نړۍ کې د اوبو کړکیچ؛ له هر څلورو کسانو یو یې د اوبو له کمښت سره مخ دی

497

د ملګرو ملتونو د نړیوالو اوبو امنیت لخوا خپره‌شوې ارزونه ښیي چې په نړۍ کې له څلورو څخه درې تنه د اوبو له کمښت سره مخ دي او اوبو ته د لاسرسي نشتوالی به په ۱۸۷هیوادونو کې د ۷،۸ میلیون خلکو ژوند اغیزمن کړي.

د ملګرو ملتونو د اوبو کنفرانس تیره اونۍ د اوبو د کړکیچ د حل د بیړنۍ ارزونې په موخه جوړ شو او د ملګرو ملتونو د اوبو یو کارپوه «شارلوټ مک الیسټر» وویل، که پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د انسانانو ژوند خوندي نه وي، نو د خوږو اوبو ایکوسیستمونه معیشت او د انسان هوساینه له ګواښ سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو د اوبو د کارپوهانو د موندنو له مخې، د نړۍ ۷۸ سلنه نفوس یا ۶،۱ میلیارده وګړي په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.

په ټولیز ډول ۳۳ وروسته پاتې هېوادونه د اوبو له بحران سره لاس او ګریوان دي، چې له دې څخه افریقا تر ټولو ډېر د اوبو له کمښت سره مخ دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دی او دا هېواد د هغو شپږو هېوادونو په نوملړ کې دی چې د دغه کړکیچ لپاره د چمتووالی تر ټولو ټیټه کچه یې ارزول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تر دې مخکې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې ۹۳ سلنه ماشومان پاکو اوبو ته ډېره لږه یا هم په پوره توګه لاسرسی نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.