تاسې مې اړ کوئ، چې له خپل مسلک پښې وباسم پرون مې د سوپ اړوند پوسټ کړیوو (یاد ساتئ، چې هغه سوپ ماته د پسه له یو کېلو غوښې هم گران تمام شویوو). نو مسلمان ملت پهدې په قار وو، چې ولې دې خوندور سوپ د «چرگانو پر پښو» خراب کړیدي؟ ځینو خو يې د «اېېق» او نور بد کلمات هم کاروليوو، چې رښتیا يې هم خپه کړم.
***********
ولې د چرگانو پښې؟
ټوله نړۍ مو په ورغوي کې پرته ده، همدا اوس خپل سمارټفون کې پلټنه وکړئ، چې د چرگانو پښو کې کوم پروتین او وېټامین شته دی. ما غوندې یو شخص چې د تېر یو کال راهیسې یې د تقویت په موخه د ډاکټرانو په سپارښتنه بېلابېل ټابلېټ خوړل، د چرگانو پښو له دې درملو خلاص کړم، د چرگانو پښې پهځان کې په لږه کچه کالوري، خو په ډېره کچه پروتین لري لکه کلسیم، وسپنه او زېنک، تر څنگ يې نسبت نورو غوښو ته کلسټرول او غوړ هم کم دي.
************
د کومو ستونزو درملنه ده، له ټوکې پرته:
گورئ که ستاسې کوچنیان له پښو او هډونو څخه کمزوري اوسي، یا ستاسې عمرخوړلي والدین یا خپله د هډونو له درده ځورېږئ، نو د چرگانو پښې يې بهترینه نخسه ده، ښايي ډېری ملگري یې په ټوکه واخلي، خو یو وار تجربه يې شرط ده، البته چې اشپز مو لایقه اوسي. حتا په ۲۰۲۲ او ۲۳ز کې د مصر هېواد ډاکټرانو په کراتو-کراتو له خپلو وگړیو غوښتيوو، چې د چرگانو له پښو د خپلې روغتیا په موخه گټه پورته کړي، ځکه چې ارزانه، خوندوره او له وېټامینونو او پروتينونو ډکه منبع ده.
***********
د چرگانو پښې او بېلابېل خواړه:
گورئ، کله مو که طبعیت ومنله، چې د چرگانو پښې مې روغتیا او د خولې خوند لهپاره ښې دی، نو بیا کولای شئ، چې بېلابېل خواړه ترې چمتو کړئ، زما تجربه دا ده، چې بهترینه بڼه يې تف کړې بڼه ده – يانې کله مو چې پښې په گرمو اوبو پاکې او سطحې پوټکی مو ترې لرې کړ، نو دېگ بخار ته یې کړئ، لږږږ غوړي ورواچوئ، مساله پرې وشیندئ، بېخي لږې اوبه واچوئ، او سر پرې لس دقیقو لهپاره بند کړئ. دوییمه طریقه يې، لعاب کړېده، چې په رومیانو کې يې پخوئ، درېیمه طریقه يې کوچنیانو یا مشرانو خلکو لهپاره ده، چې یخني يې جوړه کړئ، او اخره طریقه يې په سوپ کې ده. کېدای شي، چې نور ډولونه يې هم پاخه شي، خو ما يې دغه طریقې تجربه کړيدي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.