رنګونه او اغېز یې

لعل پاچا ازمون

715

سریزه
رنګ ښکلاییز او رواني اغېز دی چې د بشر او طبیعت تر منځ اړیکه ټینګوي، ذوق خړوبوي، روح خوشحالوي او د رنځونو درملنه کوي.
رنګونه د ژوند د رنګینۍ بېلابېل مخونه دي.
ښکلاییز اغېز یې د شاعرانو او لیکوالو په لیکنو کې ښکاري، سیاستوال او ټولنپال یې د اړیکو ټینګولو او خپلو موخو ته د ژبې ورکولو نښه ګڼي.
د قومونو، ملتونو او ټولنو تر منځ د یووالي او را ټولېدو یو نغری او ارزښتونو ته د بیان یوه ژبه هم د رنګ ټاکنه ده.
رنګ د قومونو ترمنځ د یو ملت د جوړېدو سېمبول دی، بېلګه یې ملي بیرغ یادولی شو.
د وګړیو ترمنځ په یو فکر د راټولېدو چرګۍ ده، ځینې سیاستوال او ګوندونه د خپلو موخو د بیان لپاره رنګ د راټولېدو یو سېمبول ګڼي.
شاعران او لیکوال هم د خپلې خبرې د پخلي، ذوق خړوبونې او فکر لپاره رنګ د تشبیه، استعارې، سېمبول، مجاز، کنایې او… په توګه کاروي.
ژبپوهان هم رنګونه د اروايي اغېز ښندني او ژبنۍ چارې لپاره بېلابېل مفاهیم ګڼي.
په دې تورو کرښو کې همدغه مسالې څه ناڅه راسپړل شوې دي.
خدای دې وکړي چې دا کرښې د ذوق خړوبونې، درد ټکورونې او رنځونو لپاره درمل وګرځي.
موخه
د دې لیکنې یوازینۍ موخه د رنګ ښکلاییز او رواني اغېز ښودونه او په هنري تجربو کې یې را سپړنه ده.
ارزښت
ارزښت یې په دې کې دی چې د ژوند په چارو او ښکلا کې د رنګ اغېز څرګند شي. رنګ د سکون، خوښۍ، آرامۍ او سوکالۍ څیز دی. د ژوند بېلابېل مخونه راښيي او په خوند مو پوهوي.
کلمې
رنګ، تور، سپين، سور، شین، زرغون، آبي، ګلابي، نسواري، زېړ، بانجاني، پدیده او…
فرضیه
رنګ د انسان ذوق خړبوي، د شخصیت په وده روزنه او پالنه کې ارزښمن تمامېږي او رواني اغېز یې ژوند ته ساه بښي.
اصلي پوښتنې
۱ ـ رنګ د انسان پر ژوند څه اغېز لري؟
۲ ـ د رنګ ښکلاییز اغېز په څه کې دی؟
۳ـ د رنګ رواني اغېز په څه کې دی؟
۴ـ رنګ د انسان د شخصیت په روزنه او پالنه کې څه ارزښت او اغېز لري؟
فرعي پوښتنې
۱ ـ رنګ د انسان، حیوان او چاپیریال ترمنځ څنګه اړیکه ټینګوي؟
۲ ـ رنګ په کولتور کې څه ونډه اخلي؟
۳ ـ رنګونه څو ډولونه لري؟
۴ـ رنګونه یو له بله سره څه اړیکه لري که نه؟
۵ ـ رنګونه په لیکنې او ګړني ادب کې څه ډول یاد شوي دي؟
د څېړنې مېتود
د دې څېړنې مېتود تشریحي دی، بڼه یا روش یې کتابتوني دی.
شالید
په دې برخه کې د ګوتو په شمار لیکنې شوې دي. هغه کتابونه چې زما تر سترګو شوي دي هغه په دې ډول دي:
۱ ـ د رنګونو رازونه
دا کتاب ډاکتر محمد السقاعید په عربۍ ژبه لیکلی دی او عبدالحق ثاقب پښتو ته را ژباړلی دی، په دې کتاب کط د رنګونو په ارزښت او رازونو خبرې شوې دي، په کتاب کې د هر رنګ بڼه او رواني اغېز را سپړل شوی دی.
دغه کتاب په ۱۳۹۲لمریز کال د پښتو کاروان د ژباړې مرکز له خوا د دانش خپرندویې ټولنې د تخنیکي څانګې په زیار خپور شوی دی.
