لنډ خوب

ودود همت

749
کله چې لمر د غرو ترشا خپل طلايې رنګه ژېړه پرده کې خپل تېز اورنی رنګ او زر زري شغلې را ونغاړي، او د حرارت آغېز د ځمکي له اوږو کم سي، د برقي انرژی چېنه يې د شپې د قدمونو په سايې وچه سي د مغرِب له لوري عجيب کيف اوعجيب منظر د طبيعت پر هسکه نقش او را څرګندسي! په دغه سړه صحنه کې چې وخت يوله بله بدلېږي، ماته داسي ښکاري:
لکه زه چې د ژوند له مادي ستړياوو لري د خپلو خاصو او په زړه پوري ملګرو سره د تفريح او مېلې لپاره په يو ځانګړي خوند اوخوشحالی د پسرلي په زرغونواو ګلورينو ورځو کې د کلي او ښار پوري خواته د کوم ښکلي غره ډډي ته په منظره وتلی يم، هلته ورځ په يوبېل کيف او ځانګړي لذت د يو عالم خوشحالو خاطرواو ښکلو منظرو سره پای ته ورسو او هغه شېبه داسې ژر او د سترګو په رپ کې راورسېږي چې نور بايد مېله پای ته ورسو او د خپلو ګرانو دوستانو سره د جدایې اوخدای په امانی مراتب ترسره کړو! واه وخته! څومره په غلا، غلا غلی، غلی رانه تېر سوې؟!! مونږ خو لا د هغه اولي خندا څخه خوله نه وه راټوله کړې اوته راته د بېلتون نغاره ډنګوي!!! هو ژوند خپله دغسي يو آرماني خوب نه دی؟
راځی چې د دې لنډ خوب له لنډو مزو خوند واخلو او د ميني په کولو ټولو ژونديو وګړوته له يوبل څخه بېلتون دغسي مثال ولري!!!
د دې آرمان ناپايه ليکه پاته!@ د بېلتانه له درده څړيکه پاته!@ د ژوند پرواټ دي د يادونو نښه!@ چې پسي وګورم باريکه پاته!@
همت.

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.