نوروز او (۷) سین

پوهاند محمد بشیر دودیال

564

زموږ په ملی کلتور او ولسي فولکور کې ځینې اعداد ځانګړی ځای لري، لکه؛ درې، پنځه، اووه، شل او اویا. دبیلګې په توګه که غواړو یوڅه باندې ډیر تاکید وکړو، نو درې ځله یې تکراروو، یا د یوشمیر اعدادو په نماینده ګي پنځه کافی بلل کیږي لکه فلانی په پنځو کې شمیرل کیږي، یا د شلو په هکله متل دی چی (شل به یی نه کړی)، اویا ډلې او اویا مرضونه  او  داسې نور. په اعدادو او شمیرو کې اووه (۷) هم داسې  یوه شمیره ده چې له ډیر پخوا څخه په خلکو کې په یوه جلا ډول تعبیر شوی ده، آن دا چې زیاترو خلکو ته د درناوي وړ ده. د بیلګی په توګه د اوو ډنګرو او اوو څوربو غویانو کیسه، اوه ستوري، د اوونۍ اووه ورځې او داسې نور. مولانا جلال الدین بلخی  هم (اووه) نیک او بشپړوونکي بللی دي:

سعد اعداد است هفت ای خوش نفس

زانکه تکمیل عدد، هفت است و بس

د اووه عدد اسلامی عرفان او تصوف کې هم ځای موندلی دی، د بیلګې په توګه مولوی فرمایی:

هفت شهر عشق را عطار گشت

ما هنوز اندر خم یک کوچه ایم

یو شمیر خلک، په تیره بیا د منځنۍ آسیا وګړی له  اوه سین څخه داسې معنا اخلي چې موخه ورڅخه د قرانکریم هغه اووه آیتونه دي چې د (س) په توری پیل شوی دی. همداسې هم د فاتحې سوره له اوو آیاتونو جوړه شوی ده، آسمان هم اووه طبقې لري او داسې نورې بیلګې چی (۷) پکې شته.

اوه عدد په ولسي ادب، متلونو او لنډیو کې هم ډیر اورو، دبیلګې په توګه؛  “اوه تور غرونه دې تر منځ وي” یا  “دسینګار اوه ډولونه” او نور،  خو په دې کې  “اووه سین میوه “ چي د نوروز په شپه جوړیږِي، بېل ارزښت لري. د دې دود لرغونتوب په هکله ډیر کره معلومات نشته، خو که له نوروز سره  یې اړیکې په پام کې ونیسو، نو ویلای شو چې  لرغونتوب یې د آریایی تمدن تر مهال پورې، په تیره بیا جمشید (یما) یا کیومرث او یا هم د تهمورث د باچاهۍ تروخته رسیږي. د دوی وختونه د نوروز د لمانځنی پیل و. د پورتنۍ یادونې له مخې د هفت سین دمیوې جوړول له اسلام څخه مخکې  دود شوي و. دغه اووه میوې جوړول، د نوروز د جشن یوه برخه ګڼل کیده چې د نوروز لپاره جوړ شوی دسترخان به یې ښایسته کاو، خو دا هم باید ووایو چې هغه مهال هفت شین دود و، نه هفت سین. د بیلګی په توګه یو شاعر لیکي :

روز نوروز در زمان کیان

مینهادند خسروان جهان

شهد و شیر و شراب و شکر ناب

شمع و شمشاد و شایه اندر خوان

ابوریحان البیرونی خپل (آثارالباقیه) کې اووه  نورخوراکونه ښودلي دي، خو د هغو لومړني توري یې نه دی ښودلي، حال داچې د نوموړي په باور به دغه اووه میوې یا غلې- دانې دا وی:غنم، وربشې، مۍ، باقلی، نخود او یو- دوه  نور.  دا هره یوه دانه د برکت او پریماني استازیتوب کوي. ممکن دغه دسین توری به یو وخت کې (چین) و چې موخه ورڅخه  راټوله شوې میوه( چیدن، چیده شده)  وه چې  ورو ورو چین په سین بدل شوی دی چی خلکو بیا اووه چینی لوښي ګڼلي دي او بیا له هغو څخه هغه لوښي تعبیر شوي دي چی په هغو کې خواږه او نور خوراکونه ایښودل شوي وي.

اوس چی خلک نوروز کې کوم اووه خوراکونه جوړوي او نومونه یې په دري ژبه کې په (س ) پیل کیږی هغه دادي: سابه، سرکه، سمنک، سنځله، هوږه، خریړی اومڼه.

زموږ هیواد کې ځینی وخت هفت سین میوه کې وچه میوه هم ورګډیده لکه پسته او ممیز او نور. خو خلکو به نوروز کې دغه میوې چمتو کولې: زردالو(قیسی)، شکرپاره، مُنقه، سنځلی، پسته، بادام او ممیز. دغه اووه میوې به یې په تودو اوبو کې  کیښودې او بیا به چې پستې شوې، هغه به یې خوړلې.

تا هفت میوه سرد شد و دلپذیر گشت

دل گرمیم ز جانب آن ناگذیر گشت

په دې ډول سره د نوروز هفت سین میوې ادبیاتو کې  ځانګړی ځای وموند او زموږ یو شمیر لیکوالو په دې برخه کې خواږه شعرونه ولیکل. هغه لومړنی شاعر چې لومړی ځل یې (هفت سین) خپله قصیده کې وکاراو، هغه قاآنی و،  لیکي:

عید شد ساقی بیا، در گردش آور جام را

پشت پا زن دور چرخ و گردش ایام را

سین ساغر بس بود ای ترک، ما را روز عید

گر نباشد هفت سین رندان دُرد آشام را

خلق را بر لب حدیث جامۀ نو هست و من

از شراب کهنه میخواهم لبالب جام را

هر کسی شکر نهد بر خوان و بر خواند دعا

من زلعل شکرینت طالبم دشنام را

هر تنی را هست سیم و دانۀ گندم به دست

مایلم من دانۀ خال تو سیم اندام را

سیر بر خوان است مردم را و من از عمر سیر

بی دلارامی که برده است از دلم آرام را

پسته و بادام، نقل روز نوروز است و من

با لب و چشمت نخواهم پسته و بادام را

عود اندر عید میسوزند و من نالان چو عود

بی بتی کز خال هندو ره زند اسلام را

یکدیگر ر اخلق میبوسند و من زین غم هلاک

کز چه بوسد دیگری آنشوخ شیرین کام را

سرکه بر دستارخوان خلق و همچو سرکه دوست

می کند بر ما ترش رنگین رخ گُلفام را

څومره چې لیدل کیږی، د نوروز په ورځ اوس هم دا دود ژوندی دی، کورنۍ د نوي کال په نمانځنه او د نوروز د خوشحالۍ د زیاتیدو په موخه دغه اوه میوې جوړوي او د نوروز په ورځ خپل دسترخان  ورباندې ښایسته کوي. دا فرهنګی میراث به همداسې ژوندی وي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.