ستاسو د وطن د عدالت په تله کې (د فـرخـنـدې اتم تـلـیـن)

آصف بهاند

254

زه هر کال د فرخندئ د ویر لړلي تلین په پار یو څه لیکم او هر کال د خپلو لیکنو په پای کې خپل هغه ټوټه شعر خپروم چې د دې د وهلو، کشولو، بام ته خیژولو، بیرته را غورځولو، تر موټر لاندې کولو، سوځولو او کباب کولو په ورځ مې لیکلی دی.

دا دی سږ کال به د فرخندې د اتم تلین د درناوي په پار د خپلو ځینو خپرو شوو لیکنو نه یو ــ یو پروگراف راواخلم او په پای کې به یو ځل بیا خپل هماغه شعر دلته کېـږدم چې «عرض» نومېـږي:

دا دی بیا نوی کال را روان دی، خو غمونه او دردونه هم پخواني په کور، کلي او ذهن کې را ته ناست دي او هم له هر پسرلي سره او لا هرې شیبې سره نوي را شنه کېـږي، را ټوکېـږي او را لوېـږي. نوی کال به لمانځل کېـږي، خو د کابل سین پر دیوالونو او د اندرابي واټ د پاسه او د ټولو با احساسه او چیز فهمه خلکو د ذهن په واټونو او دیوالونو باندې، د فرخندې د وینو سره داغونه، پر ما، پر تا، پر عدالت، پر شریعت، پر دولت، پر ملت او پر… باندې اوس هم خاندي.

د فرخندې د وینو هر داغ ژبه لري او هره ژبه په لوړ غږ باندې د ټولو په آدرس نارې وهي:

ستاسو د وطن د عدالت په تله کې او ستاسو د وطن د شریعت په دایره کې زما د قاتلینو محکمه تر کوم ځای پورې ورسیده؟؟؟

*****

د افغانستان په اوسني تاریخ کې تر ټولو مظلومه مېرمن ښايي فرخنده وي چې په ناکړې گناه لومړی کړم ـ کړم شوه، بیا ترموټر لاندې شوه او بیا یې په وینو لړلی وجود باندې اور بل کړای شو، لوخړې او لمبې یې اسمان ته ور وختلې؛ فریاد یې نه شاه واورېد، نه گدا؛ نه یې زمیني قانون پوښتنه وکړه او نه هم اسماني قانون، اوس په کابل کې یوازې آسمايي واټ او آسمايي غر د فرخندې پر غمېزه باندې غمېـږي او ژاړي، خو د دوو پښو لرونکي موجودات او اشرف المخلوقات یې…

*****

د فرخندې د وینو په بیه،

د فرخندې د کباب شوي بدن په بیه،

او د فرخندې د ژوند په قیمت سره د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده. د فرخندې د وینو هر سور څاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.

زموږ په جګړې ځپلې، فقر او نا پوهۍ کې را ایسار او جاهلانو په خپل لاس نیولې ټولنه کې له هر انسان سره، له ښځو سره او بیا له فرخندې سره د شوي ظلم مسأله هر با درده، با درکه انسان او افغان دردمن کړی دی. هر چا په خپل وار سره د خپلو سترګو او خپل ذهن له کړکۍ څخه دې ظلم او دې غمیزې ته په کتو، خپل احساسات او نظریات څرګند کړي دي.

هوښیار خلک او هوښیارې بیدارې ټولنې هغه دي چې د منفي پیښو او غمیزو د پيښیدو مخنیوی، مخکې له مخکې وکړي، ځکه چې د منفي عمل له تر سره کیدو او د غمیزې له رامنځ ته کیدو وروسته افسوس کول او لاس ټکول هیڅ درد نه دوا کوي.

د فرخندې د وهلو، کشولو، بام ته خیژولو، بیرته را غورځولو، تر موټر لاندې کولو، سوځولو او کباب کولو نه وروسته د افسوس او ارمان کولو پر ځای باید دا پوښتنې مطرح شي:

 

ــ دا حالت، دې ټولنې ته څه وخت له چا سره راغی؟

ــ د وحشت او جهالت دا قانون پر دې ټولنې او پر دې خلکو چا، څنګه حاکم او جاري کړ؟

دا دی فرخنده د دې وحشت او جاهلانو ښکار شوه او که یې غم ونه خوړل شي، سبا ته د نورو فرخندو وار هم په مخ کې دی.

زه دا سمه نه بولم چې میډیا ولیکل او وویل:

«… نن د فرخندې مړی د سلګونو تنو په ګډون خاورو ته وسپارل شو…»

که لږ انصاف یې کړی وای، باید لیکلی او ویلي یې وای چې:

د فرخندې د نازک سوځول شوي بدن سکاره خاورو ته وسپارل شول.

*****

له نن څخه شپـږ کاله وړاندې د کابل په زړه کې، د واکدارلانو د دربار په دوه ــ درې سوه مترۍ کې د ټوپکیانو دویم نسل، د فرخندې په نامه یوه بېگناه بلبله داسې وویشته او ووهله چې بڼکې یې ورته تویې کړې، له الوت څخه یې وغورځوله، د موټر تر ټیرونو لاندې یې کړه، پوړنی یې ورنه لرې کړ، ویښتان یې ورته وشکول، په ناکړې گناه یې، د «نعرې تکبیر» په ویلو سره، تر هغو پورې ووهله چې نه وینه پکې پاتې شوه او نه هم سا؛ بیا یې د کابل سین په نامه په یوه لوی دیگي کې ورواچوله او د خپل جهادي عدالت؟ اور یې ورباندې بل کړ، خو…

اوس که څوک وپوښتي چئ:

وروره!

هغه د فرخندې دوسیه څنگه شوه او تر کوم ځای پورې ورسېده؟

نو په ځواب کې به خامخا واورې چې:

ځه ورورکه هغه اوس هېره شوه، ته یې هم هېره کړه.

*****

اوس هم زه د خپل ذهن په پراخه بیدیا کې د فرخندې په وینو سور بدن او کړم، کړم اندامونه ګورم چې د خپلو ضاربانو پر جهالت پورې په کړس ـ کړس خاندي، خو د دې خندا د څپو په حاشیه کې مې یې هغه مظلومانه چیغې مې هم په تت ډول تر غوږو کېـږي چې د مرګ په شېـبو کې یې هغه چا پسې غږ کاوه، چې هیڅ نه و. فرخندې لکه اوبو اخیستی چې ځګ ته هم د خلاصون په تمه لاس اچوي، د بچیدو په هیله د چیغو په لړ کې له اشرف المخلوقاتو نه او د خدایتعالی د پورې کلي له مخلوقاتو نه د مرستې غوښتنه کوله، خو چا یې غږ وانورېده.

هغو لیوانو چې د فرخندې په نامه زموږ د وطن یوه تنکۍ هوسۍ وداړله او د خپل وحشي طبیعت له ارضا وروسته یې بیا وسوځوله؛ اوس هم د نورو هوسیو د داړلو له پاره په کمین کې پراته دي؛ خو فرخنده او نورې هوسۍ…

او په پای کې د خدای دربار ته زما او د فرخندې «عرض»:

عرض

آهای !!!

د لوړو کلو خلکو،

غږ مې در رسي که نه؟

دغه دی چغې وهم

وژني مې،

وهي مې،

سوځوي مې

خلاصولای مې شئ؟؟؟

۲۰/۰۳/۲۰۱۵

هیدرسلیف،

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.