د افغانستان هنګامه /۴ له سپه سالار نادر خان سره خبرې اترې

لیکوال: محمد علي جوهر - ژباړونکی : ع . رشید

345

د افغانستان هنګامه

له سپه سالار نادرخان سره خبرې اترې

( ۴)

همدرد ۲۴  فبروری ۱۹۲۹

لیکوال محمد علی  (په اردو ژبه )

ژباړونکی : ع . رشید

اخځ :  مضامین محمد علی رح  حصه دوم ص ۳۶۲-۳۸۰ مخونه  دچا پ کال ۱۹۴۰


لیکوال نامتو مبارز محمدعلي جوهر

په اورګاډي کې

له سپه سالار نادرخان سره  خبرې اترې

همدرد  د ۱۹۲۹ کال د مارچ (۱)

           په دغه  اړه ما پرون د(همدرد) په ګڼه کې د سپه سالارغازي اودهغه له دواړو وروڼو سره دکتنې په اړه یولړټکي په ډاګه کړل، لومړنۍ خبره چې د ډیلي له سټیشن څخه له روانیدو وروسته دسپه سپه سالارغازي له خولې راووته هغه زموږ دبې بصیرۍ اوهغې بې نظمۍ په اړه وه چې هلته د نندارچیانواو دلیدو لیوالو کسانوله خوا رامنځ ته شوه، پردغه حالت یې ډیرافسوس وکړ،په همدغه لړکې لکه چې ما عرض وکړدهغه  ورورسردارشاه ولي خان زموږ اخبارونه دناوړتیاووپرساندو ډک څه وبلل، له هغه وروسته ما دلوستونکو لیوالتیا په پام کې ونیوله دمضمون له اوږدیدو سره سره مې د سپه سالارغازي دوې مهمې پریکړې په بشپړه توګه نشرکړې چې نه خپله دده دهغه اودهغه دهڅوپه اړه شک اوغلط فهمي رامنځ ته نه شي، اونه بایدله هغه څخه دداسې کړوهیله اوتمه وشي هغه چې دده له وسه اوذمه وارۍ دباندې وي، اونه هم باید پرهغه دومره هم بدګمانه شووچې دهغه نیکې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شي.

د پنجاب ځینو اخبارونو د لاهور پرتم ځای باندې د سپه سالارغازي دوینا پرهغه او دغه اړخ باندې پرون اونن  نظرواچاوه، هغوی دی نورهم مجبورکړچې صاف صاف ویل وکړي، که څه هم دهغه د تګلارې له مخې چې ده خپله په ډاګه کړه اوویې ویل چې دی ( سپه سالارغازي) کله هم دشاه امان الله خلاف نه دی،خودی به ترهرڅه دمخه داسلام ، افغانستان اودهغه دآِزادۍ په خاطرخپلوهڅوته دوام ورکړي. هغه دداسې چا نوم یاد نه کړچې ګواکي یوازې هغه او دغه دافغانستان واکمن لیدل غواړي.

