه خبرې ، نور د یوه نفر په اړه خبرې کول نه دي، بلکې د ټولنیزې او تاریخي پېښې بیانول دي. زه غواړم د خپل د ذهن فرخندې سره خبرې وکړم او له هغې واورم چې ولې او څنګه دا پېښه وشوه او دا پېښه زموږ او زموږ د ټولنې په اړه څه شی موږ ته بیانولی شي.

یونس: تاسو څوک یئ؟
فرخنده: ما د فرخندې ملک زاده په نوم پېژني. لکه د نورو خلکو په شان زما په په نوم تذکره، کورنۍ، یو شمېر انځورونه، د زېږېدو ځای او د قبر ادرس ثبت دي. خو کومه پېښه چې د ۱۳۹۳ د کب په ۲۸مه یا د ۲۰۱۵ د مارچ له ۱۹مې نېټې د ملا زین په الدین تعویذ خانې کې رامنځته شوه، او زما او د هغه ترمنځ لفظي شخړه چې د څو ساعتونو ډراماټیکو پېښو لامل شوه، نور زه له هغه فردي هویت نه خالي شوې یم او په یوې تراژیدي اوښتې یم. ژوندۍ تراژیدي او هاغه د سوفوکل، اوریپید، فردوسي او شکسپیر له تراژیدي څخه پیچلې یوه یې. ځکه چې په دې تراژیدي کې لوبغاړي واقعي او ريښتوني وو او صحنې یې پر سړک، د سلګونو او کېدای شي د زرګونو لیدونکو او لوبغاړو په مخکې ترسره شوې. د ټول د لوبې توکي واقعي وو او لوبغاړو ننداره کوله. وینه رنګ نه وه، بلکې له رګونو راوتله، او د لوبغاړو غوسې د هغو له غرایزو، د هغو له غوښې او هډوکو د ننه راپارېدلې، نه د هغوی هنري مهارتونو.

دا ډول تراجیدیانې ډیرې رامنځته کېږي، خو لږ شمېر یې لکه د هغې لمریزې ورځې په شان د کابل د سیند ترڅنګ، په مناسب وخت او مناسب ځای کې پېښېږي. له ټولو نه مهمه دا چې دا ډول تراژیدي ډېرې کمې ثبتېږي. زما تراژیدي د لرغوني یونان د تیاترونو نه مناسب چاپېریال، او حتی د نن ورځې د ښکلو تالارونو څخه هم مناسب ځای او چاپېریال درلود. د سیند تر څنګ دېوالونه، د جومات او زیارت زینې، بامونه، د دوکانونو زینې او بالکونونه، او د سیند د دواړو غاړو د هټیو کړکۍ له انسانانو ډکې وې. هغه سړک چې نور کله به له لاسي ګاډیو، لاسي پلورنکو او د خلکو له تګ راتګ ډک و، د یادې تراژیدۍ د لوبغاړو او لیدونکو لپاره تش شوی و او په کافي ډول د رول د ادا کولو لپاره ځای موجود وو. د معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګ له برکته، هغه شېبه تر یوې اندازې ثبت شوه. یو شمېر لوبغاړو له ځانونو سره ټیلفون درلود او له هغې شېبې یې عکس او فلم واخیستل. زه هماغه تراژیدي یم.

یونس: ومو ویل چې دا ډول پېښې ډېرې رامنځته کېږي. په رسنیو کې ستاسو د حیرانونکې مرګ په اړه خبرې کېږي. اوس د فرخندې نوم د یو استثنايي وضعیت او یوې زړه بوږ نونکې پېښې ښکارندوی دی چې حتی په ډېره وروسته پاتې او له تاوتریخوالي ډکې ټولنه کې هم غیر عادي بریښي.

فرخنده: زما تراژیدي د سم ځای او مناسب وخت له وجې نادره او بې مثاله شوه. تصادفآ د لمر د سترګو پر وړاندې، په خلاصه او له لیدونکو او لوبغاړو ډکه صحنه کې او په هغه وخت کې چې له ټولې نړۍ ډېرو کمرو او ډیپلوماټانو، د کابل ننداره کوله، مړه یا ښه ده ووایم وزېږېدم.

