سلیم درانی (کابلی والا) هم مړ شو

لیکنه: بي بي سي اردو - ژباړه: سمسور ودان

888

یو عصر تمام شو؛ د مینه والو په غوښتنه شپږیزې وهونکی

سلیم درانی (کابلی والا) هم مړ شو

د مینه والو په فرمایش شپږیزې وهونکی او په خپله زمانه کې د هندوستان تر ټولو ښکلی الراونډر (سلیم درانی) له اوږدې ناروغۍ وروسته پرون وفات شو.
هندوستانۍ رسنۍ لیکي چې نوموړی له اوږدې مودې راهیسې په سرطان ناروغۍ اخته و، چې د ژوند وروستۍ ساګانې یې د ګجرات ایالت په جام نګر کې واخیستې.
د خپلې زمانې د مشهور کرکټر دلیپ سردیسایي زوی او مشهور خبریال راجدیپ سردیسايي د دراني د مړینې په اړه ټویټر کې لیکلي: «د هندوستاني کرکټ یوازینی شهزاده سلیم… د ۱۹۷۱م کال په تاریخي دورې کې زما د پلار نیږدې ملګری چې په خپله خوښه یې شپږیزې وهلی شوې او د جادوګر په څير به یې توپ اچونه کوله؛ یعنې سلیم درانی… زما سلیم کاکا وفات شو؛ یو عصر تمام شو!»
ده په یو بل ټویټ کې لیکلي: «ایا څوک له سلیم دراني نه هم زیات ښکلی کېدای شي؟ که د همدې IPL والا زمانې کې هغه وای؛ نو په خلکو کې به یې یو عجیب جنون و.»
دا شو د سلیم دراني یو عام صفت. خلک د ده په لوبه دومره مین و چې د انګلستان پر خلاف د ۱۹۷۳م کال لوبلړۍ کې له یوې لوبې د ده د کېنولو فیصله وشوه، خلک ښار ته را ووتل او ټول ښار یې د ده له پوسټرونو ډک کړ. دوی ولیکل: «چې درانی نه وي، ټيسټ لوبه دې هم نه وي.»
په کرکټ کې د ریکارډونو خبره کیږي؛ که داسې وي؛ نو سلیم درانی یو عادي لوبغاړی دی؛ ځکه په ۲۹ ټيسټ سیالیو کې یې ۱۲۰۲ منډې کړې چې یوه سلیزه او ۷ نیمه سلیزې پکې لري. ده ۷۵ ویکټې په ۲۵ اوسط سره اخیستې.
خو په میدان کې د ده شتون دومره جاذب ښکاري چې دی له دغو ریکارډونو ډير ستر معرفي کوي.
سلیم دومره ښکلی وجود درلود چې کرکټ نه تقاعد اخیستلو سره سم یې فلمي صنعت ته مخ کړ او د خپلې زمانې له مشهورې ممثلې/ هیروینې (پروین بابی) سره په فلم کې راښکاره شو.
د سوکه توپ اچونې ال راونډر (سلیم درانی) د ۱۹۳۴م کال د دسمبر په ۱۱مه د افغانستان په پلازمینې (کابل) کې پیدا شو. خو دی یوازې د ۸ میاشتو و چې کورنۍ یې د نا ویشل شوي هندوستان مشهور ښار کراچۍ ته لاړه او کله چې پاکستان رامنځته شو، د دوی کورنۍ هندوستان ته لاړه.
درانی د هندوستاني کرکټ په تاریخ کې د یو عظیم الراونډر په شان پېزندل کیږي. ده ۱۹۶۰م کال کې د اسټرالیا پر وړاندې لومړۍ ټيسټ لوبه وکړه، چې له همدې اولې لوبې د توپاني توپوهنې له امله مشهور شو.
د اوږد وجود او نیلي سترګو لرونکی سلیم درانی به چې چیرته هم لاړ؛ خلک به پرې راټول شول. د ده په اړه مشهوره وه چې د خپلو مینه والو او تماشه چیانو به غوښتنه به یې شپږیزه وهله. دا لا څه چې شپږیزه یې هم هغه لور ته وهله، کوم لور ته به یې چې چانس له صفر سره ضرب و.
د ده د مقبولیت او اهمیت اندازه له دې هم لګول کیږي چې دی لومړنی هندوستانی کرکټر دی چې د لوبو ارزښتمنه جایزه (ارجن ایوارډ) ورکړل شوې ده. دا جایزه د انګلستان پر وړاندې د ۱۹۶۱ــ۶۲ سیریز له امله ورکړل شوه. په دغې لوبلړۍ کې نوموړي د کلکتې او چینايي په ویشتنځایونو دوو لوبو کې ۱۸ او ټولې لوبلړۍ کې ۲۳ لوبغاړي وسوځول.
د ده تر ټولو یادګار ټيسټ لوبه هغه ده چې د هندوستان د بل مشهور کرکټر (سنیل ګواسکر) لومړۍ لوبه وه. د دې لوبې په یوه اور کې ده د ویسټ انډيز کلایو لایډ او ګیري سوبرس اوټ کړل، چې له امله یې د لوبې نتیجه بیخي بدله شوه.
