د پښتو معاصرې دورې نثر کې غنايي افکار

گهيځ عابد

937

د المان کلاسیکې ښکلا پوهنې له ګويته نيولې تر هيګل پورې د هنري ادبياتو ډولونه د فلسفې پر بنسټ توضیح کړي دي. هيګل هغه ادبي اثار چې د انسان  بهرنی اړخ له نورو انسانانو سره د اغيزو له امله تمثلوي اپيک بولي او هغه ادبي اثار چې د انسان ژوند  داخلي يا روحي نړۍ انځوروي لېريک بولي. درېيم ډول د دواړو له امتزاج او ترکيب څخه رغيدلي اثار ډراماتولوجي بولي.  (۷۴:۶)

موږ دلته د پښتو معاصرې دورې نثرکې د دويم ډول پر کیفیت غږېږو.                        

 (Lyrikos ) ليريک يوناني کلمه ده چې د Lyra څخه اخيستل شوې او د موسیقۍ الې ته ويل کېږي. له دغې الې سره به سندرې ويل کېدې. د لیريک معادل پښتو ژبه کې د غنايي کلمه کارول کېږي، چې د دې کلمې لغوي مانا هم سندره، خوږ اواز او نغمې دي.  غنايي ادب يواځې سندرې او خوږې نغمې هم نه دي، هر هغه اثر (نظم وي یا نثر) چې ليکوال  يا شاعر په هغې کې خيال، عشق، مينه په ټوله کې خپله روحي نړۍ انځور وي؛ د غنايي ادبیاتو پر لمن راټولېږي. په غنايي اثارو کې د  شاعر يا ليکوال  د خپلو احساساتو او عواطفو کونګچ (انعکاس) وينو. 

په لېريک يا غنايي اثارو کې ټول هغه اثار شاملېږي چې فکر او منځپانګه يې  پر عشق، مينه،خيال او  رباني عشق راڅرخي . د پېژندلو لپاره يې کره کتونکو ځينې  ځانګړنې داسې ښودلې دي: غنايي ادبي اثار ذهني دي، روحي حالت انځوروي. ليکوال/شاعر د ژبې تر ټولو حسي بڼې ته مراجع کوي او خپل عواطف پکې ا ظهار وي. مونولوګ  يا د پرسوناژ (اتل)له ځان سره خبرې کول يې درېیمه ځانګړنه ده.  مثلاً: « بنګ له ځانه سره چرت ووهه؛ چې ښه دی عمومي سړک ته ځان وباسي او پر سړک باندې لاړ شي ځکه چې دا یوه پاچايي لاره ده او خطر ډېر لږ دی....»(۷۷:۶)

محمد اقبال وزیري يې  پښتو شفاهي ادبیاتو کې ځينې شعري ځېلونه  لکه لنډۍ، سروکي، نيمکۍ،بګتۍ، بدلې او همدارنګه د ګډو نظمونو فورمونه: غزل، قصیده، مثنوي، څلوریزې او نور د غنايي ادبیاتو مصداق بولي.

 په نثر کې بيا د غنایي ادبياتو سيوری په ځانګړو ژانرونو کې ایسارول لویه څېړنه غواړي؛ يوازې ادبي ټوټه يې تقريباً  څرګند ډول په گوته کولی شو ځکه د ادبي ټوټې موضوع تر ډېره مينه، عشق، خيال  او ژبه يې ډېره حسي وي. راځئ  دغه غنايي فکر د صدیق روهي صیب د مينې خوب په نوم  يوه ادبي ټوټه کې وګورو:

 

د مینې خوب

کله چې ستا د شونډو پر غونچه د مسکا څپې وځغلېدې؛ دنیا د ګل په شان وغوړېده. هر چا او هر شي ته مې د مینې په نظر وکتل، ویده امیدونه را ویښ شول او نا امیدۍ د لایتناهي په لور وتښتېدې. احساسات مې د تودو وینو په شان په رګونو کې جاري شول، خیال مې د مینې په شرابو مست شو، ړندو هیجاناتو مې د عقل لاسونه په ځنځير کلک وتړل فقط زه وم  او ته وې.