هغه فرخنده چې اوس ستاسو مخامخ ناسته ده، له هغې شېبې زېږېدلې ده. له ما نه پرته ډېرې دردونکې تراژیدۍ په هماغه کلونو کې رامنځته شوې، خو په نطفه کې هېرې شوې، ثبت نه شوې او په سترګو رانغلې. څو بېلګې یې تاسو ته دریادوم.

د ۱۳۹۰ کال ژمي (۲۰۱۹ ډسمبر ۲۷) کې زما د تراژیدۍ له زېږېدو نه درې کاله مخکې، د سحرګل کیسه رسنیو کې خپره شوه. تاسو ولوسته او د هغې له خولې مو واورېدل چې ورور یې څنګه هغه په څوارلس کلنۍ کې د ۱۰ زره ډالرو په مقابل کې په هغه سړي پلورلې وه. هغه کس د مېرمنې په توګه او د ژوند لپاره نه، بلکې د فحشا (ځان خرڅونې) لپاره یې غوښتله. کومې کورنۍ چې هغه یې پېرلې یا اخیستې وه، له سحرګل نه یې تمه وه له پردیو نارینوو سره یو ځای بیده شي. خو هغې نجلۍ د هغوی دغه غوښتنه نه وه منلې. نوموړې یې د شپږو میاشتو لپاره د کور په تهکوي کې زنداني کړې او ربړولې وه. کله چې له تهکوي نه وژغورل شوه، زما له لغت شوي جسد سره یې دومره توپیر نه درلود، نوکان یې ترېنه ایستل شوي وو او بدن یې د اور په سیخونو سوځول شوی و، هغې ته یې فقط دومره اوبه او ډوډۍ ورکوله چې ژوندۍ پاتې شي.

که چېرې یې سحرګل په هغو شپږو میاشتو کې، د شاه دو شمشېرې جومات مخې ته په زنځیر تړلې وای، د ټولو په شتون کې یې له ګوتو نوکان ایستل شوي وای او هره ورځ د هغې مالک او د بدن پېرېدونکي یې د هغه تعویذ لیکونکي پر ځای د زیارت له لاسپیکر نه چیغې وهلی چې که چیرته نوموړې یوازې ځان خرڅونې ته تسلیم شي نو په دې صورت کې له عذاب څخه ژغورل کېدلای شي، هغه وخت به کېدای شي د سحرګل تراژیدي زما له تراژیدي ډیره له درده ډکه ښکاریدله. د نوموړې د تراژیدي صحنې څو میاشتې وخت نیولی و، په داسې حال کې چې زما تراژیدي یواځې څو ساعته ونیول. نوموړې یې په تهکاو او د رسنیو له سترګو لیرې او د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ نه په ډېرې لیرې واټن کې وهلې ټکولې وه او څو ګامه یې مړینې ته پاتې وو چې وژغورل شوه.

د عایشې کیسه مو حتمآ اوریدلې، هغه چې په ۱۳۸۹ کال کې یې خاوند ورباندې پزه او غوږ ورپرې کړي وو. نوموړې یې په دیارلس کلنۍ کې په یوه سیمه ییزه جرګه کې، د دوو کورنیو د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره په «بدو» کې ورکړې وه. عایشې په یاده کورنۍ کې له ډېرې ځورونې او وهل ټکولو وروسته، تېښتې ته ملا وتړله، او بیا ونیول شوه او پوزه او غوږ یې ورپرې کړل.

له هغو ټولو وهلو ټکولو سربېره، نوموړې په تصادفي ډول و ژغورل شوه. وروسته له هغې یې فرصت ترلاسه کړ چې درملنه یې وشي او د تایم مجلې پر مخ خپل عکس وویني. دا لیست اوږد دی. د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په میاشت کې د غور ولایت غلمین سیمه کې د رخشانې د سنګسار ۳۰ ثانیه یې ویډیو خپره شوه، شاید لیدلې مو وي. رخشانې د اجباري واده نه د خلاصون په خاطر ، له هغه هلک سره چې مینه یې ورسره درلوده، تښتېدلې وه څو په خپله خوښه ژوند پیل کړي. هغه دواړه یې ونیول او سزا یې ورکړه. سړی یې په درو وواهه او رخشانه یې تر ملا پورې په خاورو کې خښه کړې او سنګسار یې کړه.

