د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د وضعیت د څېړلو غوښتنه وکړه

520
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د وضعیت د څېړلو غوښتنه وکړه
 راپور: محمد مبين هڅاند (دعوت مېډیا ۲۴) د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (CPJ) وايي، په پاکستان کې افغان خبریالان د کار او عاید کمښت، د قانوني اسنادو نشتوالی، د پولیسو له خوا د نیول کېدو وېره او د رواني ستونزو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له دغو خبریالانو څخه ځینو یې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته ویلي چې د دوی د ویزو د تمدید لپاره باید ډېرې پيسې ورکړي، چې دوی یې نه شي پوره کولای.
د دغې کمیټې د راپور له مخې هغه کسان چې د اعتبار وړ ویزې نه لري د پولیسو له خوا د نیول کیدو له ویرې په پټه ژوند کوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د جمهویت د رژیم له نسکوریدو او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په لسګونو خبریالان د امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه ووتل او ډیری یې ایران او پاکستان هیوادونو ته ولاړل.
په نيويارک کې د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې د موندنو له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ١٥٠ افغان خبريالان مېشت دي.
دغې کمېټې د هېوادونو له سفارتونو وغوښتل چې په خطر کې د خبریالانو د مېشتېدو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.