افغانان نوروز له رخصتۍ پرته د محدودیتونو په فضا کي لمانځي

378
6 ساعتونه مخکې

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دا دویم کال دی چې افغانان د نوروز عنعنوي جشن د لمانځلو څخه بې برخې کیږې.

پسرلی، نوروز یا د بزګر جشن  سږکال یو ځل بیا د طالبانو تر حاکمیت لاندي د افغانانو لپاره د محدودیتونو سره مل وو.  پخوا به د ټول هیواد په کچه د نوې کال لومړۍ ورځ رسمي رخصتي وه او په حکومتي او ملي کچه به دا ورځ لمانځل کیدله خو اوس طالبانو نه یواځي دا رخصتي له جنترۍ لیرې کړې بلکې د نوروز پر لمانځلو یې هم بندیز لګولی.

نوروز هغه عنعنوي جشن دی چې هر کال د ژمې د پاې ته رسیدو وروسته او د پسرلي په پیلیدو سره افغانانو په نویو هیلو ورته چمتووالی نیوی، بیلابیل فرهنګي پروګرامونه او د خوښې جشنونه پکې تر سره کیدل خو د یو شمیر افغانانو په خبره سږنی پسرلې ېې د سوړ ژمې په شان دی.

مزار شریف چې د افغانستان په کچه پکې د نوروز ستر جشن لمانځل کیده او د بیلابیلو ولایتونو لسګونه زره اوسیدونکي د افغانستان د شمال دغه ښار ته تلل سږ خو کال نه یواځي پکې د جنډې ګل سرخ او د نوروز مراسم ونه لمانځل شول بلکي ډیرو کسانو ته د طالبانو لخوا اجازه ورنکړل شوه چې د روضې شاوخوا ته ولاړ شي.

یوسف د بلخ ولایت اوسیدونکی دی. دی وايي موږ سهار راغلو ترڅو روضې شریفې ته ولاړ شوو د طالبانو لخوا اجازه رانکړل شوه چې حتې زیارت وکړو. نوموړی زياتوي: «هرکال به د پسرلې په راتګ سره د بلخ ولایت اوسیدونکو ډیرې خوشحالۍ کولې نه یواځې دې ولایت ته میلمانه راتلل ورسره د خلګو کاروبار رونق پیدا کاوه او د کورنیو لپاره د خوشحالۍ موسم وو خو سږکال زموږ نوې پسرلی ځکه ناهیلې کونکی وو چې نه مراسم، نه جشن او نه خوشحالي وه.»

که څه هم په ورستیو ورځو کې ډیر انځورونه خپاره شوې چې ځوانان د افغانستان د نورو سیمو ترڅنګ تر ډیره د کندوز، بادغیس او نورستان ولایتونو میله ځایونو ته ځې خو د بلې خوا میرمني او کورنۍ بیا تر ډیره بریده له همدې میله ځایونو له تګ څخه بې برخې وې.

آرشیف: په مزار ښار کې د نوي کال لمانځنه
آرشیف: په مزار ښار کې د نوي کال لمانځنهانځور: Najib Faryad

د دایکندي په ولایت کي طالبانو د یوې خبرپانې په خپرولو سره د نوروز مخنیوی کړې ویلې ېې دي چې دا یو غیرې اسلامي جشن دی او که څوک یې لمانځي قانوني چلن به ورسره کیږې.

د فرهنګي چارو کارپوه یعقوب یسنا نوروز یو کلتوري جشن بولي او پر لمانځلو یې ټینګار کوي د ده په خبره: «طالبان په ډیرو برخو کې خصوصآ په فرهنګي برخه کي افراطي اعمال تر سره کوي، د خلګو د خوښۍ مراسم کډوډوي. دا کلتور ته زیان رسول دي، نوروز زموږ یو ملي جشن دی چې د پیړیو راهیسې په افغانستان او سیمه کي لمانځل کیږې خو دوې ېې له مینځه وړي.»

عرفان الله د بادغیس ولایت اوسیدونکی واېې: «هرکال به نوروز په قلعه نو ښار کي په شعرونو، نڅا او اټنونو لمانځل کیده، جشنونه به وه او دولتي ادارې به رخصت وي. د بزګر میله به تر سره کیدله خو سږکال د یادو مراسیمو څرک نه لیدل کیږې. یواځي ځوانان لري سیمو ته ځې او د طالبانو د حضور پرته میله کوي.»

د افغانستان د هرات ولایت څخه بیا یوشمیر کسانو دویچه وله سره خبرو کي وویل چې د دې ښار پر پل مالان، پښتون پله، میرداود، کمرکلاغ، شیداېې او رواشان سیمو کې د امربالمعروف ریاست محتسبین ولاړ دي او خلکو ته سپارښتنه کوې چې نوروز ونه لمانځي ځکه په وينا یې د دې ورځې لمانځل حرام دي.

جلیل احمد د هرات ولایت اوسیدونکی وايي: «موږ غوښتل چې د تورغنډۍ خوا ته ولاړ شوو د کورنۍ میرمني هم راسره وي په کمرکلاغ سیمه کي د طالبانو د امربالمعروف ریاست محتسبین ولاړ وه موږ ته یې ویل نن میلې ته مه ځئ. بله ورځ ولاړ شې، موږ هم بیرته خپل کورته راغلو.»

هاخوا د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر دویچه ویله سره د خبرو پرمهال وویل: «نوروز شرعې جشن نه دی د اسلام په مبارک دین کي هیڅ ځاې نلري زموږ محتسبین خلکو ته سپارښتنه کوې چې نوروز مه لمانځئ. الله جل جلاله تاسو ته د خوښې دوې ورځې درکړې چې کوچنی او لوې اخترونه دي هغه ولمانځي نه نوروز.»

د ویلو ده چې هرکال به په افغانستان کي د نوروز لپاره په بیلابیلو ډولونو چمتووالی نیول کیدی خو سږکال د نوې کال راتګ او نوروز په ځانګړي ډول د هغو میلیونونو نجونو لپاره چې له زده کړو بې برخې دي یو ستونزمن او له روحې فشاره ډک کال بریښې دا ځکه چې پخوا به د نوي هجري لمریز کال له پیل سره سم نوی تعلیمي کال هم پیل شو خو سږ کال لاهم افغان نجوني د زده کړو له شرعي حق څخه بې برخې پاتي دي.

د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني او همداراز یو شمیر افغان سیاسیونو او نړیوالو شخصیتونو د نوې کال او نوروز عنعنوي جشن په تړاو یې د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړې او د افغان نجونو پرمخ ېې د تعلیمي بنسټونو د دروازو د پرانستل کیدو غوښتنه کړې، هغه څه چې لا یې هم څرک نه لیدل کیږې.

دویچه ویله

*****************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.