د یوې حیرانونکې پېښې (ځانګړې شپږیزې) کیسه:
۱۹۷۳م کال کې سلیم دراني په خپلې وروستۍ لوبه کې ۷۳ او ۳۷ منډې وکړې او په دواړو پاڼیو کې دی د آف سپینر پيټ پوکاک لخوا اوټ شو؛ خو له اوټ کېدو وړاندې یې یو ځل دوه او بل ځل یوه شپږیزه ووهله. خو له دې وړاندې یوه حیرانونکې واقعه پېښه شوه. په یو محفل (پارټي) کې پوکاک د خپلې توپ اچونې په اړه فاتحانه انداز کې غږېده. سلیم درانی یې خبرې واورېده او په خپل بې باک انداز کې یې پوکاک ته وویل: «پیټ! ته بالکل اف سپین بال نشې کولی. که بل ځل راسره مخ شوې په اول توپ به د ایسټ اینډ په لوري شپږیزه درکړم.»
د تعجب وړ دا چې پوکاک له دراني سره مخ شو، کله چې لوبغاړی وسوځېده او درانی توپوهنې ته راغی؛ نو پوکاک ته یې لوبډلمشر (مایک ډینس) توپ ورکړ؛ هغه ورته وویل: ما ته دراني ګواښ کړی چې که راسره مخ شوې په اول توپ شپږیزه درباندې وهم!
ډینس وویل: د پارټي خبره تر پراټي پورې وي. دا ټيسټ سیالي ده، بې ډاره اف سټمپ ته بال وکړه، ما درته په میډ ویکټ کې هم لوبغاړی درولی.
پوکاک بال وکړ او دراني د ژمنې مطابق په اول توپ د ایسټ اینډ سټینډ په لور شپږیزه ورکړه.
بده یې لا دا چې درانی پوکاک ته ورغی او ورته ویې ویل: «ما درته ویلي و چې ستا هیڅ اف سپین توپ اچونه زده نه ده.»
په فلم کې اداکاري:
له ټيسټ سیالیو تقاعد کېدو وروسته د خپل وخت مشهور فلم جوړونکي بابورام اشارا په خپل فلم (کرکټر/ چرتر) کې د هېرو رول ته سلیم درانی واخیست او هغه ته یې ۱۸۰۰۰ هندۍ روپۍ ورکړې.
هندوستاني کرکټر یوجوویندر سنګ د بي بي سي خبریال (ریحان فضل) سره په خبرو کې وویل: «سلیم درانی ډير زړه وړونکی انسان و. ښکلی و؛ ځکه فلم کې د اداکارۍ موقع په لاس ورغله. کله چې د فلم له شوټینګ وروسته حیدراباد ته راغی نو موږ ترې شیریني وغوښته. نو هغه وویل: ما سره پیسې نشته.
حیران مو وویل: موږ خبر یو چې تا سره ۱۸۰۰۰ روپۍ دي.
ځواب یې راکړ: هغه مې په پروین بابی باندې قربان کړې.
داسې انسان و، بالکل بې پرواه.»
په ټولنیزو رسنیو د تسلیت پیغامونه
نن په ۸۸ کلنۍ کې له مړینې وروسته د دراني مینه وال هغه په بېلا بېلو اندازونو یادوي او د تسلیت پیغامونه یې خپاره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د هندوستان پخوانی دیپلومات ټي ایس تري مورتي لیکی: «سلیم درانی نور نشته. یو عصر تمام شو.
د ۱۹۷۳ په مدراس (چینايي) ټیسټ کې د هغه شپږیزې او د اړتیا پر مهال ویکټې اخیستل نشم هېرولی.»
مشهور خبریال ونود شرما لیکلي: «زما لومړی هېرو کرکټر نور نشته. په ارام خوب ویده شه ښکلی سلیمه!»
مشهور تبصره کوونکي (هرشه بهوګلي) لیکلي: «ښکلی، د لوی زړه څښتن او جادوګر سلیم درانی نور له موږ سره نشته. کاش څو نورو نویو نسلونو ته د هغه کیسې رسېدلې وای.»
یو حکومتي افسر (چتنیا کې پرساد) لیکلي: «د کرکټ په تاریخ کې حیرانونکی او بې مثاله؛ موږ په میدان کې د ښکلي سلیم ډير زړه ور انداز لیدلی. هغه یو لیجنډ او نابغه و. نوی نسل باید د ده په اړه ولولي.»
سلیم درانی چې کله د هندوستان پر وړاندې د افغانستان په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې میدان ته راښکته شو او له افغان لوبغاړو سره یې ولیدل: نو خلکو ټویټونه وکړل: «وګورئ! څوک راغی؟ هماغه پخوانی کابلی والا (سلیم درانی)»

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.