۲ ـ د رنګونو نړۍ
دغه کتاب د حبیب الله ځدران په قلم لیکل شوی دی، په دې کتاب کې اتلس فصله ځای شوي دي، د رنګونو جوړښت، ډولونه، طبي او رواني ارزښت او د کارونې بېلابېلې برخې پکې را سپړل شوي دي. دغه کتاب رواني او طبي ارزښت لري.
دغه کتاب په ۲۰۱۰کال د دانش خپرندویې ټولنې تخنیکي څانګې له خوا په کابل کې خپور شوی دی.
۱ ـ د رنګ پيدایښت
هره پدیده د خپل جوړښت او ماهیت له مخې را پيژند ل کېږي، د پديدې جوړ ښټ، ظاهري بڼه راښيي، خو ظاهري بڼه کې يې نغښتی جوهر داخلي کیفیت او اغیز څرګندوي.
د انسان حواس د داخلي او بهرني جوړښت سره اړیکه لري. حواس پارونکي څیزونه یا پديدې د داخلي او بهرني جوړښت له مخې اغیز ښندونکي دي.
رنګونه هم ظاهري اوباطني دواړه بڼې لري، د رنګ بهرنۍ یا ظاهري بڼه د لیدونکي حواس ځانته را بولي. لومړنی حس سترګې دي چې د رنګ څېره را پيژني.
د رنګ دنننی جوهر او کیفیت د لیدونکي نور حواس را پاروي او اغیز پرې ښندي، دغه پارونه او اغیز ښندنه د ذهني او نفسي تجربې زیږندنه ده. عیني بڼه يې هماغه بهرني یا ظاهري وجود دی.
رنګونه یو رواني کیفیت دی چې د لیدونکي ښکلایز حسي تجربې څرګندوي. دغه ذهني حسي تجربې څه په مستقیمه او څه هم په نا مستقیمه بڼه ځان را ښيي.
د اپلاتون د وینا پر بنسټ چې د هر څیز تر شا یو حقیقت شته، د رنګونو ښکاره بڼې تر شا هم د یوه حقیقت ښکالو اورو.
د رنګ د څرګندې بڼې تر شا د هغه د کیفیت سپړنه تفکر غواړي. تفکر د رنګ په کیفیت سپړنې پسې هڅه ده،تعقل د رنګونو تفکیک کوي، تخیل او تصور یې تخييل او تصویر په راښکونکې، پارونکې او اغېزناکه ژبه وړاندې کوي.
مخ دې په سپین کې سرخي وايي
لکه خاصه چې په ګلاب وغوړوینه
دلته سپین د خاصې، سرخي د ګلاب په مخونو کې ځان راښيي، تر منځ یې ګډه وجه رنګونه او ښکلار ده، دا یوه تخيلي تجربه ده. دلته رنګونه په حسي کلمو یا څیزونو کې راښکاره شول، مخ په سپين کې سرخي ویل یو پاراډوکس دی چې ښکلا او ځلېده ښيي. دغه ښکلا او څلېده بیا د څیزونو په تصویر کې تخييل شوي دي.
عقل او ذهن له رنګونو نه په علمي او فني تجربو کې کار اخلي، زړه د رنګونو په ټال زانګي او خیالي دنیا پرې ابادوي.
رنګ د کولتوري ارزښت په توګه
رنګونه پر رواني، طبي او ښکلاییز ارزښت او اغېز سربېره د یوې ټولنې کولتور او دخلکو ذهنیت هم راښيي.
د خلکو دغه ذهنیت د دوی حافظې غښتلي کړي دي او د زده کړې کچه یې لوړ شوې ده، د دوی مغزي او ذهني پوهه له رنګونو خړوبه شوې ده.
په رنګونو کې د ولسي ویناوو د ذهنیت انځور او وضعیت هم را څرګندېږي. بېلګه يې : پاچا سور شین واوښت، د سره او شنه اوښتل یو کیفي اغیز دی چې د پاچا و ضعیت او چلن څرګندوي.
(شین زړه) هغه توصیفي ترکیبي نوم دی چې د رنګ تر شا د خلکو ذهنیت او یو ځانګړي کولتور راښيي. په ولسي ژبه کې لرو چې ( زړه مې ترې شین دی یا له غمه مې زړه شین دی … په بېلابېلو بڼو) دلته د زړه شینوالی په ولسي ژبه کې د خفګان او زړه بداوي په مفهوم دی.
