بې قانونه هیواد

ازاد خان افغان

884
– د مزار په ښار کې د نوروز په ورځ د عنعنوي جنډې جګول منع کړل شول، مګر د کابل په سخي زیارت کې جنډه جګه شوه.
– د قصبې په سیمه کې فامیلونه د خپلوانو د لیدو یا د نوي کال د هواخوري لپاره وتلي وو، مګر طالب توپک ولا ورته ویلي وو چې بیرته وګرځئ، د نوروز لمانځل حرام دي، مګر په کارته سخي کې د هر کال په شان د نوروز میله جاري وه.
– ‌ذبیح الله ویل چې مونږ د نوروز په لمانځلو کې هيڅ مخالفت ندی کړی، مګر بل ملا ویل چې نوروز حرام دی او که چا حتی یوه هګۍ لا د نوروز په لمانځلو کې چاته ورکړه دده د پنځوسو کالو عبادت خراپیږي.
– په کابل او نورو شارونو کې په ظالمانه او نارحمه شکل کور په کور، دروازه په دروازه، دکان په دکان، حتی تر لاسي کراچیو پورې مالیه ټولیږي، هغه هم د هغو خلکو څخه چې د شپې ورځې یوې وچې ډوډۍ ته حیران دي. مګر د هیواد په ډیرو نورو ځایونو کې حاکم ملایان له خلکو په زوره عشر او ذکات ټولوي.
– ملي معدنونه د هیواد په مختلفو سیمو کې د مختلفو ملایانو لخوا لیلام شوي دي او عایدات یې په مرموز شکل ورکیږي.
– د مالیو تر څنګ له ګمرکاتو بې حده عایدات ټولیږي، مګر د مصارفو حساب ملت ته هیڅ نه ورکول کیږي چې آیا دا دومره پیسې چیرې ځي او د خلکو کوم درد ورباندې دوا کیږي.
– مشر ملا عفو اعلانوي، مګر توپک ولا طالب پخپله سیمه کې د انسانانو د وژلو، بندي کولو او وهلو فیصله پخپله خوښه کوي.
– هر ملا پخپله سیمه کې خپل خپل قانون لري.
– د صداقت تبلیغ ډیر کیږي، مګر حتی ملاهیبت مجبوریږي چې په حکومت کې د روان خیانت، رشوت او د خپلوانو د مقررولو د مخنیوي په هکله فرمانونه ولیږي.
مګر ټول وایي چې زمونږ قانون معلوم دی او هغه قانون شریعت دی. دا هغه شریعت دی چې په ۱۴۰۰ کالو کې مسلمانانو ورته یو مشترک معنی، تعریف، تفسیر او تفصیل پیدانکړ. هر ملا په هره زمانه کې پخپله سیمه کې د شریعت لپاره خپل د خوښې تفسیرونه لرل او هر ملا سره د قالَ قالَ زرګونه حدیثونه په جیب کې وو او دي.
آیا یو لوی هیواد بې ملي قانونه چلیدلی شي؟؟
فکر وکړئ!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.