فکر وکړئ رخشانه یې د رسنیو په حضور، د د شاه دو شمشیره جومات مخې ته او په هغې حیرانتیا سره چې زما تراژیدي رامنځته شوه، سنګسار کړې وای، ایا زما له تراژیدي به کمه وه؟ یوازې ښځې د دغو تراژیدیو قرباني نه دي. نارینه هم ورته کړاوونو سره مخ کېږي، جګړې ته په زور بیول کېږي، مړي یې د جګړې په ډګر کې بوی کوي او د وهلو ټکولو لاندې مړه کېږي. له هغه راهیسې چې طالبان بیاځلي کابل ته راغلي دي، تاسو په ځلونو لیدلي دي چې نارینه له کور، د کار له ځای او له سړک څخه برمته کېږي او څو ورځې وروسته یې پړسیدلي مړي کورنیو ته سپارل کېږي. یوه شېبه فکر وکړئ یو له هغو نارینوو د شاه دو شمشیرې جومات ترمخې لومړی وتړل شي، د څو ساعتونو لپاره څو کیلو وزن یې په خصیو پوري ورځوړند شي، وروسته څو تنه قهرجن نارینه د هغه د لاسونو او پښو نوکان په فلاس وکاږي، او بیا یې په تړلو لاسونو د سړک پر مخ څملوي او په پایپ یې دومره ووهي چې ساه یې ووځي. ایا هغه به زما له تراژيدي سره توپیر ولري؟ شاید هلته به یوازې اور نه وي. ځکه طالبان د شکنجې لاندي مړو شویو نارینوو مړو ته اور نه اچوي.

یونس: ما یو ساده پوښتنه وکړه، ومې ویل تاسو څوک یاستئ، خو خبره تر دې ځای راورسېده.

فرخنده: هو، د فرخندې تراژیدي د درک لپاره اړتیا ده د هغې چاپېریال وپېژنئ. د یوې پېښې غټول، څو تنو ته سزا ورکول او د څو تنو نمانځل، یوازې هغه وخت مرسته کولای شي چې د ژوندیو سترګې د هغې پېښې هاخوا ته خلاصې کړي. که مې چاپېریال ونه پېژنئ، ما نه پېژنئ. نه پوهېږم، کېدای شي کله چی یو څوک له فردیت نه په یوه سمبول بدلېږي، د عادي انسانانو په څېر فکر نه کوي. زه دلته د فرخندې د ژوند د بېلګې په توګه، نور هغې ډلې ته چې یو ځای مو تراژیدي ولوبوله، د بې رحمه قاتلینو او وحشي ځناورو په سترګه نه ګورم. له دې ځای نه کله چې وینم، هغوی یوازې زه نه سنګسارولم، یوازې زه یې نه وژلم، بلکې زما وجود یوه پلمه وه څو ډیری نور شیان په خپل ځان، خپله کورنۍ او ټولنیز چاپېریال کې سنګسار کړي، په لغته یې ووهي، د موټر لاندې یې کړي او اور ورته واچوي. داسې خلک هم وو چې زما په وجود له هرې لغتې سره یې فکر کاوه چې د خپل د وجود شیطان په لغته وهي، خپله ګناه وژني او د خپلې نامسلمانۍ او بې ایمانۍ جبران کوي. ځينې وو چې د ایمان او شیطان په اړه یې هېڅ فکر نه کاوه. کېدای شي دا چې هغوی ته دا فرصت په لاس ورغلی و، څو هغه وجود چې حتی هغه ته کتل هم جرم بلل کېده او د ټولنې سنتي محدودیتونو له هغه سره د اړیکې مخنیوی کاوه، اوس لکه د یوې بازیچې په توګه لاس پرې ووهي، لمس یې کړي، په لغته یې ووهي او ویې ځوروي، کېدای شي ځینو خپلې جنسي عقدې زما په وجود سړولې.