حمید بابا وايي:
دا زما له غمه شین زړه پکې خیال د یار د شونډو
هسې رنګ زېب وزینت کا لکه می په شنه پیاله کې
دلته ( شین زړه ) څرګند شوی چې له غمه دی. شنه پیاله یو کیفیت دی، پیالې ته رنګ میو ورکړی دی، د می رنګ په پیاله کې را څرګند شوی دی. حمید بابا ( له غمه شین زړه ) له ولسي وینا څخه رااخستی دی. د حمید بابا تخیل په همدې خیال پسې و چې په تخییل کې یې یوه حسي تجربه وړاندې کړه.
(دا رنګ دې ولې تور دی) دا هم یوه ولسي وینا ده چې یوه سیمه او خلک راپېژني، د رنګ توروالی د غم، خفګان او خواشینۍ مفاهیم ښندي.
کمیس مې لنډ ونیسه مورې
ما په تومت کړې جامې تورې
د بېلتانه دغه دوران دی
جانان مې چتر ته روان دی.
دلته تومت یو کولتوري کود دی، په پښتني ټولنه کې تومت پورې کول د انسان ژوند ګواښي، د یو چا لپاره تومت په سر اخستل د مینې وروستی برید دی، له جامو نه موخه خپله شخص دی چې تومت یې په خپل سر اخستی دی، تومت پر سر اخستل خپل ژوند ګواښل او بدرنګي ده. دلته د تور رنګ د تومت نښه ده.
د انسان ذهني تجربې د یو لړ تصویرونو ، تخییل او مفاهیمو په ژبه ځان راښيي، د رنګ په باب ذهني مطالعه او پوهه دوه ډوله برېښي.
۱ـ په شعور کې د رنګ پرته بڼه چې د ټولو رنګونو جوړښت او بڼه را ښيي او یو له بله يې توپيروي.
۲ــ د ذهني اونفسي تجربو او کیفیت پوه ده، پدې برخه کې د انسان ذهني او نفسي اغیز او تجربې شاملې دي.
له رنګه توره مصلۍ ده
د یارانې غشی په سترګو کې لرینه
توره مصلۍ یو توصیفي ترکیب دی چې یو شخص ظاهري شخصیت را ښيي . دغه ظاهري شخصیت په خپل وجود کې یو ذهني کیفیت هم تداعی کوي.
رنګ ته مې مه ګوره چې تور دی
عسکري اور ده په لمبو يې سیزلی یمه
دلته (اور) د شخص ظاهري او باطني کیفیت او اغیز راښيي. دې پوښتنې ته ځواب ورکوي چې رنګ ولې توردی ؟
د تور والي علت څه دی؟
کوم توروالي ؟
دغه تور والی د یوعلت له مخې رامنځ ته کېږي چې هغه عسکري ده او عسکري هماغه تنګسه ا و ستونزمنه دنده ده چې د ده رنګ یې بدل کړی دی، د رنګ دغه بدلون یو کیفي اغیز دی.
ما په تا پسې دا خپلې جامې رنګ کړې
د جامو د رنګولي عامل څه شی دی؟ هغه د دوو ترمنځ د وفادارۍ مزی دی چې دی پرې تومتي شوی دی. دلته د جامو درنګ خبره په ژبني لحاظ یو ځانګړی حالت او وضعیت څرګندوي، په چا پسې جامې رنګول یو اصطلاحی مفهوم دی چې موخه یې په خپل قرار پسې له خپل وضعیته تېرېدل دي.
ماشوم د رنګینو ټکو او انځورونو له لارې ښه زده کړه کولی شي . رنګونه دلته حواس، عادتونه او خویونه روزي. دغه روزنه د ټولنې د وګړو ترمنځ اړیکه ټینګوي.
له دې سره سره رنګونه د ژویو، الوتونکیو او په ټوله کې د حیواناتو ترمنځ اړیکه جوړوي، یو دبل ذوق خړوبوي، طاووس هغه مرغه دی چې بڼې یې د بېلابېلو رنګونو پلوشې شیندي، وګړي هڅه کوي چې خپله ذهني ستړیا د دغه مرغه د رنګونو په پلوشو ومینځي.
