نوا گوردون او زموږ حکیم

محمد رسول بریال

703

د نوا ګوردون کورنۍ د هغه د مړینې په ورځ لیکلي وو: ((د نوا ژوند او آثارو په ګرده نړۍ کې د میلیونونو انسانانو په ژوند اغېز کړی او دا اغېز به دوام لري… .))

نوا ګوردون Noah Gordon چې کله کله یې نوم په نوح ګوردون هم لیکلی کېږي، د ((۱۹۲۶ مېلادي کال د نومبر په ۱۱مه نېټه د امریکا د متحده ایالتونو ماساچوست کې زېږېدلی او د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه یې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې دي.))

ګوردون، ماساچوست کې ځوان شوی او هماغه تانده ځوانۍ کې یې د دویمې نړوالې جګړې پر مهال د متحده ایالتونو پوځ کې دنده سرته رسولې؛ وروسته یې طبي زده کړو ته مخه کړه، خو تر څه باندې یو سمستر وروسته یې یاد مسلک ایله او پر ځای یې مطبوعاتو کې لېسانس واخیست.
ده په ۱۹۵۹ز کال کې له Boston Herald ورځپاڼې سره دنده پیله کړه او بیا د Science علمي مجلې د مسؤل مدیر په توګه هم پاتې شوی دی.
هغه نښېر چې ګوردون پرې نړیوال شهرت ته ورسېد، په ۱۹۸۶ز کال کې خپور او The Physician نومېږي؛ یاد ناول له آره د لرغونې زمانې د لوی حکیم و طبیب ابو علي سینا بلخي له ژوند نه په الهام اخیستلو کښل شوی، خو داسې چې اوسنی مرکزي کرکټر یې د راب کول په نوم هغه بې وسه و بې کسه برېتانوی دی چې له برېتانیې نه ایران ته په یوولسمه مېلادي پېړۍ کې د طبي زده کړو لپاره سفر کوي.
که څه هم ګوردون تر ډېره د The Physician اثر له امله پېژندل کېږي، خو که رښتیا شي نو دده لومړنی اثر د The Rabbi په نوم دی، چې په ۱۹۶۵ز کې خپور شوی؛ دده ځینې نور آثار په لاندې ډول دي:
((۱ـ The Death Committe – 1969
۲ـ The Jerusalem Diamond – 1979
۳ـ Shaman – 1992
۴ـ Matters of Choice – 1995
۵ـ The Last Jew – 200
۶ـ Sam & Other Animal Stories – 2002
۷ـ The Winemaker – 2012 او… .))
د ګوردون له ناولونو نه د The Rabbi هغه په ۱۹۶۵ز کال د نیویارک ټایمز د ډېرو پلورل شویو کتابونو له ډلې؛ The Last Jew د ایټالیا د Boccaccio Literary او د هسپانیې Que Leer جایزې او Shaman یې بیا په ۱۹۹۳ز کال کې د یوه تاریخي ناول په توګه د James Eenimore Cooper جایزه ګټلې ده؛ خو پورتني آثار له دې سره سره چې لوړ ناولونه دي، خو بیا هم نه لکه The Physician هغومره د نړۍ نورو ژبو ته ژباړل شوي او نه یې هغومره ډېر لوستونکي موندلي دي؛ د بېلګې په توګه:
یاد اثر چې کله آلماني ژبې ته وژباړل شو، نو د نږدې ۳۲میلیونونو ډالر په ارزښت پرې په هماغه ژبه د Der Medicus په نوم یو فیلم هم تولید او د ۲۰۱۳ز کال د ډسمبر په ۲۵مه یې نندارې ته وړاندې کړ.
د فیلم صحنې مراکش او د آلمان هېواد کولن ښار کې فیلم برداري شوې او مرکزي لوبغاړی یې د اوسکار جایزې ګټونکی ـ بن کینګزلي دی.
د یوه تاریخي شخصیت په توګه د ابو علي سینا کم و ټیټ راوستل، په اسلامي ټولنو کې د تاوتریخوالي و تشدد ښودل، د ابو علي سینا د وفات څرنګوالي او نېټه کې توپیرونه او… هغه نقدونه دي، چې تر اوسه په یاد ناول او فیلم ترسره شوي دي.
هېرې دې نه وي، چې زما د معلوماتو له مخې دده کوم اثر پښتو ژبې ته تر اوسه پورې نه دی راژباړل شوی.

پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.