که رښتیاهم د پنجاب دیوشمیراخبارونوهغه رپوټونه سم وي چې سپه سالارغازي باید په ډاګه داخبره وکړي چې هغه داعلیحضرت شاه امان الله خان پرتخت کینولوته ژمن دی، نوبیاباید ناچاردا قیاس هم په پام کې ونیسوچې، دلاهورپرتم ځای باندې یوه (پرُجوشه) جمعیت په زورله سپه سالارڅخه هغه خبرې  چې ده نه غوښتل هغه ووایي راوباسي، لکه چې ده د اسلامیه کالج د زده کونکواوسرحدي افغانانوپه وړاندې په خپله وینا کې وفرمایل چې دی په دغه اړه اوس څه نه شي ویلای چې څوک به دافغانستان حکمران وي، اویابه دبل چا پرواکمنۍ باندې پرته له ځانه راضي نه وي، دهغه کوچنی ورور(؟) سردارهاشم خان هم چې کوم بیان ایسوشتید پرس ته ورکړی په هغه کې ده هم په ډاګه هم هغه نظرلکه چې دسپه سالارغازي دی تصدیق اومنلی دی، څه چې هغه دګاډي دسفرپه ترڅ کې ویلي دهغه خلاصه ما  پرون په همدرد کې خورا اړینه وبلله اوخپره مې کړه، دهغه پردویمه پریکړه باندې زیاته څرګندونه اړینه نه ده، ځکه چې دهغې په اړه تراوسه دشک څه نه دي خپاره شوي، لکه چې ما په ډاګه کړه چې هغه په خورا جرآت سره داخبره وکړه چې دافغانستان واکمن به نه خپله نادرخان اونه هم دده کوم خپلوان وي. دغې خبرې پرماباندې له حده زیات اثروکړ، زه باورلرم چې دا رسمي انکسارنه و، بلکې هغه مې دیوه مدبراوهیوادپال چا طرحه وانګیرله، چې هغه دمصیبت په وخت کې دخپل ملک اواسلام له پاره دخدمت جوګه کیدای شي، همداده چې هغه خپله بې نفسی اوځان غرضي دهغوپه وړاندې له یاده وباسي.

سپه سالارغازی دغه ټکي په خوراصریح او روښانه توګه په ډاګه کړل چې که یوڅوک ټول افغانستان سره متفق کړي، بیا ورته ووایي چې موږ یوازې تا خوښوواوله تا پرته دبل چا اطاعت نه کوو، ته مود افغانستان پاچا ټاکلی یي، هغوی ته دا ویلای شم چې « ځۍ تاسې پوهیږئ اوستاسې کار، زه دا اوس لاس په سرکیږم ، افغانستان پریږدم اوترې ځم »له افغانستان څخه بیرته هجرت کوم اوځم، داعلیحضرت شاه امان الله له واکه لاس په سرکیدوسره دافغانستان په هره خواکې دبیلابیلو قبایلوملوک الطوایفۍ رامنځ ته شوې دي، داباید ومنوچې په رښتیاهم دغه شان په ډاګه ویینو چې په مد اوشد سره یې کوي،دغوټولو ستونزودی د افغانستان دحکومت له قبلولوڅخه انکارته اړایستلی دی.

زه دغوعاجزو مسلمانانوپه تیره بیا مطبوعاتي وروڼوته په وار وارداهیله اوغوښتنه څرګندوم چې که داعلیحضرت شاه امان الله خان پلویتوب همداسې روان وي دا به دهغې فتنې د ختمولواو پای ته رسولو له پاره چټکه اوصریح تګلاره اوطریقه نه وي.په دغه پلمه باید بعضې پخواني کرم فرمایان د داسې دروغ بیانیواوافترا اچونو څخه زما پرخلاف کاروانخلي، په دغه اړه  سمه خبره هم ده لکه چې کټ مټ سپه سالارغازي هغه خپله ویلې ده، زه ګورم چې ده غه د کوچني ورورر؟ سردارمحمدهاشم خان پرخلاف هم درواغ ویل اوتورلګول پیل شوي دي،دهغه په اړه یې هم له اعلیحضرت شاه امان الله خان سره د ذاتي پرخاش اوتوپیرشته والي ته هم هوا ورکړې ده، چې دا په ظاهری توګه  دلته د څو ورځو خبره ده چې د قومي غدارانودغه ډله یی لکه دهغوی په شان چې په بې صبرۍ،دغه بازۍ اونفسانیت کې غرق دی اوټول عمرد زروپه فکرکې دي،پرمحمد علي پسې دسړک پرغاړه د قومي غدارغدارچغې وهي، کیدای شي دوی پرسپه سالارغازي  پسې هم دقومي غداردغه شان نارې سورې دلته هم پیل کړي.