د پیشو سترګې ډېره تېزه او پارونکې رڼا لري، خلک له پیشو سره په سترګو مینه کوي، د همدې مینې پر بنسټ یې ساتي او په ځینو ځایونو کې یې د کور غړې بولي.
د توتي شنې بڼکې او سره مښوکه اغېز ښندونکې ده، توتي د خبرو سېمبول دی، د توتي خبرې د بڼې له مخې هم اغېز ښندونکې دي، ستړي کوونکې نه دي.
کوتره د خپل رنګ له مخې د زړه پر بام کېني، معصومیت یې د سولې او ارامۍ نښه ده. سپینه کوتره د خپل معصومیت او رنګ له مخې د سولې نښه ده.
رنګ د قومیت او ملت جوړونې په برخه کې رغنده ونډه اخلي. د وګړو ترمنځ اړیکې او په لویه کې د ملت جوړونې تفکر یو اړخ رنګ دی.
د دې خبرې د پخلي لپاره د پښتو دغه ټپه یو سند کېدای شي:
اصیل ګلاب به خدای را نه کړي
د نورو ګلو مې باغچې ولاړې دینه
دلته ګلاب په اصلیت مشخص شوی دی، اصیل ګلاب ځانته ځانګړی رنګ او وږمه لري، اصیل ګلاب ته وطني ګلاب هم ویل کېږي، له دغه ګلاب سره زموږ د حواسو چلن عاطفي او هنري دی. د اصیل ګلاب پاڼې د رنګونو هنداره ده، د دغو پاڼو په رنګونو او وږمو کې د یوه زړه ګډ غږونه نغښتي دي. زړه یو ملت او رنګونه یې قومونه دي.
د رنګ ښکلاییز ارزښت د عاطفي تجربو له مخې ښه راڅرګندېږي، نو ویلی شو چې رنګ پر خپل ظاهري جوړښټ سربېره عاطفي ارزښت او اغیز هم لري.
بیرغ له رنګونو جوړ دی، هر رنګ یې یو سېمبول دی، هېوادونه او ملتونه د رنګ له مخې راپېژندل کېږي، رنګ دی چې موږ ته سیمه ، خلک او ذوق را پيژني.
تورې جامې یو ځانګړی توصیفي ترکیب دی ، د هغو سیمو خلک يې ډېرې کاروي چې سړې وي، د تورو جامو اغیز عاطفي او مینه ناک وي.
دا ستا ارمان و ما پوره کړ
تورې جامې په ګرمۍ چا اغوستي دینه
دلته د تورو جامو اغیز د یو ځانګړي ذوق ښکاروندوی ده ، په تورو جامو د مینې اړیکه پالل شوې، دغه اړیکه سیمبولیکه ده . موږ ته د شخص او سیمې ذوق راښيي.
رنګونه پر اروايي اغېز سربېره روحاني او مذهبي اغېز هم لري، د هندوانو په مذهب کې زېړ رنګ ته د تقدس په سترګه کتل کېږي. دوی په زېړ رنګ کې یو ډول مصونیت او معصومیت ګوري.
پښتانه زېړ رنګ د هجر او جدایۍ په توګه کاروي، د دوی په خټه او طبع کې هجر نغښتی دی. د هجر یو علامت یا سیمبول ژیړ رنګ دی. د پښتنو معشي او کولتوري ژوند ته په کتو، زېړ رنګ تنګلاسي، بې وسي او محرومیت راښيي.
تا د سفر موزې په پښو کړې
د زیړو ګلو باغ پر چا سپارې مینه
په لومړۍ مسره کې مسافر پښتون ته خطاب دی، دویمه مسره پټه خبره ده او هغه خبره ده چې معشوقه يې په ښکاره نه شي کولی، په دغه پټه خبره کې د معشوقې اندرونې کیفیت نغښتی دی . د زېړو ګلو باغ یو سیبمولیک او استعاري ترکیب دی، پدې ترکیب کې د معشوقې یو حالت انځور شویدی . د زېړو ګلو باغ د عاشق او معشوق ترمنځ د شهوانې غریزې وروستی برید دی.
زېړ رنګ د زېړۍ تبې لپاره هم کاروي:
هلک مین شو ، رنګ يې زیړ شو
مور ته بانې کړي چې زېړۍ تبې کومه
زېړۍ تبې میېنتوب او هجر راښيي.
