نړۍ د لومړئ ګرځنده ټلیفون ۵۰ کاله پوره شول

536

پنځوس کاله وړاندې په ۱۹۷۳کال کې د اپریل په دویمه نیټه د مارټین کوپر په نوم یو کس د امریکا په نیویارک ښار کې په ټلیفون خبرې وکړې.
د معلوماتو له مخې کله چې په ۱۹۸۳ کال کې بازار ته لومړی ګرځنده ټلیفون وړاندې شو، وزن یې یو کیلو ګرام څخه زیات وو، په لسو ساعتونو کې چارج کېدو او یواځې پرې دیرش دقیقې خبرې کېدای شوې.
هغه مهال د دې تلیفون قیمت ۴ زره ډالر وو چې د اوسني وخت د ۱۱۵۰۰ ډالرو سره برابره ده.
په هغه وخت کې ګرځنده ټلیفون یواځې د شتمنو خلکو لخوا اخیستل کېده چې د چارج لپاره یې زښت زیات وخت ته اړتیا وه.
د نړۍ لومړی سمارټ فون د ۱۹۹۴ کال د اګست په ۱۶ مه د IBM مشهورې کمپنۍ لخوا وړاندې شو چې لومړی یې اینګلر نومېده خو وروسته د سایمن پرسنل کمونیکیټر په نوم یاد شو.
دا لومړی ټچ سکرین تلیفون و چې په بازار کې شتون درلود چې په اسانۍ سره د سټایلس یا ګوتو سره د کارونې ترڅنګ د جنترۍ، حساب ماشین، د یاداښت کتابچه او ګڼ نورې برخې په کې نصب شوې وې.
د نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون جوړونکی مارټین کوپر اوس ۹۴ کلن دی.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.