د هغو په ډله کې داسې خلک هم وو چې بې روزګاري، بې عدالتي او محرومیت څپلي وو. د عامو خلکو او د واکمنو ترمنځ یې ډېر واټن راغلی و. اعتراض یې چا نه اورېده او د شکایت اورېدو لپاره یې کوم ځانګړی ځای نه لیده. له حاکم نظام او هغو ډلو چې ټولې سرچینې یې تر خپل واک لاندې راوستلې وې، بد یې راتلل، له ټولنې او له زیاتو محدودیتونو یې په تنګ راغلي وو او د خپلې غوسې او نا رضایتي د تشولو لپاره د فرصت په لټه کې وو. دا فرصت د هغې ښځې وژلو برابر کړی وو هغې چې ویل کیدل مقدساتو ته یې توهین کړی دی، کله یې چې ولیدل د قانون له پولې اوښتي دي او دومره پیاوړي شوي چې پولیسو، اردو او دولت یې له تماشې پرته بله لار نه لري، د بریالیتوب احساس یې کاوه. زما وجود ته له هرې لغتې سره به یې لاسونه ټکول او دولت، زورواکو او قانون او نظام ته یې ښکنځلې کولې. په هغې تراژیدي کې عام جهالت له ورایه څرګند و، خو قهر او اعتراض هم لیدل کېده. ځپل شوي عوام، محروم شوي او څنډې ته شويو نارینوو ځانونه د پولیس، څارنوال، قاضي او جلاد په جامه کې لیدل. په هغو کلونو کې چې زورواکو او د دولت له امکاناتو برخمنو چارواکو د کوم مشروعیت له مخې یې چې ځانونو ته ټاکلی و، په لوړه کچه د وېرونکو تراژیديو په رامنځته کولو بوخت وو. هغوی د دولت، د دولت پر ضد، ترهګر او د ترهګرو ضد رول کې انسانان وهل ټکول، سرونه یې ورپرې کول او ډلې ډلې انسانان یې په ډلییز ډول په بمباریو یا د ځانمرګو بریدونو په مټ د عمر او جنسیت له تفکیک پرته وژل. حتما مو په یاد دي چې د ۲۰۰۸ میلادي کال د اګست په ۲۲مه نېټه د شینډنډ ولسوالۍ د عزیزاباد کلی بمبار شو. ملګرو ملتونو او د افغانستان دولت اعلان وکړ چې په یاد بمبار کې څه باندې ۹۰ غیر پوځيان چې ماشومان، زما په عمر نجونې، ښځې او سپین ږیري او ځوانان ووژل شول. ټول کلی له خاورو سره خاورې شو. ملګرو ملتونو ویلي و چې د قربانیانو ۶۰ تنه یې ماشومان وو. فکر وکړئ هغه ۹۰ تنه په چاودنه کې نه، بلکې په هغه ډول چې زما تراژیدي رامنځته شوه، د یوه دولت د قانون نه پرته، د یوه ملا په امر د شاه دو شمشېره جومات مخې ته ټوټې ټوټې شوي وای، هغه مهال به د عزیزاباد تراژیدي څه ډول را څرګنده شوې وای؟

دولتونه، ډلې او د قانون د پلي کونکې، د واک مدعي سازمانونه او شریعت، په ټولنه کې تاوتریخوالی کري او تمه لري خلک مینه ورکړي. هغوی په بم ښوونځی، کلی، سیمه او یا حتی ښار په وینو لړي، خو له عامو خلکو (هغوی چې د قانون او شریعت د ترسره کولو واک نه لري) غواړي هغسې چلند وکړي چې د چا شخصي حریم نقض نه شي او د هېچا وینه تویه نه شي. ماشومانو، سپین ږیرو او ځوانانو چې په شاه دو شمشېره کې له مونږ سره د فرخندې تراژیدي ولوبله، د مشروعیت او لوړوالي احساس یې کاوه. د خدای او د شریعت د قانون د ترسره کوونکو په ځای کې ولاړ و. په داسې حال کې چې له خپل ځان څخه ورک شوي وو او د جمعي ایمان د برحقه مجاهیدینو په جامه کې یی ځانونه لیدل او نه شوی کولی له هغه نقش پرته بل ولوبوي چې ټولنیزي تربیې او سیاسي محیط ورته مشخص کړی وو.