سپه سالارغازي ماته په ډاکه او روښانه ټکوکې داخبره وکړه چې، کومه رویه چې په هندوستان کې داعلیحضرت شاه امان الله خان د تایید اومنښت په خاطر پیل شوې،ددې پرځای چې هغه ته مرسته ورسوي،برعکس دده له پاره زیان رسونکې ثابتیږي، داهغه خبره ده چې ما په څوڅوځلې ویلې ده ، خوکوم ملک اوکوم ملت کې چې دعمل ځای هم قول غصب کړی وي، هلته به د غوراوفکر، تدبیراومعاملې جدي قحطي نه وي نوڅه به وي ؟ نن د (همداسې قوالۍ) اغیزدی چې هندوستان له غلامۍ سره لاس اوګریوان دی، خودغه (قوال) پوهیږي چې څوک غواړي هغه به واکمن کیږي، مااوزما هم خیالوترننه هم یولفظ هم له خپلوخولوڅخه نه دی را ایستلی چې اعلیحضرت شاه امان الله خان باید له تخته را وپرزیږي، اوترخپل لاس په سرکیدل وروسته دې هغه نه پاچا کیږي، اونه هم ما داسې کوم لفظ ترننه د حبیب الله (بچه سقه) په ملاتړله خپلې خولې ایستلی دی. خوپردې په ښه توګه پوهیږو چې زموږ جبهه نیونه دهیچا هم نه په کاریږي، برعکس که موږیې ملاتړهم وکړوغالبآ چې زیان به ورته ورسوي. لکه چې سپه سالارغازي اودهغه ورورویلي ، داچې څوک به دافغانستان پرتخت باندې څوک کینوي داکاریوازې دافغانستان خلک او اوسیدونکي کولای شي اودهغوی حق دی. موږ دانسانیت په خاطر دلته یوازې دا ویلای شو چې موږ آزاد افغانستان غواړواوهلته یوبا ثباته،خپلواک ،مقتدراوامن لرونکی حکومت، اوهمداسې دیوه مسلمان په توګه داهم ویلای شوچې په افغانستان داسلامي حکومت چې  داسلامي شریعت درناوی په کې وي غوښتونکي یو،نه دعلماوو،نه دعامیانو، نه دبچه سقه اونه هم دنورد بچیانو.

داسې یو حکومت غواړو چې افغانستان زموږ په شان دپردیودغلامۍ په ښکیل کې وانه چوي،زموږ دافغانستان له درنوعلماووڅخه په ډیرادب سره داهیله ده چې که افغانستان دپردیو په منګولوکې ولوید، نوبیا به څوک داسلامي شریعت احترام اودرناوي کوي، موږ اعلیحضرت شاه امان الله خان ته هم دومره عرض کولوته تیاریوچې، موږ نه غواړو، چې دافغانستان حکومت دی هم لکه دمصطفی کمال پاشاه دتش په نامه ملي حکومت په شان دشرعي اصولوله حدودو څخه دباندې ووځي، موږ ته په بشپړه توګه داهم نه ده معلومه چې افغاني حکومت څه کړي اوڅه یې نه دي کړي، یوازې ګمان او شک کله هم نه شي کولای چې موږ ته حق را په ګوته کړای شي. ځکه خوموږ د اعلیحضرت شاه امان الله خان د حکومت پرضد هم یو حرف او ټکي هم له خولې نه دی ایستلی، البته چې ځینې بدعتونه یې عام ول اوځینې نوریې په  عکسونواوتصویرونوکې لیدل کیدل، دهغوپه وړاندې که څه هم موږ ناچار وو، زموږ حق نه و، خو زموږ فرض و چې په ډاګه ووایوچې هغه دشریعت خلاف ول، اوهرچا چې داکارکړی و،هغه غلط و، همداوه چې موږ دانه دي ویلي چې دهغوعاملینوداکارپه بیړې سره کړی دی، بلکی دامو ویلي چې دوی له زروکالو وروسته دغه بدعتونه کړي دا غلطي ده، اوهغه نه یوازې موږدشریعت خلاف بللې ده، بلکې خدای او رسول هم هغه دشریعت خلاف بللي دي،زموږ ضمیرهم هغه څه  نه منې هغه چې قران اوحدیثو له حدود الله څخه لرې بللي دي.

