لیکوالي څنګه شروع کړو!؟

هینداره پژواک

871

زما او د یوې ملګرې مې د مکالمې یوه برخه ولولﺉ!

ملګرې: هې یوه پوښتنه!
زه : ویې کړه!
– څنګه کولای شو ښه لیکوال شو او یوه ښه لیکنه وکړو؟!
– اول باید د لیکوالۍ فطري او ذهني استعداد ولرو او دویم ډیر تمرین وکړو او که استعداد ونلرو یوازې تمرین مو مطلوب ځای ته نه رسوي او که تمرین ونلرو استعداد مو هم په درد نه خوري!
-له کوم ځایه یې پیل کړو؟
– اول ساده موضوعات،
بیا پیچلې موضوعات؛ دا یې ښه لار ده!
– ساده موضوعات څنګه وي او پیچلې څنګه؟
– ساده لکه مونږ د لیکنې لپاره داسې موضوع ټاکو چې عینیت لري معنا مونږ یې په حواس درک کوو
لکه د یوې کلي په اړه لیکو،
د یو ښار د ښکلا په اړه چې څه مو لیدلي وي هغه لیکو، دې کې دلیل او منطق ته ضرورت نلرو
څه چې په سترګو ګورو هغه لیکو، خو پیچلې موضوعات بیا هغه دي چې تحلیلي لیکل کیږي لکه د یو هیواد سیاسي تحلیل ،
د یوې دورې ادبي تحلیل او …
ساده موضوعاتو کې مطالعې او پوهې ته ضرورت نه وي خو پیچلې موضوعات بیا ډیرې مطالعی او څیړنې ته ضرورت لري هره خبره باید په منطق او استدلال ولاړه وي.
– آفرین!
څومره ښه معلومات دې راکړ!
ته هم لیکل کوې، ولې؟!
– زما لیکل خوښیږي، د انسان زړه ته سکون او آرام ورکوي!
بې لیکل ژوند سختیږي ، زه نغواړم چې ژوند مې سخت شي؛ بس کله کله مات ګوډ الفاظ ځیلوم…
– کتابچه دې راته راکوې؟!
– څه یې کوې مړې؟!
– لولم یې بیرته به یې درکړم.
– دوه کتابچې مې ورکې شوي دي رانه او مبایل کې مې هم ځینې شیان لیکلي وو خو له بده مرغه ډیلیټ شوي رانه!
– ښاا!
خو زه څنګه لیکل شروع کړم؟ لیکلو څخه ډاریږم.
– هره ورځ صرف یوه صفحه ولیکه یا له نیمې صفحې شروع وکړه بیا ورو ورو خپله زیاتیږي،ځینې تمرینونه وي د لیکوالۍ لپاره مثلاً د ورځې صرف پنځه سوه یا زر کلمې ولیکه، اول کې صرف کلمې
بیا ترکیبونه او عبارتونه او بیا جملې ولیکه!
او بیا یوه کلمه یا جمله ترې وټاکه او یو څه پرې ولیکه.
– لکه څنګه؟!
– مثلا څومره کلمې دې چې ذهن ته راځي ولیکه لکه لکه ونه
کور
دنیا
پلار
مور
مینه
دوستي
ملګرتیا
مبایل
آسمان
خیال
بیا ترې ترکیبونه جوړ کړه لکه د خیال آسمان ، کله کله یو عکس د لیکلو لپاره انتخاب کړه
او عکس کې چې څه ګورې یا فکر کوې هغه ولیکه!
یو انځور مې ورته ولیږه هغه د ولیکل ددې په لیدو خو زما ذهن ته هیڅ هم رانغی! ما وویل خیر دی اول کې همداسې وي!
– ښاا پوهه شوم!
– بیا دا انتخابوې او څه دې چې ذهن ته راځي صرف لیکې یې، دې مه ګوره چې څه دې ولیکل یا څنګه دې ولیکل بلکه صرف ولیکه او او لیکل هیڅکله ددې لپاره مه کوه چې خپاره یې کړې
صرف ددې لپاره چې خپل زړه او ذهن دې خالي کړی وي وکړه.
– همداسې کوم لخیره!
– بیا چې خلاص شو یو ځل یې وګوره، شاید خپلو لیکنو ته دې خندا هم درشي او ووایې چې دا مې څه لیکلي؟! خو خو بیا ترې تیریږه مه او هغه منظم کړه جملې مخکې وروسته کړه ځینې ترې حذف کړه او بیا بیا یې وګوره له څو ځله تمرین نه وروسته بیا دې کارونو ته اړتیا نه وي او بیا به دې لاس پرې بر وي!
– څومره ښه چلونه درته زده دي لیونۍ!
– ههههه ښه لیکواله نه یم خو په طریقه یې پوهیږم!
پوهیږې یو عربي لیکوال څه وایې؟!
وایي زما ژبه زما ذهن سره خیانت کړی
معنا څه چې زما ذهن کې دي زما ژبه نشي کولی هغه ټول بیان کړي.
او دا هغه څه وو چې ما د خپلې مطالعې نه درته وویل نور نو له دې وروسته باید ته کوشش وکړې.
– معنا خپله به ځان رسوې؟!
– هو!
– مننننه! ډیر څه مې درنه زده کړل تنبلې نالایقې 😜
زما خو درنه دومره تمه نه وه ایله چې تمه مې درته پیدا شوه!
– ولې؟! زه درته تنبله ښکارم؟!
د نن لپاره همدومره بس دي نور به بیا سره بحث وکړو
– سمه ده!
– بای
– بای
منسره رسولي
هینداره پژواک

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.