یه! نه ته وې، نه زه. مینه وه او ښکلا. شاو خوا مې چې وکتل دنیا د مرمرو د مجسمې په شان حیرانه ولاړه وه. شپه د رڼا په دریابه کې لمبېدله د اسمان پر شنې مخملې قباد د ستورو ملغلرې ځغلېدلې د واورو ډک غرونه داسې ښکارېدل لک سپين سرې بوډۍ چې د خپل پیغلتوب تېرې افسانې در یادوي، د ځنګل له منځ نه یوه مرموزه نغمه د نسیم پر وزرونو هوا ته پورته کېدله او د اسمان په ناپایانه څنډو کې ورکه شوه. دریاب لکه د سپينو زرو ښامار یوې نامعلومې خوا ته روان و. آبشار دبلورینې پردې په شان پر کمره ځړېدلی و، طبیعت د شعر په شان زړه وړونکی او طلسم په څېر حيرانونکی و. زه تا ته ځېر شوم: د رڼا په لمن کې دې ځان داسې ونغښت لکه بوی چې د ګل په پاڼو کې ځان پټوي سترګې مې چې وغړولې ویده شوی وم. (۱۱۴:۳)

 له ادبي ټوټې پرته په نورو نثري ځېلونو لکه ، ناول، لنډه کيسه کې منځپانګې ته کتل کېږي چې فکري خوا يې غنايي ده یا نه ده ځکه دغه ژانرونه تر ډېره د ذکر شوي ویش له مخې د ايپک ژانرونه ګڼل کېږي، چې ډېر کله يې موضوعات تاریخي او حماسي وي، که د ډيالوګ او مونولوګ ځانګړنې يې پرېکړی شرط وګڼو بيا خو ناول او لنډه کيسه له سره په غنايي ادب کې ګڼلی نه شو ځکه  په دې ژانرونو کې د ډېرو کرکټرونو له امله پرلپسې مکالمې رامنځ ته کېږي. دغه خبرې په تسلسل  سره له خپلې موخې  سره  سم د پښتو معاصرې دورې د ليکوالو په اثارو کې کوو.

د پښتو ادبياتو معاصره دوره داسې وخت پيلېږي چې تقريباً تازه د پښتون قام پر وجود د بېلتون ظالمانه کرښه را ايستل شوې ده. له همدې امله ياده دوره په لر او بر کې دوه ځايه مطالعه کېږي.

که څه هم په لره پښتونخوا او افغانستان کې معاصره دوره کابو يو مهال پيلېږي خو هنري نثر او د نثري ژانرونو پالل لږ سره وړاندې، وروسته دي. په لره پښتونخوا کې له پيل سره سم ليکوالان په نثري ژانرونو کې  قلم ازمایي مگر افغانستان کې بيا د معاصرې دورې په لومړي روښنتيا پړاو کې نه تر سترگو کېږي. تر ډېره شعري ژانرونه پالي.

 کله چې  دويم د ويښتيا پړاو پیليږي دلته بيا داسې ستوري پیدا کېږي چې  شعر او  نثر دواړه ليکي. د ډېرو کره کتونکو له نظره د وېښتيا پړاو  د نثر پله د هنر په تله کې له شعر څخه درنه خېږي.

استاد عبدالحی حبيبي، ګل پاچا الفت،  عبدالروف بېنوا، قيام الدين خادم، استاد صدیق الله رښتين  او  په لره پښتونخوا کې  د همدغه وخت يا لږ وړاندې وروسته ليکوال  هغه سرلاري دي چې پوخ هنري نثر يې پنځولی او د غنايي افکارو بېلګې ترې را اخيستلی شو. د استاد صدیق الله رښتين( د ښکلا وږمه) نومي کتاب له دغه ډول بېلګو  مالامال دی خو دلته د استاد عبدالحی حبيبي له نثر پر يوه غنايي بېلګه اکتفا کوو:

مچه

سر مې کوز سو، شونډو مې يوه ښکلې طلايي پاڼه مچ کړه او خلقو ويل: دا قران دی.

زما په زړۀ کې د دې مچې سره يو تقديس الوده ارادت لېونۍ جذب وه.

بله ورځ مې د مور لاسونه په احترام مچ کړل او دې هم زه پر تندي مچ کړم.

خو د دې مچو په منځ کې د ځمکې او اسمان فرق و. ما د مور لاسونه په درناوۍ او مينې مچ کړه خو ادې زما لاسونه په مهربانۍ او شفقت مچ کئ. بله پلا زما کوچنی زوی په ناز ناز،په خندا او ښکلا راغی؛  ما په غېږ کې ونيوئ او په سرو، سرو باړخوگانو مې په داسې محبت مچ کئ چې د دې مچې خوند بېل و.

