د فیسبوک مخینه، ګټې او زیانونه

محمد الله فرهاد

601

فېسبوک یوه ټولنیزه پاڼه ده چې په ۲۰۰۴ میلادي کال د فبروري په څلورمه یې د مارک زوکربرګ (Mark Zuckerberg) او په هارورډ (Harvard) پوهنتون کې د هغه د کوټې ملګرو Eduardo Saverin, Andrew McCollum, Dustin Moskovitz, Chris Hughes په مرسته په کار پیل وکړ.

فیسبوک په لمړیو وختونو The facebook په نوم یادیده. د فیسبوک موسسینو په لومړیو کې د دې پاڼې غړي یوازې د هارورډ (Harvard) پوهنتون په زده‌کونکو پورې ځانګړي کړي وو، وروسته یې نورو پوهنتونو ته پراخه کړل په ورو ورو یې د لېسو زده‌کونکو ته غړیتوب ورکول هم پیل کړل.

دا چې فیسبوک لمړیو وختونو څخه تر 2004 کال د The facebook په نوم یادیده، نو په 2005 کال کې د فیسبوک له نوم څخه The توری لیرې کړل شو او یوازې فیسبوک پاتې شو.

په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هر هغه چا چې عمر یې له دیارلسو کالو څخه لوړ او د برېښنالیک درلودنکي وو له فېسبوک سره یو ځای کیدلی شوای.

دا چې په افغانستان کې هم ډیری خلک فیسبوک ته لاسرسی لري، نو د مخابراتو وزارت د معلوماتو په اساس چې 2017 کال کې خپاره شوې وو دا ښودنه کوله چې افغانستان کې 5 میلونه 700 زره کسانو څخه چې انټرنیټ ته لاسرسی لري، د دغو له جملې څخه دوه میلیونه شپږ سوه زره کسان فیسبوک افلیکشن هم کاروي.

د فیسبوک ګټې:

• فیسبوک نه یوازې دا چې وړیا دی، بلکې د خبرو اترو (Communication) تر ټولو غوره لار ده، چې په وسیله یې پیغام لیږل، ویډیویي زنګ وهل، د انځورونو او ویډیوګانو پورته کول بې له کوم لګښت څخه کولی شو.

• فیسبوک بې له کوم خنډ څخه مونږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له خلکو سره نښلوي. نن سبا د هر ځای خلک له فیسبوک سره بلد دي، دا بلدتیا مونږ ته د دې موقع راکوي چې د نورو هیوادونو له کلتور، رسم او رواج سره بلد شو.

• فیسبوک د پخوانیو ملګرو د پیدا کولو او د ملګرتیا د ژوندي ساتلو تر ټولو اسانه او هوسا اله ده. کله چې یو ملګری له مونږ څخه لیرې چېرته لاړ شي، نو له هغه سره خبرې کول د هغه احوال اخیستل مشکل کیږي. فېسبوک مونږ ته دا سهولت راکوي چې په ډېره اساني د هغه د حال پوښتنه وکړو له هغه څخه هر وخت خبر واوسو.

• فیسبوک زمونږ د احساساتو او هغه څه چې زمونږ په ژوند کې پیښیږي، د شریکولو اسانه لار ده. په وسیله یې خپلې لاسته راوړنې او خپګان له خلکو سره شریکولی شو ترڅو له خلکو څخه تشویق یا مینه او همکاري ترلاسه کړو.

• د فېسبوک Newsfeed د وروستنیو پېښو په هکله د مالوماتو په ترلاسه کولو کې مهم رول لوبوي، فېسبوک پاڼې او کارونکي په پرله پسې ډول خپل مالومات، انځورونه او ویډیوګانې فېسبوک ته پورته کوي.

• زده‌کونکي کولی شي د فېسبوک ګروپ څخه په ګټه اخیستنې سره خپلې زده‌کړې پرمخ بوځي. په ګروپ کې کولی شي د پروژو، کورني کار، ورسپارل شویو دندو او ازموینو په اړه له یو بل سره مالومات شریک او د خپلو ښوونکو سره سلا مشوره وکړي.

د فیسبوک زیانونه:

• فېسبوک یوه ګټوره اله (Tool) دی، خو دا هغه وخت زمونږ په زیان تمامیږي کله چې مونږ خپل ارزښتناک وخت ضایع کول غوره کړو. فېسبوک د ځینو خلکو لپاره اعتیاد دی، چې د سیګریټو په څیر پرې روږدي شوي وي.

• فیسبوک کې جعلي حسابونه (IDs) جوړول ډېر اسانه دي، خلک دغه ډول حسابونه زیاتره د هغو خلکو د ځورولو او رټلو لپاره کاروي چې دوی یې نه خوښوي، په پایله کې یې رټل شوي خلک خوابدي کیږي تر دې پورې چې ځیني یې ځان وژنه هم کوي.

• فیسبوک کې په زیاته پیمانه ګروپونه او پاڼې دي چې د نورو دینونو ته ښکنځلې کوي او مقدساتو ته یې په سپکه ګوري، د نورو خلکو کلتور او عنعناتو ته سپک نظر کوي، چې دا ډول کار په دې نړیواله شبکه کې د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.

• د زده‌کونکو لخوا په فېسبوک کې ډېر وخت لګول د هغوی په پایله باندې ناوړه اغيزه کوي.

د خلکو پر ژوند د فیسبوک منفي اغیزې:

مارک کینان چې په همدې باره کښې یې تحقیقات ترسره کړي ویلي دې: چې له ډیرو ملګرو او خلکو څخه یې اوریدلې دې چې ده دې افلیکشن په کارولو سره د خپل ژوند په ملګرې/ ملګري شکمن شوې او دې چاري یې په ژوند کې مشکلات رامنځ ته کړي.

د کینان د معلومات پر اساس د امریکا 20% خلک ده همدې افلیکشن د کارولو له امله یو له بله څخه جلا شوې.
او په انګلستان کې هم څلویښت سلنه ودونه چې ملګرې/ملګري یې فیسبوک افلیکشن څخه استفاده کوې له جدایۍ سره مخ شوې

د زده‌کوونکو او محصلینو په نمراتو د فیسبوک اغیز:

څیړنو ښودلې چې هغه شاګردان چې دغه افلیکشن کاروي له هغه کسانو څخه چې دغه افلیکشن ته لاس رسی نه لرې نمري یې ډیري کمې دې.
دا ځکه چې فیسبوک یو شمیر کارکونکي هم تنبل کړي. د معلوماتو په اساس، هغه کارکونکې چې دغه افلیکشن کاروي، خپل رسمي وخت په همدغه افلیکشن کښې تیروي چې بیا خپل ډیری کارونه ترې پاتې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.