د رنګونو نه نیغ په نیغه مفهوم اخیستل د هر شخص د ذوق ، سلیقې او نفس پورې تړلي دي . له دې ځایه بېلا بېل تعبیرونه را منځ ته کېږي، تور پړونی، تورسرې، توره ، تور بخن ، تور مخی ، مخ توری… هغه څه دي چې د پښتانه ذوق، سلیقه او کولتوري ژوند را ښيي، دغه ترکیبونه بېلا بېل مفاهیم ښندي.
رنګونه د یو ملت کولتوري کوډونه دي چې د خلکو ذهنیت راښيي، تورن ، تور مخی ، توره شوې، تور پړونی، سپین سرې، سپين سری ، سپین سترګی، سپین سترګې، سپین زړی …
په موږ کې تور ټیکري رواج دي
جینۍ چې سور په سروي یار به لرینه
تور رنګ په ټوله کې د عزت او درنښت په مفهوم کارېږي، تورټیکری د پښتني دود له مخې د عزت او درنښت سېمبول دی. سور د محبت او عشق هغه شهواني حالت راښيي.
په تورو بد مه وایه خلکه
الله په خپل کلام کې تور لیکلي دینه
په پورته ټپه کې تور د درنښت لپاره کارېدلی دی.
د تور صفت راته ونه کړي
توره څمڅۍ مې کاسه کې بدي شینه
په دې ټپه کې بیا د ښاېست په تله تلل شوی او ذوق راښيي، په پښتني ټولنه کې د ذوق او ښکلا له مخې تور رنګ د غنم رنګ او سپین په مقابل کې تت دی، خو د سترګو لپاره تور بیا ښایست دی.
که یارمې تور څه مې پیغور دی
تور خو بورا دی چې ګلونه بویونه
که توره یم تا به رنځور کړم
د یارانې غشې په سترګو کې لرمه
توري سترګې خماري
درته کړم ناله زاري
د زړه زخم مې کاري
دلته تور د صفت او سیمبول په توګه راغلی دی چې د ټولنې د وګړو ذوق او سلیقه را ښيي، دغه ذوق او سلیقه د یو ځانګړي چاپيریال او ځانګړي مهال د خلکو ده چې د خلکو هویت او پېژندنه کوي.
تور ته سپين او سپين ته تور نه شم ویلی
ــــ
ورځې ته به شپه وایې چا که ور ته شپه ویلې
سپين به تور شیان ګڼې دلته که اوسېږي ته
دلته سپين او تور د حق او باطل خبره کول دي. دغه مفهوم ټولیز دی، مانا سپین د رڼا، سولې، عدالت، حق او نېکبختۍ مفاهیم وړاندې کوي، تور یې په مقابل کې دی. دغه مفاهیم مذهبي، کولتوري او روحاني رنګ لري.
رنګ د کولتوري ارزښتونو په لمن کې مذهبي ارزښت هم لري چې ځینې ټولنې یې درملنه کې کاروي : (( لرغونو چینیانو هم د ناروغیو په درملنه کې دا نظریه کاروله چې د ( فینج شوي) په نامه یادېږي او همدا راز فرعونیانو هم په اهرامو کې دننه د میکروبونو د مخنیوي، د باکتریاوو د وژلو او د مومیايي ساتلو په موخه د ( زرغون نه اخوا) رنګ څخه کار اخست.)) ( السقاعید، ډاکتر محمد، د رنګونو رازونه، ۱۳۹۲ل، ۹م)
په هند کې زېړ رنګ ته د تقدس په سترګه کتل کېږي. دوی زېړ رنګ د خپلو رنځونو درمل او روحي تسکی بولي.
په اسلامي روایاتو کې یو بنسټ او اصل دا دی چې : د دیندار یا مومن مخ سپین او د بې دینه مخ تور دی. دلته سپين د پاکۍ او نورانیت او تور د ناپاکه په مفهوم کارېږي.
پروردګار کاینات په بېلابېلو رنګونو پيدا کړي دي، دغه رنګونه د دوی د پېژندنې نښې دي، غرونه، تیږې، سیندونه، کاڼي، بوټي، مېوې او… په بېلابېلو رنګونو کې د انسان طبع ته د ذوق او خوند جامه اغوندي، فاخرجنا به ثمرات مختلفا الوانها ژباړه: مونږ پر ورښت له ځمکې ډول ډول مېوې، په بېلابېلو رنګونو کې راوایستې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.