گوره دغه يوه شونډه په يوه مچه کې څونې ډؤل ډؤل خوندونه او مقصودونه لري خو  هغه خوند، هغه مزه، هغه مينه او هغه جذبه چې يو ځلمی يې د پيغلې په سرو شونډو کې مومي دا خو ځانله بيله خوږه دونيا ده.

په دې مچه کې د عشق اور بلېږي. دلته مينه او الفت، احترام او تقديس ټوله سره گډېږي.

دا مچه د انسانيت دبقا او دوام يوه غوټه ده.

دا مچه د انسانيت د بقا او دوام يوه مقدمه ده.

دا مچه ډېرې ماناوې لري، ډېر خوندونه لري او د دې ټولو نتيجه څه ده؟

د انساني توکم دوام.

د ثبت شویو اسنادو له مخې پښتو ادب کې د هنري نثر پيل د حبیبي صیب د همدغې مچې په نوم  هنرې ټوټې را پيلېږي.(۵۷:۳)

د مچې  په نوم دغه نثر هنري ټوټه بلل شوې؛ د هنري ټوټې د نوم په اورېدلو سره ذهن ته ادبي ټوټه تداعي کېږي  مګر ادبي ټوټه د هنري نثر داسې ژانر دی چې په ډېر لوړ خيال او رنګينه ژبه لیکل کېږي. دلته هغه ځانگړنې نه تر سترگو کېږي چې کره کتونکي يې د ادبي ټوټې لپاره په گوته کوي نو مناسب به وي، چې تکل یې وبلو. په هر صورت  زموږ موضوع غنايي فکر دی چې په ادبي ټوټه او تکل دواړو کې څرګندېدلي شي خو دغه به يوه لازمه يادونه ګڼو. لیکوال په دغه تکل کې خپل فکر او د تجربې تاثر فلسفيانه غوندې وړاندې کوي. په یوه مچه  کې سکون، زړه سوی، مهرباني، مينه او عشق راښيي چې ټول د انسان په روحي نړۍ  پورې تړلي دي. 

که څۀ هم په ټوله کې د ويښتيا پړاو پر ادبياتو له پيل سره سم د انتقادي رياليزم ادبي ميتود حاکم و. ټولنيزه ناانډولي، تېری، زبېښاک او اداري فساد پر ضد افکار پکې منعکس ول او د پينځو ستورو په شان د څو نور ليکوالو په نثر کې هم يوازې دغنايي افکارو بېلگې موندلی شو خو د ويښتيا پړاو له  دويم پېر تر اوښتون پړاو ورستيو پورې نه يواځې هنري نثر بلکې ادبيات مو په بشپړل ډول سياسې مفکورو او بدلونونو گډوډ کړل. د عبدالغفور ليوال په وينا: د ادبياتو په نوم يې داسې سلاتې ته کېنولو چې هر څه پکې پيدا کېدل. داسې زمانې ته را ورسېدو، چې وچو سياسي خاطره ليکنو ته هم د ادبياتو نوم ورکول کېده او بې مانا يونليکونه هم په ادبياتو شمېرل کېدل. ان د پوځي څېرو تذکيره ليکنه او جګړو ته هڅونکي موعظې هم ادبيات گڼل کېدل….(۱۶۴:۷)

خو دغه مهال يو نيم داسې  ليکوال هم پيدا کېده چې هنريت او انسانمحوره ادبياتو ته ژمن پاتې شوی لکه سعدالدين شپون، چې له نورو په ځانگړي سبک  هنري نثر ليکي. پر لنډو کيسو او ناولونو يې غنايي افکارغالب دي. د لېوال خبرو ته په کتو دغه مهال په لسگونه ليکوال قلم چلوي، چې د نثر په برخه کې زيات شمېر کتابونه لیکل کېږي. ادبي ټوټې، تکل، لنډې کسې، طنز او ناولونه يې ليکلي خو  په بشپړه توګه څېړل او بيا  پکې دغنايي افکارو پلټل وخت غواړي.