له بلې خواداخوهم ډیره شونې ده چې په افغانستان کې یوشمیرعلما دنفسي خواهشاتو، خیټ پالنې ،غداریو اویاهم داغیارود سیسواوبډوله امله داعلیحضرت شاه امان الله پرخلاف بغاوت ته خپل تیاری څرګند کړی وي، که داسې وي نوخدای دې افغانستان اوټوله نړۍ له داسې علماوواوغدارانوڅخه زرترزره وژغوري، موږ د« قتل مرتد» دمسلې په اړه له علماووسره داختلاف کولوجرآت کړی دی، اوترننه پورې دهغه پرمنلوقایل شوي نه یو، چې په اسلام کې دې  پر(قتل مفسد) برسیره (قتل مرتد) هم روا اوجایز وي، لیکن دم ګړۍ پرموږ«تفرنج» تورهم ټپ شوی دی اوموږته (نوي ابوحنیفه ګان) ویل شوي دي. یوه نوې (محمود غزنوي) اوولس یرغلونه کړي دي، همدغوسیمابی هستیودغه قرارویل دی ؟ نن یی موږ (دملاټو) ملاتړي بللي یو، اوخپله یې د (تفرنج) ملاتړجاري کړی دی. دهغوی علماووچې د(قتل مرتد) فتوا یې ورکړی موږ دهغوپه وړاندې دقرآن اونبوي حدیثوله مخې استدلال کړی دی، هغه چې تایید یې ننی تفرنج پالي کوي، داهم هغه علما نه دي چې ددوی پرخلاف اعلیحضرت شاه امان الله خان خپل تاریخي سفرپیل کړ، په کراچۍ اوبمبي کې یې له هغوی څخه خپله بیزاري په ډاګه څرګنده کړه،اودهغه پرخلاف، دتهذیب خلاف چغې راپورته کړې؟ پردغه بدلون باندې دحیرانۍ خبره ده چې یوچا هم دا وویل:

ای زر تو خدا نه ایی ولیکن بخدا

ستارعیوب وقاضی الحاجاتی

نامناسبه به نه وي چې که زه پردغه باندې یوازې دومره ورزیاته کړم چې ته مقلب القلوب هم یې داسې چې نیچریه وال هم کله دعلی پوردپیرمعتقد کولای شې، اوکله هم دحنفی پرځای پریوه نجدي امام پسې په حجازکې دلمانځه پرمهال دآمین په لوړآوازباندې هم سرکیدای شي او رفع یدن هم کوې،همداسې کیدای شي یوه ورځ له داسې ملایانوڅخه ړانده مقلدین (مقلداعمۍ) جوړکړې اوپه دویمه ورځ له هغه څخه دښمن اودتفرنج عاشق جوړکړې. زما خوتردغه ځایه اوس پرایمان بالغیب باندې همدومره پوهه ده، که ووایې چې (بچه سقه) اویاکوم بل هم پرافغانستان واکمني کولای شي، داعلیحضرت سیال پرهغه باندې کامیاب شوی دی، همد وفاشعارډله دهغه د شان په باره کې هم هغه شان قصیدې لیکلای شي لکه چې هغو د سرمائیکل اډواراوپاچا جورج دشان په ستاینه کې یې لیکلای شوې اوله هغوی یې هفت پارچه ډالۍ یا خلعت ترلاسه کړي، اویاهم د لاعنین (لعنتی) څخه دری حرف خطاب !

