پر ماشومانو د غږیز ککړتیا اغېز

محمد الله فرهاد

1,187

غږیزه ککړتیا(Noise pollution)

د ژوند چاپیریال تر هغه وخته پورې سالم پاتې کیږي چې د چاپیریال عناصر سالم وي، هر کله چې د چاپیریال عناصر ککړ شي نو د ژوند چاپیریال هم ور سره ککړ او ناسالم شي

غږیزه ککړتیا یو اوږد بحث ده داچې غږیزه ککړتیا څه ته ویل کیږي، او پر نویو زیږیدلوماشومانو یې اغیز څه ده پرهمدې موضوع به نن بحث کوو

صوتي یا غږیزه ککړتیا د هغه ناخوښه آوازونو څخه عبارت دې چې د انسانانو، حیواناتو، برقي ماشینونو صنعتي فابریکو، موټرو او یوشمیر نورو شیانو په واسطه رامنځ ته کیږي چې پایله کې د انسانانو ژوند یا توازن متأثره کوي؛ یا هغه غیر مطلوب غږ چې په چاپیریال کې نفوذ کوي، د غږیزي ککړتیا په نوم یادیږي

غږیزه ککړتیا د انسانانو په خوب، روغتیا، غوږونو، د زړه رګونو، او په ډیرو نورو برخو یې اغیز لري، خو ترټولو زیات اغیز یې پر نویو زیږیدلو ماشومانو وي، چې زموږ د بحث موضوع هم همدغه ده

په نوو زیږیدلو ماشومانو د غږ ککړتیا اغیزې:
لوړ غږ ددې باعث کیږي چې ماشومان بې وخته، کم وزنه او معیوب تؤلد شي او حتي ځینې وخت د جنین سقط یو د عواملو څخه بلل کیږي. جنین ددي قدرت لرې چې مختلف لیول اوازونه حس کړي.
هغه ښځه چې حامله وي باید 60-15 ورځې ورسته د حاملګۍ څخه باید د ډیرشور څخه ځان وژغوري، ځکه چې په دې وخت کښې د جنین اصلي عضوې، اعصابو او نورو سیستمونو د جوړیدو او تشکیل حالت کښې وي. همدارنګه لوړ اوازونه ده حامله دارو میرمنو استرس سبب کیږي. دغه سترس د رحم رګونه چې جنین ته غذایي مواد او اکسیجن د ترسره کولو دنده لرې منقبض او تنګیږي؛ نو ځکه نوی ځیږیدلی ماشوم په لږ وزن سره دنیا ته راځي ددې ترڅنګ لوړ اواز په میرمنو کې د بغضې هارمونونو د کمښت سبب ګرځي چې د جنین په رشد او انکشاف باندې اغیز اچوي.

غږیزي ککړتیا په هکله دیني لارښوني:
الله تبارک وتعالی زړه بدونکی، خرابي او د اړتیا څخه زیاتي ویناوې بدې ګڼلې دي، آن تردې پورې چې اوچت اوازونه یې د خره له غږ سره تشبیه کړې او منع یې ترې کړې.
په دې اړه الله تعالی د لقمان/19 فرمایلي دي.
ژباړه: په تللو کښې درمیانه اوسه او خپل غږ ښکته کړه ځکه ناوړه غږ د خره غږ دی.

غږیزي ککړتیا مخنیوی:
د غږیزي ککړتیا په لیدو سره اړینه بلل کیږي چې مخنیوي په هکله یې جدې پاملرنه وشي معمولاً په ټوله کښې هغه ځایونه چې هستوګنې، روغتون، مدرسو، مکتبونو، پوهنتونونو، ښاري پارکونو او ځیني نوي عامې ادارې چې ګڼه ګوڼه پکې شتون ولري نو پکار دې چې د لوړ اوازونو سرچیني یې کنټرول شې او په عمومې ډول ده 55Db غږ څخه تیری ونه کړي.
که چیري د یوې مدرسي، مکتب په ازاده فضا
کښې 55Db اواز موجود وي نو د انجینرۍ تخینکونو په اساس کولی شي چې د اواز لیول 45-40Dbته راښکته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.