وړاندې مو وويل چې په تکل، لنډه کيسه او ناولونو کې د افکارو  له پلوه پام پکار دی. مثلاً: نورمحمد تره کی چې په دې برخه کې يې لنډې کیسې او زيات ناولونه لیکلي خو منځپانګه او افکاريې طبقاتي تضاد دی همدارنګه د مصطفی جهاد ( د تخت غمی)  په (۱۳۶۹ل) کال د لیکوالو ټولنې لخوا خپورشوی دی.

 د ناول کيسه د امير  محمد يعقوب خان  د پاچاهۍ د وخت ده. هغه وخت چې مجاهدین د انګرېزانو په وړنداې ملي قیام ته چمتوالی نيسي. د ناول پرسوناژ د کاکه شېر ( کاکه غازي) په نوم زرګر دی. يو بل کرکټر د لښتې په نوم  کوچۍ پيغله  ور باندې مینېږي. ظاهراً یې موضوع مينه ښکاري او د کاکه شېر کړنې د مينې له امله وي خو په حقيقت کې د ناول  کيسه حماسه ده. ليکوال د کيسې د روح حماسي ساتلو لپاره  د پرسوناژ ( کاکه شير) کړنې دومره توصیفوي چې خارق العاده انسان  ترې  جوړوي. دغه ناول د هېواد نامتو شاعر او کره کتونکي عبدالغفور لېوال هم منثوره حماسه بللې ده، نو ویلی شو (د تخت غمی) لېريک اپوس اثر دی.

 د حامد کرزي له دورې را وروسته د پښتو ادبياتو ماهيت غنايي تفکر ته  تمايل کوي. په همدې فکر د نثر په برخه کې  ډېر ځوان ليکوال په پوره مينه قلم چلوي. په سلگونه ادبي ټوټې، لنډې کيسې او ناولونه ليکل کېږي. د نمونې په ډول د ارواښاد نصير احمد احمدي نوم اخيستلی شو. احمدي تر څوارلسو پورې ناولونه او دوې د لنډو کيسو ټولگې لري. ما چې د دۀ  د لنډوکيسو ټولګه (مينه) او د رڼا په نوم ناول لوستي، د دواړو اثارو په ارواو کې يې غنايي خوند رنګ موندل کېږي. رڼا ناول د پښتني کليوالې مينې  د يو ډېر ژور درد ـ خوند يو ناشنا احساس لېږدونکی دی.

همدارنګه د مصطفی سالک ناول (پاتې شه باران دی) د معاصرې دورې په نثر کې د غنايي افکارو  ښکلې بېلګه ګڼلی شو. دغه ناول په شپږم ځل (۱۳۹۷ل)کال د دانش خپرندويې ټولنې لخوا چاپ او په ياداښت  کې يې ليکلي چې په لومړي ځل اولس (۱۷)کاله وړاندې چاپ شوی دی. په پای کې په لنډ ډول ويلی شو چې د معاصرې دورې په نثر کې زموږ ليکوالو غنایي اړخ پوره پاللی او د ادبي ټوټې سربېره په نورو نثري ژانرونو کې هم پوره ونډه لري.

 

 

ماخذونه

۱ ـ بریالی، باجوړی.(۱۳۹۷ل).  د پښتوادبياتو معاصره دوره ويښتا پړاو. کابل: جهان دانش خپرندويه ټولنه 

۲ ـ جهاد، مصطفی. (چاپ کال نشته). د تخت غمی، دویم چاپ. خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه

۳ ـ رشيدي، جمشيد .(۱۳۹۵ل). ادب تيوري، دويم چاپ. کابل: انتشارت نويسا

۴ ـ روهي، محمدصديق. (۱۳۸۴ل). د پښتوادبياتو تاريخ دويم ټوک، دويم چاپ. خپرندوی: محمدصديق روهي فرهنګي ټولنه

۵ ­ـ سالک، مصطفی. (۱۳۹۷ل). پاتې شه باران دی، شپږم چاپ. کابل: دانش خپرندویه ټولنه

۶ـ وزيري، محمداقبال.(۱۳۹۱ل). د ادبياتو تيوري. پېښور: د پښتونخوا د پوهنې دېره

۷ـ  د سیمینار د مقالو ټولګه .(۱۳۹۴ل). د افغانستان د معاصرو ادبیاتو وضعیت،د  وجیه الله شپون په زیار. خپرندوی: د ژبو ادبیاتو مرکز او د پښتو څېړنو نړیوال مرکز.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.