یونس: تاسو څنګه هغې تراژیدي ته لار وموندله؟

فرخنده: زه ایمان او غریزو هغه ځای ته یوړم. ټولنیزې روزنې او سیاسي چاپېریال، هغه لاره راته پرانېستې وه. او که ووایم ټول امکانات مې پرمخ تړل شوي وو تر هغه چې شاه دو شمېره ته ورسېدم، له ملا زین الدین سره مخ شم، سنګساره او په لغتو ووهل شوم او بدن ته مې اور واچول شو. تاسو کېدای شي له یادې تراژیدي نه وروسته د ډېرو راپورونو له لوستلو وروسته پوه شوي یاست چې یوه مسلمانه ښځه او د ایمان د کمال په لټه کې وم. اوه ویشت کلنه وم ، خو د هېڅ سړي وجود مې نه و لمس کړی. ټول عمر مې په کابل کې تېر شوی و خو د اسمايي غرونه او شیر دروازه مې د سر په سترګو نه و لیدلي.

چاپېریال ماته راښوولې وه چې سر مې پورته ونه نیسم او ښکلاو او لوړو ته ونه ګورم. زه ایمان، غریزو، ټولنیزې روزنې او سیاسي چاپېریال په ډېرو حجابونو کې پېچلې وم، خو سربېره پر هغه، هر چېرې چې تلم د بې حجابۍ احساس مې کاوه. حجاب مې له ماشومتوب نه له روان او زړه سره تړلی و؛ پر غوږونو حجاب، پر سترګو حجاب، پر خولې حجاب او پر وجود مې حجاب درلود. ذهن او فکر مې باید سانسور کړی وای، غوږونه او سترګې او ژبه مې د وجود په څېر پوښلي وای او د هر شي په اورېدلو، ویلو او لیدلو کې مې حجاب په پام کې نیولی وای. سره له دې هم، ټولنه راضي نه وه او زه خپله هم راضي نه وم. فکر مې کاوه یو څه کم دي. یوازې د بویولو حس مې حجاب نه درلود. مونږ ښځې د بویولو په حس کې ازادې یو. کېدای شي علت یې دا وي چې د مشرانو، د شرعې خاوندانو او قانون دې ټکي ته پام نه دی شوی. ما حتی نارینوو ته کتل چې جامې به یې اغوستې وې، د ګناه احساس مې کاوه، د هغوی د غږونو د اورېدلو په برخه کې مې احتیاط کاوه، هېڅکله مې زړه نه کاوه چې د نارینه په ځان مې لاس ولګېږي. حتی د دا شان کار په فکر به مې ځان لړزېده. بوی داسې نه و. د نارینوو د وجود عطر مې په ارامتيا حس کول، د نارینوو د وجود خالص بوی، هغه بوی چې د یوه کاریګر له وجود نه احساس کېده د لاس ګاډي چلونکي له وجود نه چې د قیمت لپاره به یې چانې وهلې ، له ګناه پرته به مې د وجود بوی احساس کاوه. غریزو او ایمان او ټولنیزې روزنې او سیاسي چاپېریال زه له خپل درون سره په یوې بې ناپایه جګړې کې ښکېله کړې وم. له تعویذ لیکونکي سره شخړه مې زما د ننه د شخړو ښکارندوی و. کله ناکله به زما د ننه جګړې په ناخوداګاه ډول بهر ته سر راښکاروه.

د ایمان قواعد او دا چې ټولنه څنګه له ګناه وژغورل شي او کمال ته نږدي شي، لوستل مې او د هغو په اړه مې فکر کاوه. فکر مې کاوه نوموړی تعویذ لیکونکی د ټولنې د ایمان په ویجاړولو بوخت و، او له هغه سره مې شخړه شوه.

