هغه ښځه ده مجرمه

کلثوم زېب

728
{- هغه ښځه ده مجرمه -}
د سړي په عدالت کښې
د سړي پۀ وکالت کښې
د سړي مقدمه کښې
د سړي پۀ ګواهۍ کښې
د سړي دي دلیلونه
فیصله لا شوے نه ده
دلیلونه لا شروع دي
هغه ښځه ده مجرمه
هغه ښځه چې یو مور ده
هغه ښځه چې یو خور ده
هغه ښځه چې یو لور ده
هغه ښځه چې ده ښځه
نن ولاړه عدالت کښې
ګيره ور دي ترې چاپېره
د ګناه نه خبر نه ده
د وحشت مېدان کښې ناسته
پۀ پټ مخ، پۀ لوې مېدان کښې
د وړو وړو خدایانو
په ولقه کښې ده راګېره
دا د مينې تهمتي ده
د وحشت کلي کښې ګېره
یو جلاد چابک پۀ لاس
ددې خوا کښې دے ولاړ
جلاد لویې د يو څرمنې
جوړ چابک سر ته اوچت کړي
او بیا ښۀ د زړه د زوره
ددې شا باندې راخلاص کړي
دا دننه په برقعه کښې
کړي ټوپونه وارخطا شي
رور او پلار خاوند او ځوئ
پۀ مېدان کښې تماشیان دي
د مذهب پۀ نوم راجمع
دا واړۀ واړۀ خدایان دي
د الله اکبر غږ د مېدان نه شي راپورته
او جلاد چابک راخلاص کړي
د برقعې زندان کښې بنده
دا حوا شي پۀ ټوپونو
زمکه نه چوي لویه خدایه
چې شي دا پکښې دننه
شي د هر غم نه بې غمه
دا الله الله اواز کړي
الله هم پۀ زمکه نشته
اسمان هم د بره خاندي
او اسمان کښې مېشته خدائې هم
نن د بره تماشه کړي
د محشر مېدان تيار دے
دحوا د لور ، محشر کښې
فېصله د تقدیر کيږي
د دوزخ دوزخ ژؤندون نه
بل دوزخ ته به رسيږي
کوم دوزخ چې د ازل نه
د حوا پۀ تندي لیک دے
(کلثوم زېب)

 

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.