خو اوس  به دا ښه وي چې  د دوی یادونه دلته پریږدو، دافسوس وړخبره خوداده چې ددغې ډلې دکړو وړو اوحالاتوپه اړه زه سپه سالارغازي دومره له ځنډسره مخامخ کړم چې نن هم زه دهغې کتنې اوملاقات حالات نه شم ویلای، ددې له پاره چې ما په دغه اړه یوڅه اړین ویلي وي،باید ووایم چې زما اود مولانا کفایت الله صاحب دملاقات غرض څه و، رښتیا خبره داده چې نه موږ هغه ته دکومې مشورې په خاطرتللي وواونه موله هغه څخه کومه پوښتنه وکړه، څه چې موږهغه ته وویل هغه ترډیره حده داویل چې موږڅه ډول تګلاره غوره کولای شو، لکه څنګه چې ما په (همدرد) کې دیوه مضمون په ترڅ کې دایادونه کړې وه چې سپه سالارغازي خپله دغه مضمون یې لوستی و، اوویی ویل چې زه له هغه مضمون سره متفق یم، ځکه چې لوری نیول به زموږټول کارونه را خراب کړي، څه چې موږپوښتنه کوله هغه همدا خبره وه، چې موږددغې فتنې دختمولوپه کارکې څه ډول مرسته کولای شو، هغه همدا راته ویل چې موږباید هغه ته دعا وکړو، کریم خدای دې هغه ته دا توفیق اومرسته ورپه برخه کړي چې هغه د افغانستان بیلابیل عناصرسره راټول، توپیرونه اودښمنۍ له منځه یوسي  اوکامیاب شي،ترهرڅه دمخه وینه تویندنه بنده شي، هغه اورچې هلته لګیدلی دی هغه مړشي اوټول داسې یوه حکومت ومني اواطاعت یې وکړي چې په افغانستان کې د امن اوسولې ضمانت وکړي، دهغه آِزادي خوندي کړي، اوهلته داسلامي شریعت احترام وشي. ځکه خو نه موږ هغه ته کومه مشوره ورکړه اونه مو له هغه څه تجسسانه پوښتنې وکړې، نه مو تروپوښتیدل چې ته کندهارته ځې اوکه کابل ته، نه موداترې را ویسته چې ته داعلیحضرت شاه امان الله خان پلوی یې اوکه د حبیب الله المعروف به (بچه سقه) ، هغه خپله داخبره وکړه چې خلک ما ته پیغامونه را استوي چې زه باید کندهارته ولاړشم، زه د اوروژنې په خاطر راغلی یم اوترهغوی زه ښه پوهیږم چې زما دکورپه کومه برخه کې اورلګیدلی دی. زه باید لومړی هلته ولاړشم چیرې چې اورلګیدلی دی اویادهغه شاوخوا ته، زه باید هلته ولاړشم چې هلته ددغه اورپه اړه اندیښنه ده اوله هغه دژغورنې په اړه هڅه وکړم، نه هلته چې اورنه وي لګیدلی اویایې هلته بحمدالله لګونکی نه معلومیږي.

ما البته یوسوال وکړ،چې موږ دافغانستان دهغوعلماووپه وړاندې څه فکروکړو دچا چې نومونه نن سبا دهندوستاني کنځل مارپه خولوکې پریوتی دی،په ځواب کې هغه اودهغه وروڼو وویل دچا چې نوم په داسې توګه اخیستل کیږي، ترهغوچې موږپه وطن کې وو هغوی داغیارو دلاس آله اوغدارنه وو، بلکي هغوی دافغانستان دخپلواکۍ په ترلاسه کولوکې څرګنده برخه اخیستې ده، اوس موږنه شوویلای چې حقیقت څه دی، تراوسه خو زموږ په واک دپردیواواغیاروله اخباروپرته نورڅه نه ول، اوس به موږوطن ته ځواوهلته به هرڅه را ته معلوم اوپه ډاګه شي.