یونس: په هغې تراژیدي کې تاسو هم حجاب نه درلود. هغه عکسونه چې له تاسو نه خپاره شوي ویښتان مو ګډوډ مالومېږي. ایا تاسو هم په وروستیو شېبو کې له وېرې ازاد شوي وئ؟

فرخنده: نه ما تر وروستۍ شېبې له خپلو وېرو او ډار سره ژوند وکړ. هغو وېرو زه ووژلم. پوهیږئ، په لومړیو شېبو کې، د تېښتې فرصت راته برابر شوی و. خلک لږ وو او پولیسو له لاسه ونیولم د دیواله شاته یې یوړم څو له هغه ځای نه مې لیرې کړي. په خپل لاس مې د پولیس لاسونه ونشوای زغملای. نه پوهېدم چې که چېرې پولیس ما د خلکو له سترګو لیرې کړي، له کومې پېښې سره به مخ شم. وېرېدم چې که پخپل ځان د ګناه تور پاک نکړم، کورته څنګه لاړه شم. غوښتل مې له خلکو سره مخ شم او د خپل ایمان او پاکوالي نه دفاع وکړم. د ذهن حجابونو مې اجازه رانکړه له هغه ځای نه لاړه شم. بېرته راغلم. بل ځل څو تنو پولیسو هڅه وکړه د زیارت له بام نه مې هغې بلې خواته ولېږدوي او ومې ژغوري. د بام له هغې خوا وډاره شوم. د یادو نارینه و په لاسونو کې د ملاتړ حس پروت و او هغه حس زما وجود کې د مینې په څېر و. زما په ذهن کې د نارینه او ښځې ترمنځ مینه او ملګرتیا د ګناه په څېر و. پورته ختلو کې مې مرسته ونه کړه. لاس مې د پوځیانو له لاسونو خوشې شو او بیا د قهرجنو ډلې په منځ کې ولوېدم.

یونس: د هغو خلکو غوسې له ځان سره وېره نه درلوده؟

فرخنده: هغه وېره هېڅکله د ګناه په ککړیدلو له وېرې سره د پرته والي وړ نه وه. نه پوهېږم څنګه ووایم. کېدای شي د ځانمرګي بریدګر بېلګه مرسته وکړي. ایمان څنګه په ځانمرګي بریدګر د مړینې د وېرې په حالت کې بریالی کېږي؟ په لومړیو شېبو کې مې هڅه کوله د خپل وجود او حجاب ته پام وکړم. څو ځلي مې له ځمکې خپل ټیکری راپورته او پر سر مې کړ. د ویښتانو له ګډوډېدو شرمېدم. خو ورو ورو په تراژیدي کې ډوبه شوم. بیا نو لغتو درد نه درلود، چیغې مې نه اورېدلې، د خلکو له غوسې نه وېرېدم. ته وا له وجود مې جلا شوې یم او هغه خونړۍ ډرامه ګورم او وینم.

یونس: له وجود نه جلا کېدل څه حس لري؟

فرخنده: حس نه لري، ټوله بې حسي ده. لکه ژور خوب او د هېرولو شېبه ده. وړاندې تر دې چې مړه شم، ځان مې سپک احساسوه، د بې حسۍ حس و. شیان وو، خو وزن یې نه درلود. حرکتونه تر سترګو کېدل، خو لاره یې نه درلوده. غږونه اورېدل کېدل، خو معنا یې نه درلوده. رنګونه وو، خو ذهن ته څه نه راتلل. احساس مې کاوه چې لاسونه پورته خوا ځي او کوم شی مې په وجود لګېدل، خو نه پوهېدلم لاسونه ولې پورته تلل او شیان مې ولې په ځان لګېدل. وینه مې لیدله چې روانه وه، خو نه پوهېدلم ولې تویېږي او ولې سور رنګ لري. ویښتان مې لیدل چې ګډوډ وو، له هغه وړاندې کله چې په حمام کې مې خپل ویښتان لیدل، د خوښۍ احساس به مې کاوه. له کور نه بهر که د ټیکري یوه څنډه به مې پورته کېده، د ګناه احساس به مې کاوه او زړه مې لړزېده. په شاه دو شمشېره کې داسې نه و. نه بدرنګه وم، نه ښکلې، نه معصومه وم، نه ګناه کاره، په خپل ځان کې مې حس او وجود نه لیده او یوازې هغه تراژیدي کې چې زېږېده ما پکې معنا موندله.

یونس: ته پوهېدې چې تلپاتي کېږې او په یادونو کې به نه مرې؟

فرخنده: تلپاتي کېدل له هغه لیدلوري چې زه یم، معنا نه لري. ژوند تر هغې ډیر لنډ او بې ارزښته دی چې له ازله تر ابده په ټول هست او نیست له ټولو دردونو او د ښادیو سره یې د تلپاتي توب د صفت وړ وبولو.
ژوند په شېبو کې معنا پیدا کوي او شېبې لنډې او پرې پرې دي لکه د یوه عکس او ویډیو د قطعو په شان.
تلپاتي توب توهم دی موږ په تاریخ کې ورکېږو. له خپلو تیریدونکو دردونو او خوښیو سره. او څنډې، بیا لوړې ورسته څوکې او غرونه د وخت په تیریدلو سره کمرنګه کیږي او ورکیږي. زما تراژیدي به هم یوه ورځ هېره شي.

یونس: تر کومه چې موږ ته را مالومیږي ، تاسو ژوندي یاستئ او تر ډېره به یادونو کې پاتې شئ.

فرخنده: هو، تاریخ افراطیان په یاد ساتي. هغوی چې تل او ورو په لاره ځي، معیشت غوښتونکي او محافظه کار دي، له ټولو مخکې د زمان په ورېځو کې ورکېږي. هغوی چې د خپل ژوند پړی په ټول قوت او تر وروستۍ ساه پورې په لاس کې ټینګ نیولی وي، تر ډېر وخته په یادونو کې پاتې کېږي. کېدای شي تر ډېرو کلونو د خلکو په ذهنونو کې پاتې شم، د دې لپاره نه چې تر ټولو ښه یا بده یم؛ له دې امله چې په یوې بې مثاله تراژیدي کې مې د ژوند پړي دومره تېز او افراطي کش شو چې په یوې چاودنې پای ته ورسیدل . خو دغه نسبي په یادونو کې پاتې کېدل امتیازي نه ده. که په یادونو کې پاتې کېدل امتیازي وي، لوی امتیاز به زمونږ په عصر او ملک کې ملا عمر او طالبان ترلاسه کوي.

یونس: هغه څنګه؟

فرخنده: د دغې خاورې د ۱۹مې پېړۍ له نیمایي راپدېخوا د چا نوم لکه د شاه شجاع په څېر ژوندی پاتې دی؟ څو تنه مبارزین، څو خیر غوښتونکي انسانان، څو ودونه چې د ښکلا له مخې مشهوره وو، څو ماشومان چې د زړه له تله یې خندل او څو ښځې چې خواږه خواړه به یې پخول او څو نارینه چې میوه راوړنکې ونې یې روزلې وې په یاد پاتې شوي دي؟ پرته له څو تنو قاتلینو، غازي، شهید او هېواد پلورنکو سبا ته به ستاسو زمانه د ځانمرګو بریدونو او سر پرې کولو زمانې په توګه پیژني او د طالب او ملا عمر د زمانې په نوم به یادېږي؛ ځکه چې هغوی په افراطي ډول جنګېدلي، له منځه وړنې، وژنې، ویجاړۍ او ژوند یې کړی دی. سبا ته به د طالبانو د بم غږ ستاسو د سندرو تر غږ لوړ اوریدل کېږي.

یونس: دردونکی دی، ولې؟

فرخنده: ځکه چې تاسو د زړه له تله، په ټول قوت او د خپل ژوند تر پایه پورې د ازادۍ سندرې نه دي ویلي. ځکه چې تاسو په دې کلونو کې ناست او ویده پاتې شوي یاست، خو هغوی په ولاړه او په منډه جنګېدلي دي.

یونس: بل څه د ویلو لپاره لرئ؟

فرخنده: نیمګړي کارونه ډېر دي، خبرې همدومره بسنه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.