کاشکي هندوستانیان هم د هغو بافهمه اوباعمله حضراتوتقلید وکړي، اوبې له دلیله پرفاسق باندې باورونه کړل شي، موږله یوڅه مودې راهیسې دافغانستان له حالاتوڅخه دومره خبروو څومره چې د ژبې اوقلم والا وو، موږپردې پوهیدوچې اعلیحضرت شاه امان الله خپل رعیت اوهیوادوالوته دومره ګران نه دی لکه چې پخوا و،خودا خبره ګرده غلطه ده چې موږته دافغانستان دعلما له خوا دې کوم استازی راغلی وي اویادموږته دهغوی له خوا کوم پیغام را رسیدلی وي، موږ ترټولودمخه له هغوافغانانوخپل معلومات ترلاسه کړي چې هغوی په ډهلي اویا هم په بمبی کې افغان کونسل او یا زموږ پخواني مرستندویان ول، خوله دې سره سره هم موږ ته ډیرفرصت نه ترلاسه کیده، دبمبی د فساداتو پرمهال چې دافغانستان ډنډوره چیانو(خدمت افغانستان) ترنامه لاندې ویناوې اولیکنې کولې، موږدشاه امان الله خان دبمبي استوګنورعیتود ژوند ژغورلواوله هغوی سره دخوراک اوڅښاک اودهغود درملو،پرزخمو باندې په پټیو لګولو،دهغوی دکفن اودفن اودهغوی دپاتې شویو غړو ترکورونورسولو په برخه کې پرمرستوباندې بوخت وو، سپه سالارپه خورا درناوي اوګرم جوشۍ سره زموږ ددغه کارستاینه وکړه اوله مولانا شوکت اود خلافت د نوروکارکونکو دهڅواومرستو یادونه اومننه وکړه.

په افغانستان کې چې کومه هنګامه نن سبا روانه ده اوهمداسې داصلاحاتوپه برخه کې موږله سپه سالارغازي څخه کومه ځانګړې پوښتنه ونه کړه خوهغه خپله دخپلوخبروپه پیل کې کې وویل چې، تاسې خپله غوروکړئ چې زموږپه ملک کې څه وو، چې د روس غوندې شاهنشاهي یې هم تریوه حده ځانته راجذب کړې وه، زموږنفوس څومره دی، جهالت اونا پوهې ترکومې کچې ده، د شتواواقتصاد څومره کمی دی اوحربي الاتو څومره بدحال دی، خو بیا هم بریتانیا او روس غوندې واکمنو زموږ هیواد و نه شوای نغاړلای، آخرکوم څه تراوسه خنډ شوي، دا دلته اسلام نه و، دلته دعلماوودجهاد دفتواوو په ترڅ کې ددغه هیواد د بچي بچي دالله اکبرنارې نه وې چې پر هغو باندې ددې هیواد ټول زاړه او ځوانان د افغانستان دحکومت وفادارسپاهیان نه شول، دوی بې له تنخوا له خپلووسلوسره راونه وتل اوپه وچه ډوډۍ یې هرڅه پرځان باندې ونه زغمل؟ همدغه اسلامي جذبه وه چې افغانستان د اغیارو او پردیو له اثراواغیزڅخه پرامن پاتې شوی دی.

که زموږ ځوانان لندن ډول کالي اغوستل زده کوي اوزموږ میرمنې دپاریس فراک اغوندي اویاخپل ویښته دهغوپه شان جوړول زده کوي، نوپه دغه چلند به دوی به په یورپ مین اودهغه تراغیزلاندې شي، اویابه په دې توګه افغانان له موږڅخه متاثیراوبې لارې شي، زه خپله ددغه ډول اصلاحاتومخالف نه یم، اونه هم داروپایی لباس اوحالت غوره کولوپرضد یم، اسلامی علما هم کله کله له تنګ نظریواوسختیوڅخه کاراخلي، چې دغه کاراوچلند په خپل وار له بد اغیزسره مل چلند دی، نوي ځوانان باید خارج ته دتګ له پاره تیارکړل شي.

سپه سالارهمدا خبرې کولې چې یوه زړه پخوانۍ کتابچه یې را ویسته اوله هغې یې دحضرت اکبردغه شعرونه موږ ته واورول :

قدیم وضع پہ قایم رہواگراکبر

توصاف کہتے ہیں سیدیہ رنگ ہی میلا

جدید طرزاگراختیارکرتاہوں

خوداپنی قوم مچاتی ہے شورواویلا

جواعتدال کی کہئے تووہ ادھرنہ ادھر

زیادہ حد سےدئے سب نے پاووں ہیں پھلا

ادھریہ ضدہےکہ سوڈانہیں چھونہیں سکتے

ادھریہ دھن ہی کہ ساقی صراحی مے لا

ادھر دفترتدبیرومصلحت ناپاک

ادھرہے وحی ولایت کی ڈاک کاتھیلا

غرض دوگونه عذاب است جاهن محنون را

بلای صحبت لیلی وفرقت لیلا

          د دغو شعرونه له اوریدو وروسته کیدای شومولانامفتی کفایت الله صاحب یوڅه ویلي وای خوهغه هیڅ هم ونه ویل، ماڅه ویلای شول له هغه وخته چې ما دډیلي په جامع جومات کې دجمعې له لمانځه وروسته چې کومه د همداسې افراط اوتفریط په اړه ژړاانګولا وکړه، هغه لکه چې ډکهټر ارونې قسطنطنې، انګورې، قونیې، حلب ، دمشق ، قدس شریف، بغداد شریف اوقاهرې ته ولاړ، هغه دوه نیمې ګنټې دترکیې له خارجه وزیرتوفیق رشدي ، دوه ساعته د قونیې له والي ، دری ساعت له ملک فیصل اودهغه له ورور امیرعلي، اود عراق له وزیرانواومشرانوخبرې وکړې،اویاچې هغه په قاهره اوقدس شریف کې ویناوې وکړې، دهغه ویناوې نه یوازې دهغه خپل حق وې بلکې هغه یې خپل دیني اودنیوي فرض بللې،دامربالمعروف اونهی عن المنکر زرپرست جریده نګارد پاچاهانواوحاکمانودقصیده خوانوپه شان یې دمسلمانانوله فرایضوڅخه دباندې فکرنه کاوه، ما پرهم هغه وخت کې سپه سالارغازي ته عرض وکړ، چې ته دومره له موږسره هم نظره اوهم خیاله یې، تاته زموږله خوادمشورې هم کومه اړتیا نه رامنځ ته کیږي، اوله تاڅخه دڅه پوښتنې اړتیاهم باقي نه پاتې کیږي، هغه دموراوزما دمیرمنې د ژوند اوشرعي حدودو په اړه چې زموږ دقیدنوپرمهال یې دکارکولو حال واورید اوداکبر رحمة الله علیه دا شعرله مانه واورید اوزریې په خپله کتابچه کې ولیکه :

این زمان همت مردان به همین محدود است

زنی ازپرده بیرون آید وکاری بکند

پردې برسیره هغه د اکبر یوبل شعرهم چې د میرمنود پردې لرې کولو اوترنارینه وو یې دعقل لوړتیا مضمون و اوله هغه څخه دهمدرد لوستونکي خبردي، هغه سردارشاه ولي خان اوسردارمحمدهاشم خان را واوراوه. همداسې یې د اکبر یو بل شعرچې هغه د پردې لرې کولوپه اړه و له څخه واورید،چې سپه سالارغازي هغه هم په خپله کتابچه کې ولیکه. له دغه ټکي څخه باید هیڅ یوصاحب هم داګمان ونه کړي چې دغه محترم وروڼه هم لکه دهندوستان  د مسلمانانو په شان د میرمنوپه کورو کې د پاتې کیدو پلویان دي، په حقیقت کې په افغانستان کې لاڅه چې په زیاترو اسلامي هیوادوکې ښځې قید وبندې نه دي، ځکه خوسپه سالارغازي اودهغه وروڼه دشریعت په حدودوکې دښځوله پاره د کار کولو پلویان دي، خودهغوی  دفسق اوفجوراوتظاهري نندارو کله هم پلوي نه کوي، دهغوی داخیال دی چې یورپ په خپله په دغه برخه کې له اسلام څخه سبق اخلي، نوپه دې کې ستونزه څه وي چې یوڅوک له اسلام څخه سبق اخلي ، وړده چې موږخپله په سمه توګه پرحقیقي اسلام پوه شواو یورپ ته هم دپوهې په موخه یوه ښه اوپه زړه پورې لاره اوتګلاره  وړاندې کړو.    !

پای

د افغانستان هنګامه نادره شیبه او نادر سړی/(۳)

د افغانستان هنګامه/ ۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.